په کابل پوهنتون کې «افغانستان د فارسي-دري ژبې زانګو» تر عنوان لاندې درېمه دوره علمی سمینار جوړ شو

د بریتانیا څخه د هیواد د ازادي د سلمې کلیزې اخیستو په ویاړ، اوس د هغې ورځې په تاریخي سلمې کلیزې کې واقع یو. دولتي او خصوصي لوی او واړه بنسټونه د دې لویې تاریخي ورځې د نمانځنې په موخه په ټول هیواد کې رنګا رنګ برنامې تر لاس لاندې لري. د دې برنامو له ډلې څخه یوه هغه یې « افغانستان د فارسي-دري ژبې زانګو» ده، چې د جمهوري ریاست ارګ، د افغانستان د علومو اکاډمي، د کابل پوهنتون او د هیواد د سلمې کلیزې د جوړولو کمیسون له لوري په کابل کې د درې ورځو لپاره جوړ شو.

د دې علمي سیمنار پرانیسته د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۷ نېټه د پنجشنبې په ورځ د جمهوري ریاست ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د کابینې غړو، د دولت لوړ پوړو چارواکو، څېړونکو، پوهانو او د پوهنتون استادانو په ګډون جوړه شوه. دوهمه دوره یې د افغانستان علومو اکاډمي کې او درېمه او پای یې په کابل پوهنتون کې د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، دولتي چارواکو، علمي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزو څېرو، د هیواد او ګاونډیو هیوادونو د پوهنتونونو استادانو او محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په تالار کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې علمي سمینار د پای د ورځې د لومړي ویناوال په توګه د خپلو خبرو په پیل کې د کابل پوهنتون جنوبي دروازه کې د یو دردوونکي برید له امله، چې زمونږ د یو شمېر هیوادوالو د شهیدېدو او ټپي کېدو سبب شو، د تسلیت مراتب وړاندې کړل، په دوام یې د ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې، کلتوري لوی سلاکار همدارنګه د کابل پوهنتون استاد او د دې علمي سمینار د کمیسیون رییس ښاغلي پوهاند محمد حسین یمین، رییسه هئیت او د جوړولو د لوی کمیسیون غړو څخه یې، چې د دې علمي سمینار د جوړېدو په برخه کې یې د ارزښت وړ هڅې کړي مننه او ستاینه وکړه.

ښاغلي فاروقي د دې سمینار جوړېدل په هیواد او سیمه کې یو لوی علمي او تاریخي عمل یاد کړ ویې ویل: د هیواد علمي ټولنه د دولت له رهبري په ځانګړې توګه د ولسمشر څخه د دې برنامې د جوړېډو د وړاندیز د منلو او امکاناتو د ورکړې ستاینه وکړه، له ټولو پوهانو او استادانو څخه، چې د دې علمي سمینار په ترتیب او مقالو په وړاندې کولو کې یې هڅې او کوښښونه کړي او د هیواد د علمي بنسټونو څخه، چې په فعاله توګه یې پدې علمي سمینار کې ګډون وکړ مننه او ستاینه وکړه.

ښاغلي فاروقي په هیواد کې د ارزښتونو او ارزښت ورکونې ته نه پاملرنه په برخه کې څلويښت کلنې کورنۍ جګړې او له یاده ویستل یې اصلي دلایل یاد کړل زیاته یې کړه: ژبه د دې ټولنیزې مهمې وسیلې په توګه کولای شي د همپالنې د یو مهم عامل په توګه، له هغه څخه د ملي هویت، د کلتوري ارزښتونو لومړیتوب او د ملي، سیمه ییزو او نړۍ والو ارمانونو تامین په توګه وښوده.

د ښاغلي فاروقي په وینا د هیواد د اکاډمیکې ټولنې یو له جدي مسوولیتونو څخه د ټولنې د تخریبۍ، تضاد، تاوتريخوالي محوره او تعصبي مسایلو له منځه وړل او د تساهل او تساحل ارزښتونو ته پاملرنه کول دي.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د کابل پوهنتون له لوري د دې برنامې جوړوونکو ته د دې ډول علمي او ارزښت لروونکو برنامو د جوړولو په برخه کې د هر ډول همکاریو اعلان وکړ او ګډونوالو او د علمي-څېړنیزو مقالو لووستونکو ته یې د بریالیتوب هیله وښوده.

پدې سمینار کې د مرکز او ولایتونود پوهنتونونو ۱۲ تنو استادانو د موضوع اړوند خپلې لیکلې مقالې په خپل وار سره ولوستې او د برنامې ګډونوالو پوښتنو ته یې ځواب ووایه او وړاندیزونه یې واورېدل.

د یادونې وړ ده، چې د دې سمینار جوړونکي د پاړسي- دري۱۶ عنوانه کتابونه، چې د هغو له ډلې څخه یې یو شمېر د لومړي ځل لپاره چاپ شول او د هغو له ډلې څخه یې یو شمېر کم پیدا شوي هم د دوهم ځل لپاره چاپ شول او په پام کې ده لوستونکو ته د لوستلو لپاره ورکړل شي. دا درې ورځینۍ علمي سمینار د هیواد د ازادي د سلمې کلیزې په ویاړ د جمهوري ریاست د چارو ادارې په مرسته او ملاتړ له سلامخانې ماڼۍ څخه پیل او نن د چنګاښ میاشتې په ۲۹ نېټه د شنبې په ورځ په بریالیتوب سره په کابل پوهنتون کې د سلګونو تنو پوهانو، څېړونکو، محصلینو او د علم او پوهې مینه والو په ګډون د مازیګر په ۳ بجو د هیواد د ابادي او علمي او کلتوري ارزښتونو تلپاتې کېدو په دعا کولو سره پایته ورسېده.