د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د پسرلني سمسټر د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون پسرلنۍ ازموینې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۲ نېټه د شنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شوې. پدې ورځ د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې پوهنتون له پسرلني سمستر ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس د دې علمي بنسټ د مختلفو پوهنځیو له مسوولینو څخه وغوښتل تر څو د ازموینې په بهیر کې نظم، روڼتیا او عدالت پلی او د ازموینې لایحه او نور قانوني ظوابط په جدي توګه مراعت کړي.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس سره د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیاله او د دې علمي بنسټ څو تنه کارکوونکي مله وو.