په کابل پوهنتون کې د هیواد د ولسمشر جلالتمآب ښاغلي دکتور محمد اشرف غني د تالیفي اثر «د ناکامو دولتونو رغاونه» کتاب مخکتنه وشوه

کابل پوهنتون کې د روان کال د زمري میاشتې په ۶ نېټه تر غرمې وروسته په ۱:۳۰ بجه د جلالتماب ښاغلي محمد اشرف غني او د هغه د همکارې اغلې کلیر لاکهارت د تالیفي اثر «د ناکامو دولتونو رغاونه»، چې په ۹ څپرکو او ۳۱۰ مخونو کې لیکل شوی او د ښاغلي څېړونکي ډاکټر نظام الدین کټوازي ژباړلی دی، مخکتنه وشوه. دا برنامه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترکي ډيپارتمنټ په تالار کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، علمي، کلتوري او سیاسي څېرو، څېړونکو، پوهانو د پوهنځی د رییسانو او محصلانو په شتون کې جوړه شوه او  دا برنامه له با ارزښته ویناوو سره مله وه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې برنامې د لومړي ویناوال په توګه د کابل پوهنتون په استازیتوب د برنامې درنو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او د هیواد په علمي او معتبره بنسټونو لکه کابل پوهنتون کې د ورته علمي، تاریخي او اکاډمیکو برنامو جوړولو باندې یې خوښي وښوده. ښاغلي فاروقي دا ډول علمي برنامي د اکاډمیکو بنسټونو او پوهنتونونو مسوولیت وښوده ویې ویل، د کابل پوهنتون ویاړ لري، چې تل د ورته برنامو کوربه او ملاتړ کوونکی دی.

ښاغلي فاروقي د کتاب او د هغه د اهمیت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې کتاب د علم او پوهې د لېږد تر ټولو غوره وسیله ده، چې له یو نسل څخه بل نسل ته یې کوي. نوموړي زیاته کړه، چې په تېر وخت کې زمونږ په هیواد کې تالیف او ترجمې بهیر زیات په کراره وو او اوس د خوشالی ځای دی، چې دې نکتې ته د هیواد د عالمانو او اکاډمیکو بنسټونو پاملرنه شوې او د تالیف او ترجمې رنګارنګ مرکزونه جوړ شوي دي او دا بهیر د غوره کېدو په لوري روان دی.

ښاغلي فاروقي وویل کابل پوهنتون د دې علمي بنسټ د توانمندو استادانو په ملتیا باوري دی تر څو په ملي، سیمه ییزه او نړۍ والو معیارونو د تالیف او ژباړې وضعیت په غوره والي کې خپل مسوولیت تر سره او دا نیمګرتیا له منځه یوسي او د دې تعهد مهمه نکته په کابل پوهنتون کې علمي- څېړنیزې مجلې دي، چې په معیاري، لوړ کیفیت او ارزښت اماده او په دوامداره توګه خپريږي.

د کابل پوهنتون رییس د کتاب په اړه وویل، چې د دې کتاب یو له ځانګرتیاوو څخه د ناکامو دولتونو او حکومتونو د ماتې د اغېزو څېړنه او هغو ته حل لارې وړاندې کول په ګوته شوي، د اندونو او تفکرونو ټولګه ده، چې باتجربه لیکوالانو ناکام حکومتونه پکې څېړلي او هغوی ته یې حل لارې وړاندې کړي، د ستونزو او ناکامیو څخه د خلاصون لپاره کولای شي د هیوادونو لپاره د یوې غوره سرچینې په توګه وشمېرل شي. نوموړي په پای کې د ولسمشر اشرف غني او همکارې مېرمن کلیر لاکهارت څخه د دې کتاب د لیکلو، ژباړن او د دې برنامې له جوړوونکو څخه مننه وکړه.

وروسته څېړونکي ښاغلي حداد کتاب معرفي کړ او د کتاب په هکله یې خپل معلوماتو د برنامې له ګډونوالو سره شریک کړل. د دې کتاب څېړونکي ژباړونکي ښاغلي ډاکټر نظام الدین د دې برنامې د بل ویناوال په توګه دا کتاب زیات وڅېړه او ویې ویل، یو له مهمو دلایلو، چې نوموړی د دې کتاب ژباړن واوسي د افغانستان او نړۍ هیوادونو تر منځ زیات علمي، اقتصادي او ټولنیز واټن او زمونږ د هیواد د نورو مخ پروده هیوادونو سره د ډول- ډول ستونزو او ننګونو پرتله وه، چې دې کتاب کې د هغو کمیو له منځه وړل او فاصلو کمول ذکر شوي دي. نوموړي اشاره وکړه تر ممکنې اندازې د دقیقې ژباړې او په انګلیسي ژبه د لیکل شوي اصل مطابق یې هڅه کړې ده. د دې برنامې په دوام درې نور ویناوال هر یو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهنمل بریالي حکیمي، ښاغلي څېړونکي سرور احمدزي او د دې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار اجمل کاکړ هم له دې کتاب څخه خپلو اخیستنو ته اشاره وکړه او د دې کتاب د ښېګڼو په غوړېدا او نواقصو له منځه وړلو یې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې دا کتاب په ۲۰۰۸ ز کال کې د لندن اکسفورډ پوهنتون له لوري خپور شوی او اوس د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پښتو ژبې ته وژباړل شو او د سروش خپرندوی له لوري چاپ شو.