په کابل پوهنتون کې «د کابل ښار په ژویو کې د خمنډکې د تثبیت او پېژندنې میتود د قلبي ناروغي او کانګو تبه د یو شکمن واقعیت په توګه » ښوونیزه برنامه جوړه شوه.

د کابل ښار په ژویو کې د خمنډکې د تثبیت او پېژندنې میتود د قلبي ناروغي او کانګو تبه د یو شکمن واقعیت په توګه ښوونیزه برنامه، د ژویو له ناروغیو سره د مبارزې په اړه د ظرفیت جوړونې په موخه د لوی اختر په ورځو کې د ژویو د ناروغیو د تثبیت په دې برنامه کې ۱۵۰ تنو ګډون کړی وو. د خمنډکو د شتون د تثبیت په موخه دا برنامه د کرنې، مالداري او اوبو لګولو وزارت، کابل ښاروالي او د ختیځې مدیترانې د عامې روغتیا شبکې «EMPHNET» په همکاري د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي په نوښت په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه.

دا ښوونیزه یوه ورځینۍ برنامه د روان کال د زمري میاشتې په ۱۳ نېټه جوړه شوې وه او نورو د څلورو ورځو لپاره به ادامه ولري. د دې برنامې پرانیسته د وترنري پوهنځي ریاست سرپرست ښاغلي پوهنمل دکتور سید شیرشاه سادات، د د یادې ادارې چارواکو او همکارو بنسټونو له لوري د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي کې جوړه شوې وه او د ګډون کوونکو له لوري به په عملي ډول د درې نورو ورځو لپاره به د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې به دوام ومومي.

په پیل کې د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی دکتور اسد الله صمدي د دې برنامې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دې ښوونېز پروګرام د جوړېدو په څرنګوالې خبرې وکړې. وروسته د دې برنامې همکار بنسټ په توګه د کابل ښاروالي د خدماتو مرستیالې اغلې مهتاب عالمي خبرې وکړې او د خپلې ادارې له لورې یې د دې مهمې برنامې د ښه پلي کېدو او د ژویو د ناروغیو د خطر په هکله د کابل ښار د اوسېدونکو پوهاوی او له واقع کېدو وړاندې د هغې د مخنیوي په هکله د هر ډول همکاریو اعلان وکړ.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل دکتور سید شیرشاه سادات، د ختیځې مدیترانې د عامې روغتیا شبکې «EMPHNET» مسوول ښاغلي ډاکټر میرویس امیري او د روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ عومي مدیر ښاغلي ډاکټر میرزاخان بشرمل هم په خپل وار سره د دې برنامې او د دې د عامه پوهاوي په هکله ګټورې خبرې وکړې.

د نړۍ د روغتیا ادارې د وروستۍ اعلامیې پر بنسټ تر اوسه پورې انسانانو ته د لېږد او د مرګ د خطر ناروغیو ۱۴۱۵ ډوله ناروغۍ کشف شوي دي، چې ۷۵ سلنه یې له «زونوز» څخه سرچینه اخلي او انسانانو ته د ژویو سره د اړیکو په واسطه لېږدول کیږي، چې ۹۷ سلنې د انتقال عامل یې حیوانات او ۳ سلنه یې انسانان دي. پدې اړه « د کابل ښار په ژویو کې د خمنډکې د تثبیت او پېژندنې میتود د قلبي ناروغي او کانګو تبه د یو شکمن واقعیت په توګه» په کابل ښار کې د دې ډول ناروغیو شتون، په اړه یې د معلوماتو راټولول او د هغې د خطر په موخه خلکو ته عامه پوهاوی په کله دا ښوونیره برنامه د کابل پوهنتون له لوري جوړه شوې وه.