د کابل پوهنتون د نجونو لیلیې د وضعیت څېړنه وشوه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي، مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد رضا فرزام او يو شمېر کارمندانو سره په ګډه د روان کال د زمري میاشتې په ۱۰ نېټه د دې علمي بنسټ د نجونې لیلې څخه لیدنه وکړه، د ډوډی د ویش، د پخلنځي د عمومي وضعیت او د لیلیې له نورو برخو څخه د کتنې تر څنګ د لیلیې د ستونزو او په هغې پورې اړوندو مسایلو یې بحث وکړ. د لیدنې پر محال د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د مسوولینو څخه د لیلیې اوسني وضعیت راپور واورېد او همدارنګه په یاده لیلیه کې یې د محصلینو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل.
وروسته تر هغه، چې ښاغلي فاروقي د چاپېریال ساتنې، د خوړو کیفیت او نورو برخو کې د لیلیې د محصلینو نظریات او وړاندیزونه واورېدل، نوموړي لیلیه د محصلینو لپاره د مطالعې، زده کړې او اکاډمیکو برنامو د دوام لپاره یو مطلوب چاپېریال یاد کړ او له مسوولینو څخه یې وغوښتل تر څو د غوره شرایطو، د ډوډی د کیفیت او ویش شرایطو ښه والی، د معیاري خدماتو وړاندې کول او نورو برخو کې د پام وړ هڅې تر سره کړي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس او مل پلاوي دوه ورځې وړاندې په لیلیه کې د یو شمېر محصلینو او مسوولینو تر منځ د راولاړ شوي کړکېچ د هر اړخېزې څېړنې او د حقایقو تر معلومېدو وروسته د هغو څخه د خلاصون لارې چارې ولټولې او د محصلینو د ارامتیا او په لیلیه کې د نظم د تامین په موخه هر څومره ژر په لیلیه کې چلندي کړنې رعایت او تر زیات بحث وروسته د محصلینو او هم د مسوولینو لپاره ځانګړې سپارښتنې او اړینې لارښوونې وشوې. دا لیدنه او کتنه د ماسپښين په ۳:۰۰ بجو پای ته ورسېده.