د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې پوهنتون د هلکانو لیلیې د درېمو او څلورمو ټولګیو له محصلینو سره وکتل

د کابل پوهنتون د درېمو او څلورمو ټولګیو محصلین، چې مخکې په لیلیه کې اوسېدل د روان کال د زمري میاشتې په ۹ نېټه د چهار شنبې په ورځ د مازیګر ۴:۳۰ بجو د دې پوهنتون ریاست دروازې په وړاندې په لیلیه کې د شتون امتیاز د ختمېدو په موخه، چې په لیلیه کې د ژوند د نامعیاري شرایطو او دردوونکو پېښو ته په پاملرنه او د لیلیې د شرایطو نامعیاري والی پر بنسټ د پوهنتون رهبري تصمیم نیولی وه، راټول شوي وو او د "عدالت عدالت، لیلیه زمونږ کور ده" شعار ورکاوه او د لیلیې د امتیاز د دوام غوښتنه یې کوله، چې په پایله کې د کابل پوهنتون رهبري د یادو محصلینو ستونزو د اورېدو او د حل په موخه له هغوی سره ناسته وکړه.

دا ناسته د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوه، په پیل کې څلورتنه محصلین د نورو معترضو محصلینوغوښتنې او د راټولېدو دلایل د کابل پوهنتون له ریاست سره مطرح کړل او د دې پوهنتون لیلیه کې یې د بیا  ګډون غوښتنه کوله.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښآغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د محصلینو د خبرو تر اورېدو وروسته د دې پوهنتون علمي شورا تالار ته د هغوی راتګ ته ښه راغلاست وویل او د هغوی له لوري د سلسله مراتبو په پام کې نیول او د پوهنتون ریاست ته د هغو رسولو څخه مننه وکړه. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په دوام د رهبري شورا د تصمیم عواملو او انګېزو په اړه وویل، چې د اصلاحاتو او معیاري شرایطو د راوستو په موخه او د درېمو او څلورمو ټولګیو د محصلینو لپاره په لیلیه کې د ګډون نه ورکولو په موخې رڼا واچوله او هغوی یې زغم او د پوهنتون اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو ته وبلل.

ښاغلي فاروقي محصلین معنوي اولاد او د دې هیواد د راتلونکې هیله وښوده او زیاته یې کړه تاسو ته خدمت او ستاسو ستونزو ته رسېدنه زمونږ اخلاقي، وجداني او قانوني دنده ده، ولې د لوړو زده کړو وزارت قوانینو، مقرراتو او لارښوونې په پام کې نیول هم د پوهنتون د مسوولینو او محصلینو له دندو او مسوولیتونو څخه دي. نوموړي د یو محصل، چې د لیلیې د خوړو د ټیټ کیفیت په امکاناتو یې خبرې وکړې، وعده ورکړه، چې ژر به د لیلیې د مسولینو سره په همغږي دا ستونزه له منځه یوسي.

ښاغلي فاروقي د خبرو په دوام د لیلیې تېرو ستونزو ته په کتو د لیلیې اوسنی وضعیت د قناعت وړ وباله.

په پای کې ښاغلي فاروقي د دې علمي بنسټ د وروستیو برنامو په اړه، چې په لیلیې کې د محصلینو لپاره د ظرفیت او امکاناتو د لوړوالي په اړه، چې په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې د لیلیې د دې ودانۍ تر څنګ د لیلیې لپاره د دوه نورو ودانیو د جوړېد خبر ورکړ، له محصلینو یې وغوښتل تر څو د لوایحو او مقرراتو په پام کې نیولو سره او د جامع تفکر او د قضیې مختلفو اړخونو ته په پاملرنې سره د پوهنتون د نظم د اخلال سبب نشي او د ټولو سختیو د تحمل تر څنګ د دې لوی علمي بنسټ لوړو موخو ته د رسېدو په خاطر، چې د هیواد د غرور او ویاړ مظهر دی یو بل ته لاسونه سره ورکړو او همکار واوسو.

همدارنګه نوموړي محصلینو ته وعده ورکړه، چې د هغوی پر غوښتنو د تېرو تجربو او د مسئلې مختلفو اړخونو ته په کتو وڅېړي او غور ورباندې وکړي. یاده ناسته د چهارشنبې ماښام په ۷:۳۰ بجو د یو تن محصل له لوري هیواد ته د خیر په دعا کولو سره پایته ورسېده. د یادونې وړ ده، چې پدې ناسته کې د کابل پوهنتون مرستیالانو، د مرکزي لیلیې مسولینو او د کابل پوهنتون امنیتي مسوولینو هم شتون درلود.