د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر ساکار وزیر د کابل پوهنتون په دروازه کې د ځانوژونکي برید ټپیانو د حال پوښتنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په علي آباد روغتون د ځانوژونکي برید ټپیانو څخه، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۸ نېټه د جمعې په ورځ د دې پوهنتون په دروازه کې وشوه، د هغوی د حال پوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د سترې محکمې د عالي شورا غړي او د جزا دیوان رییس ښاغلي دیوانپوه محمد زمان سنګري، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي دکتور احمد سیر مهجور، د ازموینو ملي ادارې رییس ښاغلي پوهاند عبدالقدیر خموش او د هیواد د یو شمېر ادارو لوړ پوړو چارواکو هم شتون درلود. د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د برید د قربانیانو څخه د لیدنې او احوال پوښتنې تر څنګ یې د دې برید مسوولین وینې تویونکي، جاهل او نادان وبلل، زیاته یې کړه: دښمن، چې سپېڅلو علمي او تحصیلي ځایونو ته درناوی نلري او تل په هیوادوالو باندې بریدونه کوي، د بشریت دښمن او جاهل دي، چې  د هیواد پرمختګ د لیدو توان نلري. نوموړي د یاد روغتون له مسوولينو څخه د ناروغانو د صحت ښه والي ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه تر څو هغوی ژر روغ او خپل عادي ژوند ته وګرځي.

دا چاودنه د سهار په ۷:۱۵ دقیقو په داسې وخت کې وشوه، چې د قضايي ستاژ برنامې د ازموینې داوطلبان کابل پوهنتون ته د ننوتو په حال کې وو، په خواشنيۍ سره پدې برید کې ۸ تنه بې ګناه هیوادوال مو شهیدان او ۳۳ په شاوخوا کې نور ټپیان شول.

کابل پوهنتون د هیوادوالو د شهادت او ټپې کېدو په اړه خپل ژور خفګان څرګندوي او د شهیدانو کورنیو ته خپل تسلیت او د غمشریکي مراتب وړاندې کوي او ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا هیله لري، یو ځلي بیا دا وحشي عمل، چې د هیواد د قسم خوړلو دښمنانو بې رحمانه عمل محصول دی په شدیدترینو الفاظو غندي.