په کابل پوهنتون کې د زمري ۷ د بیرغ ملي ورځې نمانځنه وشوه

د هیواد درې رنګه بیرغ زمونږ د ګرانو هیوادوالو د غرور، اقتدار او ویاړ نښه ده. پدې وروستیو کې د زمري ۷ نېټه د بیرغ ملي ورځې په نوم ونومول شوه. سږکال د بیرغ ملي ورځې د نمانځنې په درشل کې یو، د هیواد مختلفې ادارې او بنسټونه د دې تاریخي ورځې څخه په جلا مراسمو کې نمانځنه کوي. کابل پوهنتون د هیواد د لوی او تاریخي علمي او ملي بنسټ په توګه په داسې حال کې، چې ونې او دیوالونه یې د هیواد په ویاړلي درې رنګه بیرغ ښکلي شوي وو، خپل ملي او کلتوري رسالت تر سره کړ او لدې ویاړلې ورځې څخه یې د بیرغ په پورته کولو او رپولو نمانځنه وکړه.

یاد مراسم د روان کال د زمري میاشتې په «۷» نېټه د دوشنبې په ورځ د مازیګر په ۵:۲۸ دقیقې د پوهنتون د رهبري هئیت له لوري د کابل پوهنتون په انګړ کې د بیرغ په پورته کولو سره پیل شول او پدې مراسمو کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د پوهنتون ښاغلو مرستیالانو، د پوهنځيو رییسانو، د دې علمي بنسټ استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون کړی وو.

پدې برنامه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې مراسمو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل، د بیرغ  د ملي ورځې او د دې ورځې څخه د یادونې په هکله یې خبرې وکړې او د دې ورځې نمانځنه یې له هیواد سره مینه او عشق یاد کړ.

ښاغلي فاروقي د زمري اوومه د بیرغ ملي ورځ یې د ملي هویت او ملي ارزښت ورځ ونوموله ویې ویل، دا د دې سبب دی، چې نن په ټول هیواد کې د نرانو او ښځو په ګډون ځوانان او مشران مو د هیواد د درې رنګه بیرغ د نمانځنې جشن په پوره ویاړ سره جوړوي. د کابل پوهنتون د رییس په وینا بیرغ د ملي یووالي د سمبول په توګه د تاریخ له دورو څخه، چې په هیواد کې د یووالي سبب شوی دی او خپله د ملي یووالي لوی ارزښت دی، چې وګړي په ځانګړي توګه ځوانان او زړور امنیتي ځواکونه د همدې بیرغ لاندې د خپلې وینې د تویېدنې سره د خپل هیواد له میراث، ازادي او عزت څخه ساتنه او دفاع کوي او ازادي یې په تاریخ کې ثبت کړې.

ښاغلي فاروقي د هیواد درې رنګه بیرغ معرفي کړ، د بیرغ تور رنګ یې د تیارو ورځو سمبول، سور رنګ یې د تجاوز کوونکو پر وړاندې د دې ځمکې او هیواد د خلکو د وینې او قرباني سمبول او زمونږ د ګران هیواد د بیرغ شین رنګ د ښېرازی او راتلونکې ته د هیله مندي نښه ده. په پای کې ښاغي فاروقي د دې ورځې نمانځنه یې د دې هیواد د وګړو د حب الوطن احساساتو په څرګندولو کې اړینه وبلله او د دې مراسمو ګډون کوونکو او هیوادوالو ته یې د دې ورځې د مبارکي تر څنګ یې د دې برنامې له ټولو جوړوونکو څخه مننه او ستاینه وکړه.

له دې سره په خوا کې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی احمد ضیاء رفعت د هیواد د ملي بیرغ د تاریخچې او تکاملي سیر په اړه پرېزنټیشن وړاندې کړ، په خپل وار سره د هیواد بیرغ یې له هغو لومړیو ورځو تر اوسني وخت پورې د دې مراسمو ګډون کوونکو ته معرفي او د هغې په هکله یې هر اړخیز معلومات ورکړل.

د بیرغ د ملي ورځې د درناوي په خاطر جوړ شوي مراسم د ملي او هیوادنیو ترانو په غږولو سره د ګډون کوونکو د لا خوښې او خوشالي سبب شول. د بیرغ د ملي ورځې په اړه جوړ شوي مراسم د ماښام په ۷ بجو د هیواد د پراختیا او پرمختیا او سراسري سولې د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.