په کابل پوهنتون کې د ماشومانو نړۍ والې ورځې نمانځنه وشوه

کابل پوهنتون کې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۳ نېټه د ماشومانو د نړۍ والې ورځې په هکله مراسم جوړ شوي وو، چې پدې مراسمو کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د دې پوهنتون مرستیالانو او د وړکتون آمریت مسوولانو ګډون کړی وو.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د هیواد ماشومانو لپاره زیاته او تخصصي پاملرنې زمینې برابرېدل او د دې وړکتون کارکوونکو په حوصلې خوښي وښوده او د ماشومانو اړتیا ته په کتو یې د هغوی درسونو او لوبو په برابرولو تاکید وکړ. ښاغلي فاروقي ماشومان زمونږ د ټولنې او هیواد د راتلونکي وارثین یادکړل او د وړکتون له مسوولینو یې وغوښتل، چې د دې وړکتون ماشومانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې په پوره حوصله، په څانګړې مسلکي او مورنۍ مهرباني سره پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د وړکتون اغلې امرې د کابل پوهنتون ریاست ته وړاندېزونه وکړل او تر څنګ یې د دې بنسټ له رهبري هئیت د همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړه.

پدې برنامه کې د یاد وړکتون ماشومانو د ستاینې وړ ښکلې هنري او کلتوري برنامې هم تر سره کړې، چې د دې مراسمو د ګډونوالو د خوښې او علاقې وړ وګرځېدې.

په پای کې د دې وړکتون ماشومانو ته د ریاست له لوري په پام کې نیول شوې ډالۍ وویشل شوې.