د کابل پوهنتون او کابل طبي علومو پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او کابل طبي علومو پوهنتون تر منځ د ګډې کمېټې له لارې د همکاریو او زیاتو منظمو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د پوهنځیو علمي کادر غړو، محصلینو او په کادري روغتونونو کې د محصلینو علمي کارونو، د ګډو مضمونونو د تدریس او نشراتي او لابراتواري امکاناتو په برخو کې د همکاریو هوکړه لاسلیک شو. دا هوکړه لیک په بریالی توګه د تدریس پروسې، د علمي څېړنو او د دواړو تحصیلي بنسټونو د لابراتواري امکاناتو څخه ګټه اخیستنه او د طرفینو په مجلو کې د علمي- څېړنیزو مقالو چاپ او خپرېدل او په کادري روغتونونو کې د فارمسي پوهنځي محصلانو لپاره د ستاژ دورې محصلانو لپاره د غوره زمینې برابرول او د کابل پوهنتون او کابل طبي علومو پوهنتون په کادري روغتونونو کې د کلینیکي فارمسي څانګې جوړول ترتیب شوي وو، د وران کال د زمري میاشتې په ۱۴ نېټه د کابل پوهنتون ریاست په مقر کې د دواړو بنسټونو مسوولینو تر منځ لاسلیک شوه او د لسو کلونو لپاره به د پلي کېډو وړ وي.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د کابل طبي علومو پوهنتون رییس، علمي مرستیال او د راغلي هئیت ته د خپل کار دفتر ته ښه راغلاست وویل او د دې هوکړه لیک لاسلیک او د هغو د موادو اجراوي کېدل یې، چې د اکاډمیکو چارو د اسانتیا سبب او د دواړو لورو د اړیکو د ښه والي سبب به شي خوښي وښوده.

ښاغلي فاروقي د دواړو پوهنتونونو ترمنځ تېرو دایمي همکاریو څخه یادونه وکړه ویې ویل، دا هوکړه د بنستیزو خلاوو په له منځه وړلو کې د دې دوه پوهنتونونو تر منځ ترټولو ښه شیبه وه، هیله یې وښوده، چې د دې په اجرائیوي کولو سره به د دواړو پوهنتونونو اړیکې نژدې او کلکې شي. نوموړي وویل، چې د دواړو پوهنتون د محصلینو د کمیو او اړتیاو د پوره کولو په برخه کې په تېر کې دوامداره علمي همکاري شتون درلود، ولې بیا  هم دا هوکړه لیک به د دواړو لورو تر منځ د اړتیاوو په پوره کولو کې زیاته مرسته وکړي. ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې دوی په هیواد کې د ټولو علمي او تحصیلي ادارو ترمنځ همکاري رامنځته کړي ترڅو د علمي بنسټونو له لارې وکولای شي خپلې توانايي او امکانات یو د بل په واک کې ورکړي او د یو بل د اړتیاوو په له منځه وړلو کې ګټور او همکار واقع شي.

په پای کې د کابل پوهنتون رییس د کابل طبي علومو پوهنتون سره د همکاریو په هوکړه لیک خوښي وښوده ویې ویل، د همیشنیو همکارانو لکه کابل طبي پوهنتون سره په پراختیايي برخو کې نوې همکاريو پلي کول تر پخوا به زیات زمونږ د هڅونې سبب شي.

وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند دکتور وحیدالله مومند وویل، دا ډول همکاري د هیواد د بچیانو د سالمې روزنې او د محصلانو د علمي او تحصیلی حالت  په ښه والي او د علم او ​​پوهې څخه د هغوی سم درک ګټور او اړین دی، د هغوی د موخو د درک او لوړو موخو ته د رسېدو په برخه کې به له هغوی سره مرسته وکړي. ښآغلي مومند تاکید وکړ دا هوکړه د دواړو بنسټونو تر منځ لومړنی قرارداد ندی او د همکاریو وروستی پروتوکول به هم نه وي او د کابل طبي علومو پوهنتون او د دې بنسټ علمي کادر تعهد وکړ، چې تر ممکنه حده د دې هوکړې ملاتړی به وي او د کابل پوهنتون سره به په مختلفو برخو کې همکاري وکړي.

په پای کې یاد هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو رییسانو او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس او د کابل طبي علومو پوهنتون علمي مرستیال له لوري لاسلیک شو او دواړو لورو د هوکړه لیک د موادو په اجرائیوي کولو تاکید درلود.