د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ او د کابل پولیتخنیک پوهنتون د ماسټري درې برنامو ازموینه نن د روان کال د زمري میاشتې په «۱۱» نېټه په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ په ازموینه کې ۳۱۹۱ تنو داوطلبانو او د کابل پولیتخنیک پوهنتون درې ماسټري برنامو کې ۶۱۳ تنو متقاضیانو ګډون کړی وو. دا ازموینه د کابل پوهنتون په مختلفو پوهنځیو کې تنظیم او داوطلبانو پکې سیالي وکړه.  د دې ازموینې پرانیسته د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې وشوه، چې په هغه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز رییس، د ازموینې ملي ادارې مسوولینو، د کابل پوهنتون او کابل پولیتخنیک پوهنتون استادانو او یو شمېر کارکوونکو شتون درلود.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د ازموینې ملي ادارې مسوولینو او د کانکور متقاضیانو راتګ ته ښه راغلاست وویل، د کابل پوهنتون په کوربه توب باندې د خوښي تر څنګ یې د ازموینو ملي ادارې او ټولو همکارو ادارو څخه، چې د ازموینو نظم، انضبات او روڼتیا کې ونډه اخیستې مننه او ستاینه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د کانکور د ازموینو داوطلبانو د شمېر تر څنګ یې د جذب د شمېر څخه یادونه وکړه ویې ویل، د حقوقي ستاژ د داوطلبانو له منځه حقوقي ستاژ ته ۲۰۰ تنه جذبوي، چې د هغو له ډلې ۱۰۰ تنه یې د ورځې او ۱۰۰ تنه نور یې د شپې پروګرام ته به ونیول شي. په ورته وخت کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون درې ماسټري برنامو ته به ۹۰ تنه لاره پیدا کړي.

ښاغلي فاروقي د ښوونې او روزنې او د هیواد علمي بنسټونو تخصصي برنامو د روڼتیا او د مناسبې رقابتي فضاء د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان دولت او د ازموینو ملي ادارې تعهدونه او جدي پاملرنې څخه یادونه وکړه او په بریالی توګه یې د ازموینو اخیستو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت او د ازموینو ملي ادارې او نورو همکارو بنسټونو هڅې اغېزمنې او ګټورې یادې کړې.

ښاغلي فاروقي داوطلبانو ته په خطاب کې وویل، لکه څنګه، چې تاسو پوهېږۍ د ګډون کوونکو ترمنځ سیالي جدي وه او د ګډون کوونکو په پرتله جذب هم زیات کم دی، کابل پوهنتون او د هیواد نور علمي بنسټونه پدې هڅه کې دي تر څو د ماسټري نورې برنامې جوړې او د نورو علاقه مندانو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره شي. د کابل پوهنتون رییس د ۱۶ ماسټري برنامو ترڅنګ د ۶ نویو ماسټري برنامو څخه معلومات ورکړل او له نورو علمي بنسټونو څخه یې هم وغوښتل تر څو په خپلو بنسټونو کې د ماسټري او تخصصي برنامو ته پراختیا ورکړي تر څو د علم او زده کړو مینه والو ته د زده کړې زمینه برابره شي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او د ازموینې ملي ادارې مسوولینو له لوري د پوښتنو صندوق مهرلاک په داسې حال کې، چې داوطلبانو یې هم څارنه کوله پرانیستل شو او په رسمي ډول ازموینه پیل شوه. د کابل پوهنتون رییس او مله هئیت په مختلفو پوهنځیو کې د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه. د ازموینې د بهیر څخه د لیدنې پر مهال د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د ازموینو په روڼتیا او اغېزمنتیا تاکید درلود، د کانکور ازموینې داوطلبانو ته د بریالیتوب هیلې کولو تر څنګ یې ممتحنو استادانو او غړو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ ازموینه سږ کال د ازموینو ملي ادارې له لوري اخیستل کیږي، چې تر دې مخکې د دې ازموینې مسوولیت د کابل پوهنتون په غړه درلود.