په کابل پوهنتون کې د دیموګرافي اساساتو ښوونیز کورس جوړ شو

د کابل پوهنتون او د هیواد نورو ادارو کارکوونکو لپاره د دیموګرافي اساساتو په هکله یو اوونیز ښوونیز کورس جوړ شو. دا ښوونیزه برنامه له کابل پوهنتون سره په همغږي د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق«UNFPA» په مالي او تخنیکي همکاري جوړه شوه. د دې برنامې پرانیسته د روان کال د زمري میاشتې په «۶» نېټه د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د اقتصاد پوهنځي سرپرست ښاغلي پوهنیار امیر حمزه اسلمي، د مختلفو ملي او نړۍ والو ادارو استازو او د اقتصاد پوهنځي استادانو په ګډون د یاد پوهنځي په تالار کې جوړه شوه.

د برنامې په پیل کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس د دې برنامې ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او د دې ډول برنامو په جوړولو کې یې د کابل پوهنتون او «UNFPA» دفتر له همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي هم د دې برنامې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د دې برنامې د جوړېدو د اهمیت تر څنګ یې د دې ډول ښوونیزو برنامو جوړول یې د دولتي ادارو کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې ګټورې او اغېزمنې یادې کړې. ښاغلي فاروقي په تصمیم نیونه کې شمېرې او احصائیه څه که په وړه او یا لویه کچه وي مهمه او اغېزمنه وبلله او هغه یې د دولتونو اوحکومتونو له چوکاټونو څخه بهر، د خصوصي برخو د فعالېدو او حتی د ټولنې د وګړو لپاره یې هم مهمه ګټوره او اړینه یاده کړه.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په افغانستان کې د منظمې او معیاري سر شمېرنې په برخه کې د حساب او نفوسو د دقیق کولو په برخه کې ستونزې شته او هر وخت د جدي ستونزو د برسېره کېدو سبب شوي، پدې توګه د دې ښوونیزې برنامې جوړول او هیواد کې د دیموګرافي برخې کارمندانو د برخې د کارکوونکو تر منځ د ظرفیت د لوړولو او پراختیا لپاره هڅې مهمې دي. نوموړي په پای کې د دې برنامې له ګډونوالو څخه وغوښتل تر څو د دې ښوونېزې برنامې د مطالبو د یادونې لپاره دقیقه پاملرنه وکړي تر څو د دې پنځه ورځینۍ دورې وروسته وکولای شي په اړوندو ادارو کې په دیموګرافي پورې تړلو چارو کې وکولای شي د خدمت مصدر شي او پدې برخه کې تر ممکن حده اړتیاوې پوره کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا ښوونیز کورس د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په ابتکار او وړاندیز او د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق «UNFPA» په مالي او تخنیکي همکاري پدې پوهنځي کې جوړ او د پنځه ورځو لپاره به دوام ولري.