په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو پراختیايي برنامې «HEDP» ریاست په همکاري د هیواد د پوهنتونونو لابرانتونونو لپاره ښوونيزه برنامه جوړه شوه

د مرکز او ولایتونو پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کیمیا، فزیک، بیولوژي او انجنیري پوهنځیو د تکنیشنونو، لابرانتونونو او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ښوونیزه برنامه له کابل پوهنتون سره په همغږي او همکاري د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي برنامو «HEDP» ریاست له لوري پدې بنسټ کې جوړه شوه.

دا برنامه د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل د ابو علي سینا طبي پوهنتون سرپرست ښاغلي پوهاند دکتور شمس الرحمن رحماني، د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي برنامو رییس ښاغلي نور احمد درویش، استادانو، کارکوونکو او د لابراتوارونو مسوولینو په ګډون د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړه شوه او په پام کې ده د ګډون کوونکو لپاره په لابراتوار برخه کې لازم موارد په کابل پوهنتون او کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون کې ورته تدریس شي.

پدې برنامه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د کابل پوهنتون په استازیتوب د دې ښوونیز پروګرام ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د کارکوونکو لپاره د داسې مسلکي ښوونیزو برنامو جوړولو په اهمیت باندې د خبرو تر څنګ یې په علمي بنسټونو کې د لابراتوارانو مسوولینو ظرفیت یې د یوې جدي اړتیا په توګه یاد کړ. ښآغلي فاروقي د دې برنامې په هکله د کابل پوهنتون په کوربه توب خوښي ښودلو تر څنګ یې د دې برنامې جوړوونکو څخه مننه وکړه. د پوهنتونونو د لابراتوارونو د برخې د کارمندانو په تخصصي کولو، روغتیا او حفظ الصحې ته پاملرنه، د دې برخې د کارکوونکو کاري اخلاقو ته پاملرنه او وسایلو او سامان الاتو ساتنې او څارنې پر مدیریت یې تاکید وکړ.

نوموړي د لابرانتونو د ظرفیت په لوړولو کې د دې برنامې جوړول مهم وبلل، هیله یې وښوده، چې هغوی په کابل پوهنتون او د  کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون کې د لس ورځينۍ ښوونیزې برنامې څخه وکوالی شي زیاته ګټه پورته کړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي برنامو «HEDP» رییس ښاغلي نور احمد درویش دا ښوونیزه برنامه تشریح کړه او دا برنامه یې د ورکشاپ ګډونو کوونکو لپاره ګټوره یاده کړه. د کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون ریاست سرپرست ښاغلي دکتور پوهاند شمس الرحمان رحماني د دې محفل د بل وینا وال په توګه د کابل پوهنتون تر څنګ یې د خپل پوهنتون له لوري هم د امادګیو خبر ورکړ او د دې ښوونیزې برنامې ګډون کوونکو د عمل په ريښتینولي یې تاکید درلود.

د یادونې وړ ده، چې یاده ښوونیزه برنامه د کابل پوهنتون په ساینسي علومو او د کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون کې به د لسو ورځو لپاره دوام ولري او په هغه کې د لابراتوار په برخه کې ګډون کوونکو لپاره اړین موارد ښوول کیږي.