د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د نړۍ وال بانک هيئت سره لیدنه وکړه

کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د زمري میاشتې په ۱۰ نېټه د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۹:۰۰ بجو د نړۍ وال بانک له استازو سره وکتل او دواړو لورو د لوړو زده کړو په پرمختیايي برنامو او له کابل پوهنتون سره د نړۍ وال بانک د همکاریو د امادګیو پر دوام خبرې او نظرونه شریک کړل.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر کابل پوهنتون ته د نړۍوال بانک د استازي راتګ ته ښه راغلاست وویل او له افغانستان په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون سره د مرستو او په بریالی توګه په کابل پوهنتون کې د کمي او کیفي پراختیايي برنامو پلي کولو باندې خوښي وښوده.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دکتور محمد نعیم عظیمي، د نړۍ وال بانک رییس او استازو اغلې روشني ابینز، اغلې پلوشې او یو شمېر نورو غړو شتون درلود، د نړۍ وال بانک غړو د کابل پوهنتون هیئت د کابل پوهنتون کړنې او لاسته راوړنې د پام وړ یادې کړې او د دې علمي بنسټ برنامې یې ګټورې وبللې او د کابل پوهنتون ریاست زړه سوانده رهبري او کاري تیم څخه یې ستاینه وکړه. پدې ناسته کې د کابل پوهنتون او نړۍ وال بانک مسوولانو په ځینو علمي-څېړنیزو او د پروژو په پلي کېدو هم بحث وکړ او د پوهنتون د برنامو پر مخ وړلو کې یې د نړۍ وال بانک د زیاتو مرستو او همکاریو څخه خبر ورکړ.

همدارنګه د  کابل پوهنتون ستراتیژیکو برنامو ته په کتو خپل استقلالیت او په ځان بسیاینې لپاره د پوهنتون کیفي او کمي پراختیا لپاره خو په ځانګړې توګه د استادانو د ظرفیت لوړول، تکنالوژيکي اسانتیاوې، د څېړنې کلتوري پراختیا لپاره د مناسب بستر برابرول، د پوهې پنځونې او د پوهنتون د عاید منبع لپاره بنسټیزه اړتیا، د معیاري (سمارت) ټولګیو لپاره د مناسب ابتدايي بستر جوړول، په پوهنتون کې د حکومت جوړونې او الکترونيکي ادارې زمېنې تدارک یې نړۍ وال بانک ته د کابل پوهنتون ځانګړې وړاندیزونه وو او د نړۍ وال بانک له لوري په پوره پاملرنې واورېدل شول. هغوی د افغانستان د لوړو زده کړو سکتور او د دې هیواد له اکاډمیکو بنسټونو سره د نړۍ وال بانک راتلونکې همکاري په ځانګړې توګه کابل پوهنتون د یوې بااهمیته موسسې په توګه او د لوړ ظرفیت په درلودلو سره، چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به دوام ومومي په ټولو وړاندیز شوو برخو کې لازمې مرستې او اسانتیاوې برابرې کړې، چې د کابل پوهنتون له لوري ترې مننه وشوه.