داردُن شاهي هیواد په سیمه ییز کنفرانس کې د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي دوه تنو استادانو ګډون وکړ

د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي د پاراکلینيک ډیپارټمنټ له ملي او نړۍ والو بنسټونو سره د څارویو روغتیا او عامه روغتیا په برخه کې د همغږي او همکاري د جوړېدو لپاره هڅه کړې ده او پدې وروستیو کې دا هڅې زیاتې شوي دي. پدې توګه د دې ډیپارټمنټ او د اردن هیواد د ساینس او ټکنالوژي پوهنتون تر منځ د بین البیني اړیکو پر بنسټ د یاد پوهنتون له لوري د دې ډیپارتمنټ دوه تنو استادانو ته بلنلیک واستول شو تر څو په سیمه ییز درې ورځیني د ریفت وادي (RVF) په نوم د زنوز ویروسي ناروغیو په اړه ورکشاپ کې ګډون وکړي.

دې ورکشاپ کې د ګډون په موخه د پاراکلینيک ډیپارټمنټ امر ښآغلي پوهندوی داکتر اسد الله صمدي او د دې ډیپارټمنټ غړي ښاغلي پوهنوال دکتور احمد جان ابي د روان کال د غبرګولي میاشتې له ۱۸ – ۲۳ پورې پدې ورکشاپ کې ګډون وکړ. پدې ورکشاپ کې د افغانستان سربېره د مصر، الجزایر، تونس، فلسطین، ترکیې او خپله د کوربه هیواد اردن استازو هم شتون درلود او خپلې مقالې او څېړنې یې ولوستلې.

پدې درې ورځينې ورکشاپ کې د ساري ناروغیو په ځانګړې توګه د زونوز ناروغي په اړه د ګډون کوونکو تر منځ بحث وشو او وعده وشوه، چې دوست هیوادونه به له افغانستان سره په ګډې پدې برخه کې پروژې تر سره کوي، ځکه ساري ناروغی پوله نه پېژني.

د دې ورکشاپ کلي قاعده پدې ډول وه، چې ریفت وادي تبې او ورته ناروغیو په هکله د هر هیواد وګړی باید د خپل هیواد کلي وضعیت باندې رڼا واچوي، چې د افغانستان په استازیتوب ښاغلي پوهندوی صمدي یو هر اړخیز پرېزنټېشن وړاندې کړ او د ګډون کوونکو د پاملرنې وړ وګرځېد.

پدې توګه د دې ناروغي په هکله د عراق، ترکیې او ایران څخه راپورونه خپاره شوي دي او دا د انسانانو او څارویو لپاره یوه خطرناکه او وژونکي ناروغي ده، په دې توګه د نړۍ والو موسسو د پاملرنې وړ کرځېدلې او افغانستان هم د محور ټکی ګرځېدلای دی.

د افغانستان د ټیم په وړاندیز د RVF ناروغي او د زونوز ناروغي او یوه بله، چې د کریمیان کونګو وینه ورکوونکې تبه، چې په دې وروستیو کلنو کې یې انسانان له منځه وړي دي، د تمویل په موخه په ګډه یو پروپوزل واستول شي، چې ډاکټر صمدي دا پروپوزل GHD/EMPHNT موسسې ته واستوه او د هغوی له لوري تائید شو او تر لوی اختر مخکې پدې برخه کې به په افغانستان کې یوه څېړنه تر سره او د دې څېړنې مالي لګښت به د GHD/EMPHNT موسسې په غړه وي.