د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو، شرعیاتو، اقتصاد او ریاضي پوهنځیو نوي رییسان د یوې غونډې په لړ کې کارمندانو ته معرفي او خپلې دندې یې پیل کړې

کابل پوهنتون د هیواد له لویو علمي او اکاډمیکو بنسټونو څخه دی، چې د هیواد په کچه په ۲۱ بیلابیلو برخو کې پوهنځي لري. له څه وخت راهیسې د شرعياتو او اقتصاد پوهنځي د سرپرستانو لخوا پرمخ وړل کیده، همدارنګه د پوهنتون اداره دتولنیزو او ریاضیات پوهنځیو رییسانو د تقرر پیشنهاد د لوړو زده کړو وزارت او له هغې لارې څخه جمهوري ریاست محترم مقام ته تحریر او وړاندی شو.

د روان کال د زمري میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رهبري له لوري نوي ګمارل شوي رییسان د یادو ادارو کارمندانو ته وروپېژندل شول او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه.

د (۲) بست رتبه کې د شرعیاتو پوهنځي د رییس په توګه د ښاغلي پوهنمل حفیظ الله حفیظ د پوهنمل دکتور فضلالرحیم بصیرت پر ځای، د (۲) بست رتبه کې د اقتصاد پوهنځي رییس په توګه د ښاغلي پوهنمل امیرحمزه اسلمي د عبدالمالک حلیمي پر ځای، د (۲) بست رتبه کې د ټولنیزو علومو پوهنځي  رییس په توګه د ښاغلي پوهندوی فرید الله فرهمند د ښاغلي پوهندوی غلام فاروق عبد الله پر ځای او د (۲) بست په رتبه کې د ریاضي پوهنځي د رییس په توګه د ښاغلي پوهندوی محمد خان حیدري د دکتور خالقداد فیروز کوهي پر ځای په دندو وګمارل شول.

په دې برنامه کې د کابل پوهنتون رئیس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي پدې برنامه کې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د پوهنځیو پخوانیو رییسانو له کارونو او زحماتو څخه مننه او د پوهنتون نوي رئیسانو ته مبارکي ورکړه او د دوی بریا لپاره یې هیله مندي څرګنده کړه.

ښاغلي فاروقي وویل، د هیواد په ادارو کې ګمارنه او تبديلي یوه طبیعي موضوع ده او د کابل پوهنتون مشرتابه خوښې څرګنده کړه، چې څلورو (شرعیاتو، اقتصاد، ریاضي او ټولنیزو علومو) پوهنځیو ته په کارپوه نوي رییسان معرفي شول. همداراز پدې علمي بنسټ کې د نویو رییسانو له انرژي او وړتیاوو څخه پدې علمي ډګر کې ګټه پورته کړي.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په دوام د دې پوهنځيو له تېرو رییسانو او نورو استادانو څخه وغوښتل تر څو تحصیلي او اداري چارو تجربې د پوهنځیو له نویو رییسانو سره شریکې کړي او له هغوی سره خپلې همکاري ونه سپموي، تر څو د دې ملي لوی بنسټ اکاډمیک باور وساتي او په نړۍ واله کچه خپل اکاډمیک ځای تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

پدې غونډه کې ښاغلي فاروقي د دې پوهنتون په بیلابیلو برخو کې نیمګړتیاو او ننګونو ته هم اشاره وکړه ، د بنسټ له ټولو مسوولینو او استادانو نه  یې وغوښتل تر څو د دې ستونزو په پېژندلو، شراچونکو، منفورو او افراطي کسانو پېژندنه او د نوي سمسټر د پیل سره د استادانو د درسي چارو تنظیم ته جدي پاملرنه وکړي.

د پوهنځیو نویو ګمارل شوو رییسانو د پوهنتون له مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت او ولسمشر څخه د اړوندو پوهنځیو د رئیسانو په توګه په ټاکل کېدو خوښي وښوده او دوی د خپلې ګمارنې له امله مننه وکړه، تعهد یې وکړ تر څو د دې علمي بنسټ موخو د تحقق او په مسوولانه ډول د خپلو دندو د پرمخ وړلو لپاره هڅه وکړي. د دې ادارو تېرو رییسانو هم په خپل وار سره نویو رییسانو ته مبارکي ورکړه او د کابل پوهنتون د رهبري له تصمیم څخه یې استقبال وکړ او دا برنامه د هیواد او علمي بنسټونو لپاره د خیر او پرمختګ د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

د برنامې په پای کې، د کابل پوهنتون مشرتابه هیئت د پوهنځیو نوي ګمارل شوي رییسان په داسې وخت کې، چې یو شمېر استادان او کارمندانو شتون درلود خپلو کارمندانو او مسؤلیتونو ته وروپیژندل شول.