کابل پوهنتون د دې بنسټ د ازموینو له بهیر څخه د نظارت کمېټې غړو ستاینه وکړه

د کابل پوهنتون د پسرلني سمسټر د ازموینو بهیر، چې د نظارت ۲۱ کسیزې کمېټې تر جدي څار لاندې، د دې پوهنتون له استادانو څخه جوړه شوې وه، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. پدې توګه د روان کال د زمري میاشتې په ۱۳ نېټه د محصلینو معاونیت کې د څار کمېټې د غړو څخه د ستاینې په موخه جوړې شوې برنامه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلی پوهنمل حمید الله فاروقي، مالي او اداري او محصلینو چارو مرستیالان، د پوهنتون د ازموینو څخه د څار کمېټې غړو او د محصلینو اتحادې ګډون کړی وو.

د کابل پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د ازموینو کمېټې د دې علمي بنسټ د پسرلني سمسټر د ازموینو له بهیر څخه د دوامداره څار او ګډون په موخه مننه او ستاینه وکړه.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیرښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې کمېټې د غړو له اغېزمنو هڅو او کړنو څخه مننه وکړه، د هغوی هڅې یې د پوهنتون د ازموینو په چارو کې د سمون په برخه کې زیاتې مهمې یادې کړې. ښاغلي فاروقي په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون د پسرلني سمستر د فاینل ازموینو په بهیر کې کمیو او بې صبریو څخه یادونه وکړه، له حاضرینو څخه یې وغوښتل تر څو لاس په لاس د یو قوي، متخصص او زړه سوانده کادري ټیم په توګه د زیاتو اصلاحاتو په رامنځته کولو او له پوهنتون څخه د ستونزو او ګډوډیو په له منځه وړلو کې اغېزمن او ګټور رول ولري. نوموړي وویل د دې پوهنتون په ښونیز او اداري چارو کې ښه والی راغلی په ځانګړي توګه په شفافه او منظمه توګه د ازموینو د اخیستو په برخه کې ګټور کار شوی دی، ولې په هېڅ صورت کافي نه دی او زمونږ د هر یو زیاتو هڅو او زحمتونو ته اړتیا لري. د کابل پوهنتون رییس له ټولو استادانو او د دې کمېټې له غړو څخه وغوښتل تر څو په دې لوی او علمي بنسټ کې لازم او اړین اصلاحات رامنځته کولو په موخه یو بل ته لاسونه ورکړي او له بهرنیو مسایلو څه وېره ونلري او د ځینو کینه لرونکو او افراطي کسانو ناسالمو تهمتونو په وړاندې د دې لوی علمي بنسټ رهبري هئیت سره همکاري وکړي.

د دې برنامې په پای کې هغه ستاینلیکونه، چې د کابل پوهنتون ریاست له لوري له ازموینو څخه د څار کمېټې غړو لپاره په پام کې نیول شوي وو، د رییس، مالي او اداري مرستیال او محصلانو چارو مرستیال له لوري هغوی ته ورکړل شول.

دا برنامه د غرمې په ۱۲:۳۰ دقیقو هیواد ته د خیر او ښېګڼې غوښتلو په دعا کولو سره پایته ورسېده.