د کابل پوهنتون رییس د دې پوهنتون د ایډیټوريم ودانۍ او تدریسي خونو د جوړېدو د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د زمري میاشتې په ۳۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنمل محمد رضا فرزام او په افغانستان کې د چین خلق جمهوریت سفارت اقتصادي اتشې ښاغلي وانګ هانګ کوان ( Wang Hong Qvan) او د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او کارمندانو هم شتون درلود، د دې پوهنتون د ۱۵۰۰ کسیز ايډيټوریم او د ۴۰ درسي ټولګیو ودانۍ، چې د دوست چین هیواد په مالي مرسته ودانیږي، بیا لیدنه وکړه.

ښاغلي فاروقي د ودانۍ د جوړېدو له ډول، د دې پروژې د کارګرانو کاري وضعیت، د کار کیفیت او د پرسونل امنیتي مسایلو، د انجنیرانو  د زیاتو هڅو، د پروژې فني پرسونل او کارګرانو څخه مننه وکړه او د دې دوه ودانیو د کار د ښه والي په هکله یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې. په ورته وخت کې د دې دواړو پروژو انجنیرانو د کابل پوهنتون رهبري هئیت ته د پروژې په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل او په ټاکلي وخت کې یې د دې پروژو د کار د تکمیل په هکله ډاډ ورکړ.

وروسته د چین سفارت اقتصادي اتشې ښاغلي وانګ هانګ کوان د کابل پوهنتون ریاست دفتر راغی، د دې پروژې کاري پرسونل سره یې د کابل پوهنتون له همشنیو همکاریو د ستاینې تر څنګ یې د راتلونکو همکاریو او د ګډو همکاریو په زمینې هم خبرې وکړې.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په دوام له افغانستان سره د چین هیواد له همیشنیو مرستو او د دې پروژې د مسوولینو له رښتینو هڅو، معیاري او تخصصي کړنو باندې خوښي وښوده او له دوی څخه یې پر دې پروژې د جدي څار څخه مننه وکړه.

پدې ناسته کې د دې پوهنتون علمي او مالي او اداري مرستیالانو هم شتون درلود، د دواړو هیوادونو افغانستان او چین خلق جمهوریت په دوستانه اړیکو یې خبرې وکړې او د کابل پوهنتون رییس له افغانانو سره د چین هیواد د سخاوتمندانه مرستو په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون زیربنايي برنامو څخه د ستاینې تر څنګ یې د دواړو هیوادو د اکاډمیکو بنسټونو تر منځ د زیاتو فرصتونو او ظرفیتونو د همکاریو پر دوام او پراختیا څخه یادونه وکړه.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو د زیربنايي برنامو پراختیا او د دې بنسټ د کیفي پراختیايي موخو تامین په ځانګړي توګه د تکنالوژي لوري ته د دې پوهنتون د تدریسي او څېړنیزو برنامو تللو باندې یې چینايي لوري ته معلومات ورکړل او د دواړو هیوادونو د اکاډمیکو بنسټونو تر منځ د همکاریو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په هکله یې چین لوري ته وړاندیز وکړ، چې په کابل کې د چین هیواد سفارت اقتصادي مسوول له لوري د خوښي سبب شو او کابل پوهنتون ته یې د دې مشخصو وړاندیزونو د ارزونې ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پوهنتون د ۱۵۰۰ کسیز ایډیټوریم او ۴۰ تدریسي اتاقونو ودانۍ د MCC19 شرکت، چې یو د چینايي شرکتونو له ډلې څخه دی، مسوولیت په غاړه لري. د دې دواړو ودانیو کار تر ۷۰ سلنه تکمیل شوی دی او په پام کې ده، چې په  ټاکلي وخت به تکمیل او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.