په کابل پوهنتون کې د افغانستان د آزادي د سلمې کلیزې په ویاړ د «آزادي او استقلال» تر نامه لاندې علمي سیمنار جوړ شو

د روان کال د زمري میاشتې په ۱۲ نېټه د شنبې په ورځ د «ازادي او استقلال» تر نامه لاندې علمي سیمینار د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د پوهنځیو رییسانو، کارمندانو او محصلانو په ګډون د دې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي په تالار کې جوړ شو. دا برنامه د دې پوهنتون ټولنیزو علومو پوهنځي په نوښت جوړه شوې او په دې کې استادانو او څېړونکو د موضوع په اړه خپلې مقالې ولوستلې.

په پیل کې د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهندوی غلام فاروق عبدالله د افغانستان د ازادي په څرنګوالي خبرې وکړې او د دې سمینار ګډونوالو ته یې ښه راغلاست وویل.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې سمینار ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د زمري میاشتې ۲۸ په استقلال خبرې وکړې او دا ورځ یې د افغانانو په ژوند او د هیواد د سیاسي تاریخ په دوران کې یو مهمه کړنه یاده کړه.

د کابل پوهنتون رییس زیاته کړه، چې ازادي او استقلال تر ټولو ښکلې او د ارزښت وړ کلیمې دي، چې انسان تر بل هر مخلوقه هغه ته اړتیا لري او دا مهمه او برخلیک ټاکوونکوې ورځ د افغانستان په تاریخ کې د یوې زيرې ورکوونکې حماسې، یوې مهمې او لویې ورځې او عطف ټکی ګڼل کیږي.

د ښاغلي فاروقي په وینا د هیواد د ازادي او استقلال ورځ د افغانستان د پرمختللي او ازادي غوښتونکي ځوان پادشاه له نوم سره تړاو لري او شاه امان الله خان د ازدي غوښتونکي شعار په ورکولو او د افغانستان د هر قوم او ټبر ملاتړ یې له ځانه سره لاره، د «یا مرګ یا ازادي» شعار د انګلیس دولت پر وړاندې ورکاوه تر څو د انګلیس امپراطوري، چې د هغې په واکمني کې لمر نه پرېوته، مجبورآ یې د اسیا په وچه کې د افغانستان سیاسي ازادي وپېژندله.

د کابل پوهنتون رییس وویل د افغانستان ازادي وه، چې زمونږ هیواد ژورو اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او کلتوري بدلونونو لوري ته لاړه همدارنګه زیات شمېر نظام لیکونه، چې په هغه کې د دې هیواد د هر ساکن سوله غوښتونکو اوسېدونکو حقونه او وجایب پکې بیان شوي وو او د همدې قوانیونو په رڼا کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان له قوانینو غلامي لرې او سلګونه مدني حرکتونه تر سره شول. نوموړی زیاته کړه، همدا ورځې وې، چې د نړۍ د پوهنتونونو دروازې د هیواد د علم او پوهې تېږو ځوانانو پر مخ پرانیستل شوې او لومړی ډلې هلکان او نجونې محصلین د پوهې حاصلولو لپاره  اروپا ته لاړل او د هیواد د خلکو د ذهنونو د کلتوري پراختیا او روښانولو په موخه یې په لسګونه ورځپاڼې جوړې کړې، چې  سراج الاخبار او ارشادالنسوان یې تر ټولو مشهورې شمېرل کیږي.

ښاغلي فاروقي د امان الله خان له قهرماني او رشادت څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې هر صنعتي، اقتصادي او کلتوري بدلونونه، چې نن ورځ یې په هیواد کې یې ګورو د هغې رېښه او سرچېنه د امان الله خان په پرمختګ غوښتونکي نظام پورې اړه لري او بې له وېرې د ۱۲۹۸ د زمري ۲۸ نېټې کړنه د افغانستان له ازادی سره اړیکه لري.

په پای کې نوموړي د کابل پوهنتون رهبري هئیت په استازیتوب د افغانستان نجیب او شریفو خلکو ته د دې مبارکي او ارزښتناکې ورځې مبارکي ورکړه او هیله یې وښوده او زیاته یې کړه، چې د دې سمینار ګډون کوونکي د دې علمي سمینار څخه زیاته او اغېزمنه ګټه پورته کړي.

د دې علمي سمینار په دوام، د ښکلو هنرونو پوهنځي استاد ښاغلي فانوس له لوري د ترانې تر اجراء وروسته، د ټولنیزو علومو پوهنځي استادانو هر یو ښاغلي پوهاند احمد ضیاء نیکبین، ښاغلي پوهندوی ناظر حسین افغانیار، ښاغلي پوهندوی احمد رسول رسول، اغلې مژګان همراز او اغلې پوهنملې سجیې صدیقي د افغانستان د ازادۍ ورځې په هکله خپلې مقالې د دې علمي سمینار ګډون کوونکو پر وړاندې ولوستلې.

دا علمي سمینار د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر له لوري تر نتیجه ګیري وروسته پای ته ورسېده.