په کابل پوهنتون کې د متوازنې پراختیا علمي کنفرانس جوړ شو

د هیواد د سلمې کلیزې په ویاړ له کابل پوهنتون سره په همغږي د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوري د متوازنې پراختیا علمي کنفرانس د روان کال د زمري میاشتې په ۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د سکتوري وزارتونو یو شمېر مرستیالانو او رییسانو، د کابل پوهنتون مرستیالانو، د جمهوري ریاست د چارو ادارې مسوولانو، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو، کارمندانو او محصلانو په ګډون د دې پوهنتون په مرکزي ايډیټوریم کې جوړ شو.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د کابل پوهنتون په استازيتوب د برنامې ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او د دې مهم علمي کنفرانس له جوړوونکو څخه مننه او ستاینه وکړه.

ښاغلي فاروقي د جهان د هستي او نظم، چې پدې خارق العاده پدیده کې د عدالت او برابري پر تاکید وویل، هېڅ چاره لکه د جابرو، ظالمو او مستبدو وګړو، ګروپونو، چې تاریخ د هغوی شاهد دی، له هغوی څخه بغیر د عدالت او برابري رعایت کولو څخه بل څه ندي پاتې او همدارنګه د نړۍ زیات لوی عالمانو او پوهانو پر برابري زیات تاکید درلود.

ښاغلي فاروقي وویل، چې د دولت په پراختیايي او پرمختیاوي برنامو کې توازن او برابري یو اړین نیاز او د ټولنیز ژوند مختلفې برخې جدي او دقیقې پاملرنې ته اړتیا لري. نوموړي په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له رهبري څخه د متوازنې پراختیا برخې ته د پاملرنې په خاطر او همدارنګه د علمي او اکاډمیکو برنامو څخه یې د هغوی له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه او ستاینه وکړه.

وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې سلاکار ښاغلي فردین هاشمي د متوازنې پراختیا په برخه کې د جمهوري ریاست د متوازنې پراختیا په هکله خبرې وکړي او د کابل پوهنتون ریاست له هر اړخېز ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

د دې برنامې په لړ کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی فرید الله فرهمند، د افغانستان د علومو اکاډمي مرستیال ښاغلي احمدشاه وردک او د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهندوی اسد الله صمدي هر یو په خپل وار سره د متوازنې پراختیا په هکله خپلې علمي مقالې "توسعه روستایی و نقش آن در توسعه افغانستان"،" انکشاف متوازن؛ مزایا و محدودیت‌ها" و " نقش مالداری و خدمات وترنری در انکشاف متوازن و کاهش فقر در افغانستان" تر عنوانونو لاندې د دې کنفرانس ګډون کوونکو ته وړاندې کړې.

د دې کنفرانس په دوهمه برخه کې د ټرانسپورټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالداري، داقتصاد وزارتونو مرستیالانو، د سړکونو ټرانسپورټ ادارې رییس د دې کنفرانس د پینلیسټونو په توګه په پیل کې د موضوع په هکله خبرې وکړې او وروسته یې د موضوع په هکله د برنامې ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.