په کابل پوهنتون کې د ماسټري برنامو له ګډون کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

په کابل پوهنتون کې د ماسټري برنامو کې د ګډون ازموینه په کابل پوهنتون کې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۱ نېټه د جمعې په ورځ له کابل پوهنتون سره په همغږي په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه. د کابل پوهنتون په ماسټري برنامو کې تر «۸۱۷۸» تنو څخه زیاتو آزادو او د دولتي ادارو داوطلبانو، چې د هوکړه لیک پر بنسټ معرفي شوي وو، ګډون وکړ. دا ازموینه د داوطلبانو په ګډون د دې علمي بنسټ په مختلفو پوهنځیو کې تنظیم شوې وه، واخیستل شوه.

د دې محفل په پرانیسته کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د ماسټري برنامو د ازموینو په اړه معلومات ورکړل، ویې ویل د خوښي او نیکمرغي ځای دی، چې په لومړي ځل د کابل پوهنتون او د هیواد د نورو پوهنتونونو ماسټري ازموینې د ازموینو ملي ادارې له لوري اخیستل کیږي. د کابل پوهنتون رییس په بریالي توګه د ازموینو ملي ادارې له هڅو او کارونو څخه ستاینه وکړه او د ازموینو په زیات روڼوالي یې تاکید وکړ تر څو په سمه توګه د داوطلبانو تر منځ د عدالت او روڼتیا رقابتي فضاء رامنځته شي.

ښاغلي فاروقي د ازموینې برنامو کې د شاملو کسانو لپاره د بریالیتوب هیله وکړه، ډاډ یې ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون هڅه کوي تر څو هغه داوطلبان، چې نشي کولای اوسنیو برنامو ته لاره پیدا کړي، په راتلونکي کې د هغوی لپاره د دې علمي بنسټ له لوري توسعوي پرګرامونه برابریږي.

پدې برنامه کې د ازموینو ملي ادارې رییس ښاغلي پوهاند عبدالقدیر خموش، د کابل پوهنتون ښاغلو مرستیالانو او د دې بنسټ یو شمېر استادانو او کارکوونکو هم شتون درلوده.

له هغه وروسته، چې د پوښتنو د صندوق لاک د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د ازموینو ملي ادارې رییس ښاغلي پوهاند عبدالقدیر خموش او د پوهنتونو مرستیالانو له لوري د داوطلبانو په وړاندې خلاص شو، په رسمي ډول ازموینه پیل شوه. د کابل پوهنتون رهبري هئیت او د ازموینو ملي ادارې رییس د ازموینې له جریان څخه لیدنه وکړه، د ازموینې ګډون کوونکو ته یې په ازموینه کې د بریالیتوب هیلې تر څنګ له ممتحنو استادانو څخه وغوښتل تر څو د ازموینې له جریان څخه جدي او اصولي څارنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال د ماسټري برنامو ازموینه کې «۸۱۷۸» تنو داوطلبو هلکانو او نجونو ګډون کړی وو، د دې تر څنګ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ماستري برنامو یو شمېر متقاضیانو هم په یو وخت په کابل پوهنتون کې تنظیم شوی وو، چې پدې توګه د نن ورځې د ازموینې داوطلبانو شمېر تر لسو زرو څخه زیات وو.