په کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ یو دېرشمه دوره او طبي اختصاصي ازموینې واخیستل شوې

د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۸ نېټه کابل پوهنتون د سترې محکمې قضايي ستاژ او د افغانستان د طبي عالي شورا اختصاصي او د روغتیا وزارت د ازموینو د ۱۳۰۰۰ داوطلبانو کوربه وو. د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون په تالار کې د پرانیستې مراسمو په پیل کې د سترې محکمې لوړ پوړي هئیت، د عامې روغتیا وزارت، د افغانستان طبي شورا، د ازموینو ملي ادارې او په کابل پوهنتون کې د دې ازموینې داوطلبانو ته ښه راغلاست وویل او ځوانان یې د هیواد د راتلونکې هیلې یادې کړې او قضايي ستاژ او طبي اختصاصي ازموینه یې د داوطلبانو د ظرفیت په لوړولو او د هیواد قضايي سکتور او طبي حوزې په اغېزمنتیا کې مهمه وبلله.

ښآغلي فاروقي په خپلو خبرو کې وویل، چې دولت په ازموینه کې د روڼتیا او سلیقو په پام کې نه نیولو لپاره هڅه کړې ده او زیاته یې کړه، د ازموینو ملي اداره په تېرو څو ازموینو کې معیاري، راڼه او د منلو وړ ازموینې په اخیستو کې خپله وړتیا ښودلې او د دې ادارې له مسوولینو څخه یې مننه وکړه.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې دولت او د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري تر څو په ورته برنامو کې د ځوانانو ګډون زیات کړي او داوطلبانو ته یې وعده ورکړه، چې په نژدې راتلونکې کې کابل پوهنتون د ۱۶ ماسټري برنامو تر څنګ به لوړې تحصیلي برنامې د PhD  په کچه په لاره واچوي تر څو ځوانان وکولای شي خپل تخصص زیات، علمیت او ظرفیت لوړ کړي.

وروسته د سترې محکمې د عالي شورا غړی او د جزا دیوان رییس ښاغلي دیوانپوه محمد زمان سنګري، د افغانستان د طبي شورا رییسې اغلې نسرین اوریاخېل او د ازموینو د ملي ادارې رییس ښاغلي عبدالقدیر خموش د دې برنامې نور ویناوال وو او په خپل وار سره یې د کابل پوهنتون له ریاست او نورو لوړ پوړو دولتي استازو او د دې ازموینې دواطلبانو څخه مننه وکړه او دا ازموینې یې په هیواد کې د قضايي او روغتیا حوزې تخصصي کېدو لپاره غوره برنامې وبللې.

د قضايي ستاژ په یو دېرشمه دوره ازموینه کې ۹۵۵۰ تنو (۷۷۰۰ ذکور او ۱۸۵۰ اناثو) داوطلبانو او د طبي اختصاصي ازموینې په لومړی دوره کې  ۳۴۵۰ تنو ( ۲۲۹۸ ذکور او ۱۱۵۲ اناثو) داوطلبانو، چې ټول ۱۳۰۰۰ تنو شاوخوا کیږي، د ټول هیواد څخه د حقوقي ستاژ دوه کلنې دورې او د روغتیا وزارت اختصاصي طبي لومړی دوره کې ګډون کړی وو تر څو وکولای شي تر فراغت وروسته تخصصي دندو باندې وګمارل شي. د یادونې وړ ده، چې دا ازموینه د کابل پوهنتون او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون کې واخیستل شوه.

په پای کې د پوښتنو صندوق د حاضرینو له لوري پرانیستل شو او په رسمي ډول ازموینه پیل شوه او د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر له نورو ذیربطو دولتي لوړ پوړو چارواکو سره په ګډه د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه او په ورته وخت کې یې هغوی ته په ازموینه کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.