د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ټولنې د ریاست او دوه مرستیالانو لپاره ټاکنې وکړې

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې د محصلینو د ټولنو د ټاکنو پر دوام دا ځلي د دې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د محصلینو ټولنې ټاکنې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د محصینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي، د اقتصاد پوهنځي رییس، استادانو د محصلینو د اتحادیې رییس او غړو په ګډون د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۷ نېته د اقتصاد پوهنځي په تالار کې تر سره شوې.

د برنامې په پيل کې د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس ښاغلي جاوېد فاروس په علمي بنسټونو کې د انجمنونو په رول خبرې وکړې او د پوهنتون د محصلینو اتحادیې او د پوهنځیو د محصلینو ټولنو جوړېدل یې د محصلینو له حقونو څخه د ملاتړ په توګه اعلان کړل.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په لوړو زده کړو بنسټونو کې د محصلینو په اتحادیو او ټولنو خبرې وکړې، د دې علمي بنسټ د محصلینو له رهبري او غړو څخه د دوی مسوولیت د ترسره کولو په خاطر مننه وکړه. ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې نوموړی تل د محصلینو د اتحادیې کړنې څاري او د پوهنتون په ټولو کلتوري او ټولنیزو کارونو کې د هغوی رول زیات ګټور او اغېز من دی.

د کابل پوهنتون رییس د خپلو خبرو په یوې برخه کې محصلین مخاطب کړل او زیاته یې کړه، د پوهنځیو محصلین له سیمه ییزې، قومي، ژبني، او مذهبي تړاو پرته د خپلو حقونو څخه د ساتنې او دفاع لپاره د پوهنځيو د محصلینو له ټولنو سره یو ځای شي او د ټولنو د رهبري په ټاکنه کې خپله رایه وکاروي، چې له زیات تعهد او توانايي څخه برخمن وي.

د دې تر څنګ په دې وروستیو کې د ۱۷۰ دولتي او خصوصي پوهنتون تر منځ د کابل پوهنتون د باور ورکونې ملي سند، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري یې تر لاسه کړی، د دې علمي بنسټ استادانو او محصلینو ته مبارک ووایه او هغه یې د پوهنتون رهبري، استادانواو محصلینو د همیشنیو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو پایله یاده کړه.

د دې تر څنګ ښاغلي فاروقي د پوهنتون په کچه رامځته شوو ستونزو څخه هم یادونه وکړه، د کابل پوهنتون به هغو محصلینو او اشخاصو ته، چې پدې علمي بنسټ کې قومي، مذهبي، سیمه ییز، ژبني اختلافاتو ته لمن وهي اجازه ورنکړي او هغوی، چې د هیواد د نافذه قوانینو، مقرراتو، لایحو او د دې اکاډمیک بنسټ ارزښتونو سره په ټکر کې وي، ښکېل وي اصولي او قانوني چلند به وشي.  له بل لوري ښاغلي فاروقي د محصلینو مسوولیتونو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې هر محصل د ځان، نورو محصلینو او خپلې ټولنې په وړاندې مسوول دی او باید له نن ورځې خپل راتلونکی ټولنیز ځای وټاکي.

وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې د ټاکنو کمیسیون رییس ښاغلي حسین احمدي د پوهنځیو د محصلینو د ټولنو د ټاکنو په اړه هر اړخیز راپور وړاندې او د اقتصاد پوهنځي د محصلینو ټولنې ریاست او مرستیالیو نوماندان یې معرفي کړل.

وروسته د اقتصاد پوهنځي د محصلینو ټولنې ریاست او مرستیالیو لپاره نوماندانو خپلې برنامې تشریح او په رسمي ډول تاکنې پیل شوې.