د کابل پوهنتون کارکوونکي دهیواد یوه وړه ولي مهمه او اغېزمنه ټولنه ده

دا خبره د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د دې پوهنتون اداري امرینو، عمومي مدیرانو، تدریسي کارکوونکو او امنیتي مسوولینو سره په جلسه کې د دې بنسټ د علمي شورا د ناستو په تالار کې وکړه.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون ښاغلي رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې علمي بنسټ د کارونو او چارو پرمخ وړلو کې د دې پوهنتون کارکوونکي یوه وړه ولې اغېزمنه او مهمه ټولنه یاده کړه او هغوی یې د یوې باعزته کورنۍ غړي یاد کړل. ښاغلي فاروقي د دې پوهنتون د کارکوونکو څخه په نیکي یادونه وکړه او د اکاډمیک باور لیک سند د اخیستو لپاره یې د دوی له کوښښنو او زحمتونو څخه په ملي کچه ستاینه او مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون لپاره د باور ورکونې سند تر لاسه کول یو لوی تاریخي ویاړ وباله او زیاته یې کړه، چې هیواد مو په یو تاریخي حساس پړاو کې ځای لري، د دې علمي بنسټ رهبري هئیت او کارکوونکي د یوې وړې اما مهمې او اغېزناکې ټولنې په توګه پدې حساس او تاریخي پړاو کې مهم او اغېزمن رول لري. نوموړي د دې علمي بنسټ له ټولو کارکوونکو وغوښتل تر څو یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د دندې، خلکو او هیواد پر وړاندې زیات د مسوولیت احساس او تر پخوا څخه اغېزمن، قانوني او ګټور رول ترسره کړي، همدارنګه د دې علمي بنسټ او پوهنتون د عزت، مادي او معنوي ارزښتونو څخه ساتنه او د وسایلو، اجناسو او سامان الاتو څخه په څارنه یې تاکید وکړ.

وروسته د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنمل محمد رضا فرزام هم د پوهنتون اداري، انضباطي او تنظیمي چارو ته په اشاره له کارکوونکو وغوښتل، چې لایحې ته په کتو خپلې دندې پر مخ یوسي او خپلو کارونو ته چټکتیا ورکړي.

پدې ناسته کې د دې پوهنتون د یو شمېر ادارو امرینو او کارمندانو هم د کابل پوهنتون رهبري هیئت او د ناستې حاضرینو سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، ډاډ یې ورکړ، چې تل هڅه کوي خپلې دندې په سمه او خپل وخت سره تر سره کړې.

 یاده ناسته د هیواد او هیوادوالو لپاره د خیر او ښېګڼې په غوښتلو پای ته ورسېده.