د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ لسمه دوره محکمه جوړه شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۳۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د حقوقي ستاژ د تمثیلي محکمې د لسمې دورې مبتکر او کوربه وو. دا محفل د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د افغانستان اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون رییس ښاغلي قانونپوه محمد قاسم هاشمزی، د لویې څارنوالي مرستیال ښاغلي قانونپوه نورحبیب جلال، د افغانستان د اسلامي دولت د سترې محکمې د قضايي زده کړو رییس ښآغلي دکتور عبدالله عطايي، د عدلیې وزارت د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې رییس ښاغلي عزت الله جویا، د لویې څارنوالي د جندر رییسې اغلې لیدا حیدري، د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز رییس ښاغلي پوهندوی محمد کریم امیرزوی، د دې پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو، کارمندانو او د حقوقو او شرعیاتو رشتو محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون په مرکزي تالار کې جوړه شوه.

محفل د قرآن پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل او ملي سرود وغږول شو، د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز رییس ښاغلي پوهندوی محمد کریم د برنامې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د دې برنامې د جوړېدو په څرنګوالي خبرې وکړې او هغه یې د محصلینو د ظرفیت، مسلکي او تخصصي کچې لوړولو په برخه کې ګټوره او اغېزمنه یاده کړه.

وروسته ممثل محصلین د قضايي هئیت، مدافع وکیل او د دعوا لورو ځایونو ته لاړل او د یو شخص د تخیلي قتل قضیې په اړه یې په تمثیلي محکمه پیل وکړ او د تیارې شوې سناریو مطابق یې خپل رول په بریالیتوب سره تر سره کړ.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې برنامې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د محصلینو تمثیلي محکمه یې د اهمیت وړ، سنګینه او قانع کوونکې یاده کړه او ټولو ترتیب کوونکو په ځانګړې توګه یې ممثل محصلینو ته د دې برنامې مبارکي ورکړه.

ښاغلي فاروقي وویل: د عدلي او قضايي بنسټونو او د قضايي زده کړو مرکزونو د بشري ځواک مسلکي او تخصصي ځواکمنتیا تر دې حده رسېدلې، چې په راحتي کولای شي دا ډول برنامې پر مخ یوسي او په ټولنه کې د قانونیت او عدالت د تحکیم د تامین اړتیا تمثیل کړي.

ښاغلي فاروقي د تمثیلي محکمې د جوړېدو او د هغې په رول خبرې وکړې او هغه یې د دې علمي بنسټ د حقوقي زده کړو مرکز د برنامو له ډلې څخه یادې کړې، ویې ویل: تمثیلي محکمې د هغو لپاره مهمې دي، چې هغوی یې په محکمو او عدلي او قضائي ادارو کې دندې تر لاسه کوي زیاتې ګټورې وبللې او د هغوی په خپلو دندو او مسوولیتونو کې د استدلال قوه پیاوړی او منطقي بیان ته ګټه رسوي. د ښاغلي فاروقي په وینا تمثیلي محکمې د لویې څارنوالي، سترې محکمې، عدلیې وزارت او نورو ذیربطو ادارو تر منځ نژدې اړیکې لري او د هغوی تر منځ فاصلې نژدې کوي او لدې لارې د عدالت تآمین او ښې حکومتداري لپاره زمینه برابروي.

نوموړي د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د حقوقي زده کړو ملي مرکز شتون اړین وښوده او هغه یې یواځینۍ مرکز یاد کړ، چې له شته وړتیاوو څخه په ګټه اخیستنه کولای شي د عدلي او قضايي برخې مسوولین د ښې حکومتوالي وړاندې کولو برخه کې وروزي. نوموړي ښه حکومتوالي د عدالت په تامین پورې تړلې وښوده زیاته یې کړه، چې مسلکي، متخصصو او متعهدو کسانو شتون د عدالت د تامین سبب او د عدالت تامین د ښې حکومتوالي سبب کیږي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام محصلین یې د ملي هویت د بقا او د ښې حکومتوالي د عزت او ساتنې مامورین او سرتېرې یاد کړل ویې ویل: نیکمرغه یو، چې د سترې محکمې، عدلې وزارت، لوی څاروالي او نورو عدلي او قضايي بنسټونو کې د تېر په پرتله وضعیت ښه شوی، خو هغه یې کافي ونه باله.

ښاغلي فاروقي هیله وښوده، چې وکولای شي محصلینو او قضايي ستاژرانو لپاره غوره او اغېزمن رول لپاره زمینه برابره کړي او اړوندو برخو ته یې وړاندیز وکړ تر څو د شرعیاتو پوهنځي او حقوقو پوهنځي او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په کچه دا ډول رقابتي برنامې جوړې کړي. په پای کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز له بنسټ ايښودونکو او ملاتړ کوونکو څخه مننه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون رییس ښاغلي قانونپوه محمد قاسم هاشمزي، د لویې څارنوالي مرستیال ښاغلي قانونپوه نورحبیب جلال، د سترې محکمې د قضايي زده کړو رییس ښاغلي دکتور عبدالله عطايي، د عدلیې وزارت د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې رییس ښاغلي عزت الله جویا او یو څو تنو نورو په ټاکلې موضوع خبرې وکړې او د دې برنامې د جوړېد په برخه کې یې د کابل پوهنتون څخه د مننې تر څنګ ستاژرانو او د دې تمثیلي محکمې قضايي هئیت او همدارنګه اړوندو ادارو ته د ارزښت وړ نقادانه لارښووني وکړې.

د یادونې وړ ده، چې تمثیلي محکمه له کلنو راهیسې په کابل پوهنتون او د هیواد په نورو پوهنتونونو کې شتون لري، چې اوس د شرعیاتو او حقوقو څانګو محصلین د عملي او تمثیلي مهمو کارونو لپاره ورڅخه ګټه پورته کوي. لسمه دوره تمثیلي محکمه هم د محصلینو د عملي تجربو د شریکولو لپاره په لاره اچول شوې وه، چې د دې ډول برنامو جوړول کولای شي محصلین د خپلو مسلکي مسایلو له پټو او ښکاره اړخونو سره اشنا او هغوی د عدلي او قضايي سکتور د کار بازار ته اماده کړي.