په کابل پوهنتون کې "مناسبات افغانستان و آلمان بین سالهای 1919 – 1929 " کتاب مخکتنه وشوه

د روان ۱۳۹۸ کال د زمري میاشتې په ۸ نېټه "مناسبات افغانستان و آلمان بین سالهای 1919 – 1929 " د کابل پوهنتون استادې او د کډوالو چارو مرستیالې اغلې دکتورې عالمې لیکلی اثر او د ادبیاتو پوهنځي استاد ښاغلي پوهنوال غلام دستګیر بهبود ژباړلی او د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي ترکي ژبې او ادبیاتو په تالار کې د یوې ځانګړې برنامې په لړ کې د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، یو شمېر علمي، کلتوري او سیاسي څېرو، استادانو، کارمندانو او محصلانو په ګډون مخکتنه وشوه.

په پیل کې د دې علمي اثر لیکوالې اغلې دکتورې عالمې د دې برنامې ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او د دې علمي اثر په هکله یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون په استازیتوب د دې برنامې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او پدې علمي غونډه او د هیواد د علمي څېرو په منځ کې یې په خپل ګډون ویاړ او خوشحالي وښوده. ښاغلي فاروقي د کتاب او کتاب لوستنې په اهمیت او پدې اثر یې خبرې وکړې، زیاته یې کړه، حساس موقعیت او له هیواد د باندې په المان هیواد کې دا کتاب خپور شوی دی، دا د دې ښکارندویي کوي، چې دا کتاب په لوړو علمي معیارونو چاپ شوی او همدارنګه د څېړونکو تر منځ په ملي او نړۍ واله کچه له لوړ اعتبار او ځای څخه برخه مند دی او د دې کتاب ژباړه به هم تر زیاته د هیواد د څېړونکو او محصلینو د استقبال او پاملرنې وړ وګرځي.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په دوام وویل، که هر څومره استادانو او څېړونکو په کمو امکاناتو د رنګا رنګ علمي اثارو د څېړنې او خلق لپاره هڅې کړي دي، ولې پدې توګه او په افسوس سره په هیواد کې د جګړې کلونو کې په مختلفو برخو کې فرصتونه او غوره او زیاتې زمینې یې له افغانان اخیستي وې او دا د خوښي ځای دی، چې بیا هغه موقع برابره شوې تر څو لیکوالان فوق العاده مهمو او با ارزښته اثارو ته لاسرسی ولري.

د کابل پوهنتون رییس لیکوال او ژباړن ته د دې علمي اثر تخلیق او چاپ مبارکي ورکړه، هیله یې وښوده تر څو علاقه مندان وکولای شي د دې کتاب په لوستلو سره تر زیاته د افغانستان او المان له تېرو اړیکو څخه خبر شي. په پای کې ښاغلي فاروقي د هیواد د سلمې کلیزې مبارکي یې د برنامې ګډونوالو او د هیواد ټول ملت ته ورکړه.

له دې سره په ورته وخت اغلې مېرمن نادیې صالح، د سیاسي چارو کارپوه ښاغلي اجمل بلوچ زاده او د افغانستان د علومو اکاډمي غړي ښآغلي عبدالکریم رنجبر هم د دې موضوع په هکله خبرې وکړې او د دې اثر د تخلیق او چاپ یې لیکوال او ژباړن ته مبارک ووایه. همدارنګه د دې کتاب ژباړن ښاغلي پوهنوال غلام دستګیر بهبود د کتاب د لنډې تشریح د دې اثر د ژباړې انګېزه، د ژباړې په تاریخچې او ارزښت تر څنګ یې په علمي اړخونو هم خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د "مناسبات افغانستان و آلمان بین سالهای 1919 – 1929 " کتاب د اغلې عالمې د دکتورا تېزس دی، چې تر اوسه پورې درې ځلي په المان هیواد کې چاپ شوی او د لوستونکو په واک کې ورکړل شوی دی. اوس د هیواد د سلمې کلیزې په ویاړ دا کتاب په دري ژبه ژباړل او چاپ شوی او په هیواد کې خپلو لوستونکو او مینه والو ته ورکول کیږي.