کابل پوهنتون په رسمي ډول د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ملي باور ورکړې «National Accreditation» سند تر لاسه کړ

 

 

د لوړو زده کړو وزارت هغو پوهنتونونو ته، چې په تېر کال کې یې له یاد وزارت څخه په ملي کچه خپل اکاډمیک باور  تر لاسه کړی وو د باور ورکونې ملي سندونه تر لاسه کړل. هغه غونډه، چې په دې موخه د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او باور ورکونې رییس ښاغلي پوهاند محمد نعیمي، د لوړو زده کړو وزارت ادارو یو شمېر رییسانو، د مرکز پوهنتونونو رییسانو او مرستیالانو، د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو رییسانو او مرستیالانو، د یو شمېر دولتي ادارو مسوولینو او نړۍ والو ادارو مسوولینو شتون درلود.

پدې برنامه کې د کابل پوهنتون تر څنګ پنځه نورو دولتي او خصوصي بنسټونو هر یو د کابل طبي پوهنتون، د کندهار پوهنتون، کاردان پوهنتون، د افغانستان امریکايي پوهنتون او کاتب پوهنتون ته هم په ترتیب سره د باور ورکونې سندونه ورکړل شول.

د دې برنامې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین  او باور ورکونې رییس ښاغلي پوهاند محمد نعیمي په دولتي او خصوصي بنسټونو کې په اکاډمیک باور ترلاسه کولو یې خبرې وکړې او دا برنامه یې په تحصیلي بنسټونو کې د کمي او کیفي اصلاحاتو لپاره ګټور او اغېزمنه یاده کړه.

وروسته د افغانستان اسلامي دولت د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي عبدالتواب بالا کرزي د هغو پوهنتونونو رییسانو او رهبري هئیت ته، چې د اکاډمیک باور سندونه یې تر لاسه کړل د مبارکي ورکړې تر څنګ یې د نړۍ په کچه د اکاډمیک باور ورکونې په شالید او اغېز خبرې وکړې او د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې یې له ۱۳۹۰ کال راهیسي په ګوته کړ. ښاغلي بالاکزي د هیواد د شپږو پوهنتونونو، چې د اکاډمیک باور سند یې تر لاسه کړی هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دې علمي بنسټونو د اړینو معیارونو په  پوره کولو سره یې د لوړو زده کړو وزارت څخه د ملي باور ورکونې سندونه تر لاسه کړل. د لوړو زده کړو وزیر په وینا دا د هیواد په کچه د تحصیلي بنسټونو کې د سمون په  برخه کې ځانکړې ګټنه لري او د لوړو زده کړو بنسټونو په  حرکت او لوړوالي کې یو ښه زېری دی، چې د علمي او څېړنیزو موخو ته د رسېدو په خاطر د موقع مدیریت ته زمینه برابروي.

ښاغلي بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت له راتلونکو برنامو څخه یادونه وکړه، زیاته یې کړه، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ هېڅ ډول توپیر نشته، ولې کوم توپیر، چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ شته هغه یواځې مالي تمویل دی.

پای کې نوموړي په هغه وزارت کې د پرمختګونو تر څنګ یې له ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو څخه مننه وکړه.

په ورته مهال د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي دا ورځ د هیواد لوړو زده  کړو کورنۍ او اکاډمیکې تولنې لپاره یوه تاریخي او نه هېرودونکې ورځ یاد کړه او دا لویه  لاسته  راوړنه یې ټولو حاضرینو په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون رهبري، استادانو او محصلینو ته مبارک وویله. همدارنګه نوموړي یاده برنامه د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو په معیاري کولو کې مهمه او د ارزښت وړ وبلله او د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو ته یې د باور ورکونې ملي سند ورکړه یې د لوړو زده کړو وزارت او د هیواد علمي ټولنې ته یې لویه لاسته راوړنه یاده کړه.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې کابل پوهنتون د هیواد قدیمي، لوی او مهم تحصیلي بنسټ دی او د لوړو زده وزارت د کیفیت تضمین او باور ورکونې ریاست له لوري د افغانستان د پوهنتونونو په لومړی درجه کې ځای ورکولو باندې یې خوښي وښوده  او له یاد وزارت څخه یې مننه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس له زېربنايي او نورو مواردو له نظره د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو امکانات د نړۍ او سیمې  هیوادونو، چې وکولای شو له هغوی سره سیالي وکړو کم وښودل؛ ولې د ملي باور ورکونې برنامې پلي کول د هیواد د لوړو زده کړو او پوهنتونونو د کلتور د بدلون په بنستیزه کولو کې مهم یاد کړ. ښاغلي فاروقي زیاته کړه په حقیقت کې د باور ورکونې سند ترلاسه کول د لوړو زده کړو بنسټونو مسوولیتونه او دندې زیاتې کړي او د هیواد د علمي بنسټونو مسوولان علمي او څېړنیزو موخو ته د رسېدو په برخه کې تر پخوا زیاتې هڅې وکړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو د پراختیا پرګرام «HEDP» رییس ښاغلي نور احمد درویش هم د یادې برنامې په هکله خبرې وکړې او د هیواد علمي بنسټونو لپاره د باور ورکونې برنامه یې اړینه وبلله او د هیواد د پوهنتونو لاسته راوړنه یې د لوړو زده کړو رهبري او پوهنتونونو ته مبارک وویله.

دا برنامه شپږو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د باور ورکونې سندونو په ورکړې او د «HEDP» بورډ او د کیفیت تضمین او باور ورکونې ریاست غړو ته د ستاینلیکونو پر ورکړې پای ته ورسېده.