په کابل پوهنتون کې د «هیواد د ازادي د سلمې کلیزې په ویاړ» د چابهار بندر علمي بحث جوړ شو

کابل پوهنتون د خپلو علمي کلتوري برنامو په لړ کې، دا ځل د هیواد د سلمې کلیزې په ویاړ د چابهاربندر علمي کنفرانس د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو ادارې سره په همغږي او همکاري سره جوړ کړ. دا بحث د چنګاښ میاشتې په ۲۰  نېټه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست دویم مرستیال ښاغلي قانونپوه سرور دانش، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي ډيپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزي ، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د نشه يي توکو سره د مبارزې وزېرې او د کابل پوهنتون استادې اغلې پوهاند سلامت عظیمي، د سکتوري وزارتونو یو شمېر مرستیالانو او رییسانو، د جمهوري ریاست د چارو ادارې یو شمېر استازو، په افغانستان کې د ایران هیواد استوګن کلتوري استازي ښاغلي دکتور رضا ملکي، د یو شمېر پوهنتونونو رییسانو او مرستیالانو، د کابل پوهنتون مرستیالانو، د يو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو، څېړونکو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د دې علمي بنسټ په مرکزي تالار کې جوړ شوی وو.

د برنامې په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون په استازيتوب د دې علمي- کلتوري برنامې ټولو ګډونوالوو ته ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه، ډېر د خوښي ځای دی، چې یو ځل بیا کابل پوهنتون د ستاسو پېژندل شوو سیاسي څېرو، د هیواد کلتوري علمي او کلتوري شخصیتونو د اکاډمیکو- تاریخو پېښو رنګینه پاڼه د دې علمي بنسټ په ویاړلي تاریخ کې د هیواد د ازادي د سلمې کلیزې په ویاړ اوړي.

کابل پوهنتون رییس د اسد «۲۸» د افغانانو په تاریخ کې مهم بدلون وو او د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یوه مهمه کړنه شمېرل کیږي او زیاته کړه، چې دا تاریخي او ویاړلې ورځ زمونږ د هیواد برخلیک له زیاتو ستونزو او مصیبتونو وروسته، چې زمونږ له ژوند سره تړل شوي وو، د دې هیواد د سلګونو زرو (نرو او ښځو) وګړو په شجاعانه سرښندنه او د هیواد د ازادي په لاره کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی وو، ثمر ته ورساوه.

د ښاغلي فاروقي په وینا د افغانستان د استقلال د اخیستو سره زمونږ هیواد په ژورو ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري بدلونونو لوري ته حرکت وکړ، یو ګڼ شمېر قانونونه او نظام لیکونه، چې د دې هیواد د هر سوله خوښوونکي وګړي حقونه او مسوولیتونه یې بیان کړي وو، رامنځته شول او د دې قوانینو پر بنست په هغو ورځو کې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو پوهنتونونو دروازې زمونږ د علم او پوهې تږو ځوانانو ته پرانیستل شوې. همدارنګه زمونږ د هیواد د وګړو د ذهني او کلتوري پراختیا په موخه په لسګونه جریدې او ورځپاڼې رامنځته شوې، چې د هغې ډلې یې سراج الاخبار او ارشاد النسوان مشهورې او پېژندل شوې هغه وې.

ښاغلي فاروقي وویل، چې د هیواد ازادي د یو ځوان، د افغانستان د پرمختګ غوښتونکي او ازادي خوښوونکي پاچا ښاغلي اعليحضرت امان الله له نوم او یاد سره تړلې ده، نن ورځ، چې په هیواد کې تر سترګو کېدونکی هر اقتصادي او صنعتي بدلون وینی د اماني پرمختللې دورې د پرمختللي نظام په بدلون کې ریښه لري او بې له وېرې د اسد ۲۸ ازادي ورځې او د افغانستان استقلال پورې اړه لري.

نوموړي خوښي وښوده او زیاته یې کړه، کابل پوهنتون خوښ دی، چې په ارامه او دوستي چاپېریال کې د پوهانو او پېژندل شوو څېرو هر  هغه څه، چې د یو ویاړ، فرصت او یا هم زمونږ د ګډ درد په توګه په مختلو اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او حتی سیاسي او امنیتي برخو کې شتون لري تر علمي بحث او څېړنې لاندې یې نیولي، برنامې یې جوړې کړي او علمي او بومي کارونه یې د دې د فکر او اند د تولید مرکز علمي څېړنو او موندنو په رڼا کې  د هیواد سیاسیونو او کارکوونکو ته وړاندې کوي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس د اماني دورې لاسته راوړنې عالي یادې کړې، تاکید یې وکړ، چې د دې ګډ کور د هر اوسېدونکي مسولیت دی تر څو د انسان د دردونو او رنجونو تاریخ په نوي او ژور لید سره کړنې او اجرايوي برنامې جدي او په واقعیتونو ولاړ لیدلوري باندې مطرح او عملي کړي.

ښاغلي فاروقي زمونږ هیواد افغانستان یې د ځمکې با اهمیته او استرتيژيکې ټوټې په توګه څه د تاریخ په اوږدو او څه هم په اوس کې یاده کړه، چې د ګډ کور او سیمې لپاره یې توانايي او وړتیاوې او ارزښتونه تخلیق کړي دي. نوموړي د دې هیواد او وګړو رول یې د مادي او کلتوري ارزښتونو په پنځونه کې د ورېښمو په لاره کې د مدنیتونو په رامنځته کولو، پراختیا له لارې او د دې سیمې د نورو مدنیتونو کې نه انکارېدونکی یاد او هغه یې لوی او مهم وښوده.

په همدې حال ښاغلي فاروقي په افغانستان کې د اجرائيو کېدلو په برخه کې د نوي او تازه تحرکاتو او اقداماتو او د تصنعي یخونو د له منځه وړلو او د خنډونو په ختمولو کې د سیمه ییزې همپالنې برنامو په پلي کولو کې، چې په پایله کې د ملي يووالي حکومت په ځانګړې توګه د افغانستان د جلالتمآب ولسمشر په ژور او سټراتیژيک دید په رڼا کې له جغرافیوي زندان نه افغانستان خلاصولو او ازادولو کې تازه پرمختګونه په سیمه او جغرافیه کې په جوړېدو دي، زیات ګټور او اغېزمن یاد کړل، زیاته کړه، چې د ټاپي، ټاپ، کاسا ۱۰۰۰، د لاجوردو تاریخي لار او په لسګونو سیمه ییزې نورې برنامې د سیمه ییز وصل پروژې، چې پدې وروستیو کې شوې دي او پدې وروستیو کې د چابهار بندر پرانیستل د یو لوی فکر په توګه زمونږ د هیواد او ملت او د سیمې د خلکو د خلاصېدو لپاره یوه نمونه ده.

په پای کې نوموړي د چابهار او د هیواد د نورو بندرونو اقتصادي ګټې او اهمیت تر څنګ زیاته کړه، کابل پوهنتون د مور پوهنتون او د هیواد په تاریخ کې د اثر لروونکي بنسټ په توګه ځان مکلف ګڼي تر څو له نورو بنسټونو سره په همکاري او ګډ کار سره په ځانګړې توګه د اکاډمیکې او کلتوري مرجع په توګه، د دې بدلونونو سیر او اغېز تر بحث لاندې نیسي او د سیمې د هیوادونو د پوهانو او عالمانو فکرونو او اندونو تر څېړنې لاندې نیسي.  ښاغلي فاروقي د ریاست جمهوري د چارو ادارې له بې درغو همکاریو او له هغو ټولو څخه، چې د دې برنامې په جوړولو کې یې زیات زحمت ګاللی دی، مننه وکړه.

وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت دویم مرستیال ښاغلي قانونپوه سرور دانش د ۱۳۹۸ کال د کانکور ازموینې پایلې یې د افغانستان ملت ته مبارک وویلې او زیاته یې کړه، چې د وروستیو کلنو د کانکور ازموینې د ټېرو کلنو په پرتله رڼې او د نظم لرونکي دي.

د ولسمشر دویم مرستیال يو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د هیواد د لوړو زده کړو وزارت له لوري د باور ورکونې سند یې د هیواد  د اکاډمیکو بنسټو د کیفیت تضمین په برخه کې  یو مهم ګام وباله، چې دا ګام د هیواد علمي بنسټونو ته باور ورکوي او د علمي بنسټونو تر منځ د پراختیا او پرمختیا په برخه کې مثبت رقابت رامنځته کوي.

استاد دانش د کابل پوهنتون مهموالي ته په اشاره، د دې بنسټ له استادانو او علمي معتبرو څېرو څخه وغوښتل، چې افراطي جریانونو پر وړاندې په منطق او استدلال سره ودریږي او اجازه ورنکړي، چې تر څو د هیواد د ځوان نسل پاک ذهنونه د افراط ګرايي ښکار کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال د دې په ویلو سره، چې د مډرنو ښوونیزو بنسټونو ستنې او د اکاډمیکو لوړو زده کړو بنسټ د شاه امان الله خان په کوښښ تاسیس شوی وو، وویل، چې د هیواد اکاډمیک بنسټونه او پوهنتون د هیواد سلمه کلیزه هغه ډول، چې لازمي ده همغه ډول ونمانځي.

ښاغلي دانش تاکید وکړ، چې يواځې د امان الله خان د کارونو نمانځنه او د هیواد ازادي کافي او بسنه نکوي، بلکې د ازدي سلمه کلیزه باید په اکاډمیک ډول سره ونمانځل شي تر څو په نیکي سره پیدا کړو، چې په تېرو سلو کلنو کې د افغانستان د ازادي ساتلو او پرمختګ لپاره کوم عملي ګامونه پورته شوي دي او دا زمونږ دنده ده، چې د امان الله خان ناتمامه فصل پوره او تکمیل کړو.

د ریاست جمهوري مرستیال د پوهنې او مطبوعاتوبنسټ، د حقوقي نظم جوړول او د اساسي قانون تدوین یې وکړ، د مشروطه سلطنت تآسیس او د ولسي جرګې د تاسیس تصویب یې د امان الله خان د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه یاد کړل، تاکید یې وکړ، چې په افغانستان کې باید د امان الله خان لید او اصول دوام پیدا کړي.

د ولسمشر مرستیال وویل، چې د هیواد د ازادي سلمه کلیزه سږ کال په یو مهم مناسبت او سرنوشت ساز وخت سره برابره شوې ده، چې د هیواد د ولسمشري ټاکنې هم په مخکې دي. نوموړي له هیوادوالو وغوښتل، چې په شور او شوق سره د ولسمشري په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

په همدې حال استاد دانش د خپلو خبرو په یوه برخه کې په ځانګړې توګه د هیواد په اقتصادي پراختیا باندې خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې د ملي یووالي حکومت له زیاتو ننګونو د هغې له ډلې کورنیو ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت لېږد او په افغانستان کې د ورانکارو ډلو پراخه عملیاتو سره مل وو، ولې حکومت وکولای شول د هیواد د امنیت د تامین په موخه د زیاتو هڅو تر څنګ یې د هیواد داقتصادي پراختیا په موخه اغېزمن ګامونه هم پورته کړل.

ښاغلي سرور دانش په وروستیو کلنو کې د هیواد د انکشافي بودجې د لګښت په برخه کې، د کسب او کار د ښه والي په برخه کې سمون او په ۲۰۱۸ کال د نړۍ وال بانک له لوري مناسبې رتبې تر لاسه کول، د ښاري تړون برنامې طرحې پلي کول، د سلما برېښنا بند او نورو د برېښنا بندونو له لارې د برېښنا تولید او ویش او په هیواد کې د اوبو د ۲۵ بندونو او څو لمريزو برېښنا کوټونو د جوړېدل د ملي یووالي حکومت د اغېزمنو فعالیتونو له ډلې څخه دي، چې د هیواد د اقتصادي پراختیا په برخه کې یې په ګوته کړل.

همدارنګه د ولسمشر مرستیال د افغانستان د سیمه ییز اتصال په اړه هم وویل، چې د افغانستان دولت تر اوسه پورې په بهرنۍ سوداګري او پانګونه کې د هیواد د ځای د لوړوالي لپاره یې تر اوسه پورې بریالی پالیسي جوړې کړي دي. ښاغلي دانش د چابهار هوکړه لیک، د ټاپي ګازو لېږد لیکه، د کاسا ۱۰۰۰ پروژه، د چین هیوا له لوري د یو کمربند او یوې لارې هوکړه لیک، د لاجورده لاره او د افغانستان هند، چین، ترکیې، عربستان او اماراتو ته د هوايي دهلیزونو د کار پیل د افغانستان اتصال د سیمې او د نړۍ نورو هیوادونو سره یې د ملي یووالي حکومت له اغېزمنو کړنو له ډلې څخه یادې کړې.

په پای کې استاد دانش له کابل پوهنتون څخه د دې علمي کنفرانس د جوړېدو له امله مننه وکړه.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د کانکور د پایلو له اعلان او روڼتیا څخه یادونه او د دولت له هر اړخیز ملاتړ څخه یې مننه وکړه. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هیواد دولتي او غیر دولتي علمي بنسټونو پدې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د باور ورکونې سندونه تر لاسه کړي دي هغه یې د حکومت رهبري او د هیواد علمي ټولنې ته مبارک ووایه او د لوړو زده کړو اوسنۍ نظام مدیریت یې د تېرو کلونو په پرتله متفاوت وباله. ښاغلي بالاکرزي د چابهار بندر په اقتصادي اهمیت خبرې وکړې او په اکاډمیکو بنسټونو کې یې د داسې موضوعاتو په هکله د کنفرانسونو او بحثونو په پراختیا او پرمختیا باندې تاکید وکړ.

ښاغلي بالاکرزي د چابهار بندر د مختلفو اړخونو د پېژندنې په اړه د دې ډول بحثونو جوړول مهم وبلل او د کابل پوهنتون څخه یې د هغه د جوړېدو په هکله مننه وکړه. 

له دې سره په ورته وخت د جمهوري ریاست د چارو ادارې د سیمه ییزې اقتصادي همکاریو سلاکار ښاغلي فردین هاشمي د دولت بهرنۍ سیاست او د چابهار پروژه او د ځمکني ټرانسپورټ ملې ادارې سرپرست ښاغلي امام محمد وریماچ، د دې پروژې د جوړېدو په څرنګوالي او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې. هغوی د چابهار بندر په هیواد کې د ټرانزیټي مسیر په برخه کې ارزانه او نژدې لاره یاده کړه او د کابل پوهنتون څخه یې د دې علمي برنامې د جوړدو په هکله مننه وکړه.

له بل لوري په دې علمي بحث کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو ښاغلو هر یو پوهنیار سیف الدین سیحون، پوهنمل محمد رضا فرزام، پوهنمل جمشیدي حیدري او پوهنیار اکلیل رهین په خپل وار سره د چابهار بندر د اهمیت او ګټو، فرصتونه او ننګونو په هکله خپلې علمي مقالې ولوستلې.

د دې برنامې تر غرمې وروسته د چابهار بندر د اقتصادي اهمیت او ګټو په هکله پنل، چې د پوهنتون له استادانو څخه جوړ شوی وو موضوع وڅېړله او د ګډون کوونکو پوښتنې يې ځواب کړې. برنامه د اقتصاد پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل امیر حمزه اسلمي له لوري په کلي ډول یې لنډیز بیان شو او د مازیګر په ۴:۳۰ پایته ورسېده.

د یادونې وړه ده، چې چابهار بندر نړۍ والو اوبو او بین المللي ټرانزیټ سره د افغانستان نښلېدو لپاره ارزانه او نژدې لاره ده. دا بندر یو له اقتصادي بندرونو څخه ګڼل کیږي، چې د افغانستان مرکز ته د عباس بندر په پرتله «۹۰» کیلو متره او د کراچی بندر څخه «۷۰۰» کیلو متره نژدې ده.