د بلوچستان کوټې ښار ته د کابل پوهنتون د ( Ph. D) سکالارانو علمي سفر

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ( Ph. D) پروګرام سکالارانو د سهیلي پښتونخوا بلوچستان-کوټې ښار په نړۍ وال علمي سیمینار کې ګډون وکړ.

یاد پلاوی د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۳ نېټه له کابل پیل او د افغانستان کندهار ولایت ته او په یاد ولایت کې دولایت مقام، د کندهار پوهنتون استادانو، محصلانو او فرهنګیانو دروند هرکلی وکړ او کندهار پوهنتون ته لاړه.

د کندهار پوهنتون رییس ښاغلي پوهنمل ډاکټر توتاخیل او د پوهنتون استادانو تر ښه راغلاست وروسته پلاوي د یاد پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځیو، لابراتوارونو، کتابتون او اداري برخو څخه لیدنه وکړه.

 د دې سفر په لړ کې یې د پاچا خان په مرکز کې په جوړه شوې علمي غونډه کې ګډون وکړ او د دې غونډې په پای کې د دې مرکز په اړه جوړ شوی فلم نندارې ته وړاندې شو.

تر کندهاره وروسته د بلوجستان په لوري روان شو، چې په سپین بولدک کې د افغانستان قونسلګري له لوري مو تود هر کلی وشو او د بلوجستان – کوټې ښار ته لاړو او هلته د بلوجستان پښتو اکاډمي له لوري تر ښه راغلاست وروسته مو د دوی له لوري جوړه شوې د شپې میلمستیا کې ګډون وکړ.

سبا ( جمعې ورځ) سیمینار «د پښتو ادب د نیمې پېړۍ مزل ـ فکري او نظري رجحانات» د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل او وروسته د کوټې پښتو اکاډمۍ په استازیتوب یې مشـرانو خبرې وکړې او د سیمینار پر اهمیت وغږیدل او ټولو میلمنو ته یې هرکلی ووایه. د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي سلامونه او نیکې هیلې د دې سیمینار جوړونکو ته وړاندې شوې، پدې پیغام کې راغلي وو، چې په اکاډمیکه برخه کې د دې ډول سیمینارونو جوړول د سیمې لپاره یو لوی کار او هیله څرګنده څرګنده شوې وه، چې د داسې سیمینارونو لړۍ باید وغځېږي، زموږ استادان او فرهنګیان یوه له بله سره خپلې تجربې شریکې او په داسې علمي راشې درشې سره په فرهنګي برخه کې یو منظم حرکت پیل وشي. کابل پوهنتون ویاړي، چې د دوی محصلان او استادان په نړۍ واله کچه په داسې علمي بحثونو او سیمینارونو کې ګډون کوي.

 دغه نړۍ وال سیمینار، چې د بلوچستان پښتو اکاډمۍ له خوا جوړ شوی و، درې ورځې یې دوام وکړ. په دې علمي سیمینار کې له بېلا بېلو سیمو شاوخوا پنځه سوه نارینه او ښځینه وو  په ګډون پښتو څېړونکیو، پوهنتونونو استادانو او محصلانو برخه لرله. د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکتر لعل پاچا ازمون او لس تنو سکالارانو په علمي ناستو، مقالو اورولو او بحثونو کې فعاله برخه واخسته. دغو سکالارانو د سیمینار د بېلابېلو غونډو مشري او منشي توب هم کاوه.

سیمینار د لر او بر د پښتو ژبې د پنځوسو کلونو په منځپانګې او محتوا، شکل او فورم، فکر او نظر او همدارنګه د ټولو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي او انساني اغیزو په نظر کې نیولو سره، چې په پښتو ادب یې کړی دی، په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو پوهانو له خوا پرې بحث وشو او د حل په لارو چارو یې خبرې وشوې. دغه فرهنګي او ادبي بدلونونه، چې په لر او بر کې منځ ته راغلي، د بیلابېلو لاملونو پر بنسټ دي، د همدغو معلودلاتو د حل لپاره یې په علتونو پوهاوی اړین دی او ورباندې بحث وشو.

 د افغان  پلاوي په استازيتوب د افغانستان علومو اکاډمۍ رییس ‌ښاغلي ډاکټر څېړنوال شکیب صاحب خبرې وکړې او د څو ویناوالو وروسته په رسمي ډول هره ورځ د سهار په نهو بجو سیمینار غونډه پیل او د شپې تر اتو بجو پورې یې دوام کاوه. هره ورځ په څلورو برخو کې د ګډون کوونکو له لوري علمي، فرهنګي او څېړنیزې مقالې لوستل کېدې او په پای کې به د ګډون والو له لوري مطرح شوې پوښتنو ته ځوابونه ویل کېدل.

د ژوري هیت د ناستو درې کسیزو استازو د ریاست څوکۍ په درېیو بېلابېلو ورځو کې ښاغلي پوهاند ازمون، ښاغلي ډاکټر شکیب، ښاغلي پوهاند همکار، پوهاند صاحب رشیدي او ښاغلي څېړنوال سید نظیم سیدي ته ورکړل شوې او په درې ورځني سېمینار کې د سکالرانو له خوا هر اړخیزې پوښتنې وشوې او د ژوري هیت له خوا به ځواب شوې.

په دې درې ورځینې سفر کې د کوټې د ځینو مشـرانو له خوا د افغاني هئیت ته د هرکلي تر څنګ یې د دوی میلمه پالنه وکړه او د کوټې د پښتو اکاډمۍ او ځینو نورو فرهنګي او علمي شخصیتونو له خوا د تحفې په ډول کتابونه ورکړل شو.

د څلورمې ورځې په پای کې په بلوچستان کوټه کې افغان قونسلګرۍ ته لاړو ښه راغلات ووایه او په داسې علمي غونډو کې ګډون د سیمې فرهنګي وضعیت د ښه کېدو او  ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په علمي برخه کې ګټور ګام وباله. افغان قونسل وحیدالله مومند د غونډې په ترڅ کې یو لړ غوښتنې درلودې،  ویې ویل: سفارت ته نږدې د افغانستان خپل جایداد موجود دی، چې په ډېره لږه کرایه ورکول شوی دی، که امکان یې وي هلته دې یو فرهنګي مرکز، یو مجهز کتابتون او افغاني ماشومانو ته یو ښوونځی جوړ شي، په دې سره به د لر او بر د پوهانو فرهنګي غونډې دلته کېږي او همدارنګه د کتابتون په جوړیدلو به د کوټې پوهنتون سکالران او د کوټې پښتانه د افغانستان د پوهانو د اثارو د چاپ نه خبر شي او د دوی علمي، فرهنګي او ادبي ستونزې به د کتابتون له جوړیدو سره حل شي. افغان پلاوي د افغان قونسل خبرې واوریدې او د یاداشت اخېستلو وروسته به د حل په لارې چارې کار کوي.

د قونسلګرۍ له غونډې وروسته افغان علمي پلاوي ته د بلوچستان پوهنتون په تالار کې یوه علمي غونډه جوړه شوه، د بلوچستان پوهنتون  ددغه علمي پلاوي ګرم استقبال وکړ، بیا یې د غونډې تالار ته وبلل.

په دې غونډه کې چې دبلوچستان پوهنتون رییس پروفیسور جاوید اقبال په مشرتوب او د دغه پوهنتون د استادانو او پي ایچ ډي سکالارانو په ګډون جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون ټولو پی ایچ ډي سکالارانو خپلې علمي لیکنې او بحثونه وړاندې کړل. د بلوچستان کوټې پوهنتون په استازیتوب یې رییس او د افغاني پلاوي په استازیتوب استاد لال پاچا ازمون خبرې وکړې او پدې سلا شول، چې دواړه لوري به د همکاریو په یوه هوکړه لیک کار وکړي.

 د پښتو  فرهنګي، تاریخي او ادبي برخو کې د شته وو ستونزو په له منځه وړول کې د افغانستان پوهان له یاد پوهنتون سره  مرسته کوي. د افغانستان د سکالرانو سره به د بلوچستان کوټې پوهنتون استادان په انلاین ډول د علمي تجربو په شریکولو او درسي برخه کې تجربې شریکوي، د کابل پوهنتون استادان به هم دغه چاره ترسره کوي، د یاد پوهنتون استادان دې موضوع ته تیار شول، چې ژر تر ژره به په انلاین شکل یو له بله سره  خپلې تجربې شریکوي او همدارنګه د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادب څانګې د کتابونو غوښتنه وکړه، چې د استاد ازمون له خوا ورته یوه اندازه کتابونه هم ډالۍ او د نورو کتابونو وعده وشوه، چې د افغانستان پېژندنې څانګې ته به سپارل کېږي. همدارنګه د افغان پلاوي له خوا د سکالرشیپونو غوښتنه وشوه او هغوی هم ومنله.

پلاوی د سفر په پای کې کندهار ته راستون شو او د کندهار والي له خوا په برابره شوې میلمستیا کې یې ګډون وکړ او د کندهار ولایت مقام، پوهنتون استادانو او نورو فرهنګیانو سره په ګډه د دې ولایت له تاریخي او علمي ځایونو څخه لیدنه وکړه. پلاوی د چنګاښ پر ۱۸مه بېرته کابل ته راستون شو.