په کابل پوهنتون کې « د افغانستان اسلامي دولت د ازادي د سلمې کلیزې او د چین خلق جمهوریت د جوړېدو د اویایمې کلیزې» په ویاړ د عکسونو نندارتون جوړ شو

د کابل پوهنتون ریاست سره په همغږي او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چينايي ژبې او ادبیاتو څانګې او د کنفوسیوس انسټیټوټ د افغانستان اسلامي دولت د ازادي د سلمې کلیزې او د چین خلق جمهوریت د جوړېدو اویایمې کلیزې په ویاړ د عکسونو او تاریخي اثارو نندارتون د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، په افغانستان کې د چین خلق جمهوریت لوی سفیر ښاغلي لیوجینګ سونګ، د چین سفارت یو شمېر غړې او ډېپلوماټان، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو او محصلینو په ګډون د دې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چینايي څانګه کې جوړ شو.

دا نندارتون  د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶ نېټه د یکشنبې په ورځ جوړ شو. په دې نندارتون کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د تاریخ  په اوږدو کې یې د چین او افغانستان له تاریخي اړیکو څخه یادونه وکړه. ښاغلي فاروقي د دواړو هیوادونو ګډې کلتوري اړیکې زیاتې ښې او غوره وبللې او دا دواړه هیوادونه یې خپل تاریخي ملګري یاد کړل.

د پوهنتون رییس په دې برنامې د خوښي ښودو تر څنګ د کنفوسیوس انسټیتوټ او د دې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي چینايي ډیپارټمنټ څخه یې د دې برنامې د جوړېدو په اړه د مننې تر څنګ یې په کابل پوهنتون او د هیواد په نورو برخو کې د چین خلق دولت ودانیزو همکاریو څخه مننه او ستاینه وکړه.

د ښاغلي فاروقي په وینا، کابل پوهنتون د هیواد د قدیمي بنسټ په توګه دا خپل مسوولیت ګڼي، چې د تدریسي او څېړنیزو برنامو د تدریس او تحصیلي خدمتونو په وړاندې کولو سره کلتوري، ملي او ټولنیزو مسایلو په اړه هم محکم ګامونه پورته کړي او تل د برنامو او پروګرامونو د جوړولو په اړه اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړه کابل پوهنتون د دې ویاړ لري، چې د هیواد د ازادي د سلمې کلیزې څخه د نمانځې برنامو په لړ کې د افغانستان د ازادي د سلمې کلیزې جشن او د چین خلق دولت د جوړېدو د اویایمې کلیزې د جشن په موخه تاریخي اثار، عکسونه او نور تاریخي لاسوندونه د کلتوري، علمي، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو په اړه، د دواړو هیوادونو او ملتونو تر منځ یې نندارې ته وړاندې کوي.

له دې سره په ورته وخت  د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د افغانستان او چین اړیکې ښې یادې کړې او کابل پوهنتون ریاست او په افغانستان کې د چین خلق جمهوریت لوی سفارت څخه یې د دې برنامې د جوړېدو په خاطر مننه وکړه. د افغانستان د ازادي د سلمې کلیزې او د چین خلق دولت د جوړېدو د اویایمې کلیزې څخه د یادونې تر څنګ یې د افغانستان او چین هیوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د نهه شپتمې کلیزې په ویاړ، یادونه اړینه یاده کړه او افغانستان ته د بورسیو ورکړې او نورو برخو کې د چین خلق جمهوریت له همکاریو مننه و کړه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د چین خلق جمهوریت استوګن سفیر ښاغلي لیوجینګ سونګ په دې برنامه کې په خپل ګډون خوښي وښوده او د دواړو (افغانستان او چین) هیواد اړیکې یې نیکې او ښې یادې کړې. د چین خلق جمهوریت لوی سفیر د افغانستان د ازادي د تاریخچې او د چین خلق جمهوریت د جوړېدو اویایمې کلیزې خبرې وکړې او افغانستان یې یو پیاوړی او غني هیواد یاد کړ.

په پای کې د عکسونو او تاریخي اثارو نندارتون د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي، د کابل پوهنتون رییس او په  لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي او په افغانستان کې د چین خلق جمهوریت لوی سفیر ښاغلي لیوجینګ سونګ له لوري د پټی په پرې کولو پرانیست او د برنامې د نورو حاضرینو سره یو ځای یې له دې نندارتون څخه لیدنه وکړه.