په کابل پوهنتون کې د وینې ورکړې کمپاین جوړ شو

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینو او د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د دې پوهنتون استادانو او کارمندانو په ګډون د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۲ نېټه د چهار شنبې په ورځ په هیواد کې د وروستۍ پېښې د ټپیانو څخه په ملاتړ او مرستې، په ځانګړې توګه د کابل د دوشنبې ورځې د مرګونې پېښې لپاره د وینې ورکړې له کمپاین سره یو ځای شوي وو او زمونږ د هیوادوالو د ژغورنې لپاره یې وینه ورکړه. د وینې راټولولو کمپاین له کابل پوهنتون سره په همغږي د روغتیا وزارت د وینې بانک او اسا ټولنیز بنسټ له لوري جوړ شوی وو. هغه غونډه، چې په دې موخه د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړه شوې وه د روغتیا وزارت د وینې بانک رییس ښاغلي ډاکټر عنایت الله هاشمي او د هیواد د روغتونونو یو شمېر ډاکټرانو هم شتون درلود.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې کمپاین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل کابل پوهنتون د دې ویاړ لري، چې د تدریسي او څېړنیزو خدمتونو تر سره کولو تر څنګ د کلتوري او ارزښتي ګامونو پر دوام دا دی نن د وینې ورکړې کمپاین کوربه توب هم په غاړه لري.

د کابل پوهنتون د رییس په وینا، له اخلاقي لحاظه د وینې ورکړې بحث بشري ارزښتونه او د اسلام د مقدس دین د لارښوونې له نظره یوه جدي اړتیا ده او د هیواد سرتېرو، ساتونکو او اړمنو ته د وینې ورکړې کلتور دودولو په خاطر، چې زمونږ د هیواد ارزښتونه، نوامیسو، شرف او عزت څخه ساتنه او خپله وینه تویوي، مهمه او لازمي ده.

ښاغلي فاروقي د وینې ورکړې ګټې او اهمیت ته په اشارې، د دې برنامې د جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ یې هیله وښوده تر څو د دې پوهنتون ټول استادان، کارکوونکي او محصلین د هیواد وروستۍ پېښې اړمنو او د هیواد زړورو امنیتي سرتېرو ته د مرستې په موخه د وینې راټولولو کمپاین کې ګډون وکړي او اړمنو ته د وینې ورکړې سره هغوی ته نوی ژوند وبښي.

په پای کې نوموړي په هیواد کې د ترورستي ډلو وروستی حملې وغندلې او د وینې د کمپاین له جوړوونکو یې وغوښتل دې کمپاین ته پراختیا ورکړي او هغه په ټول هیواد کې تر سره تر څو زمونږ وګړي دې ارزښتي مسوولیت ته پاملرنه وکړي او د وینو اړمنو ته د ګټې وړ وګرځي.

همدارنګه د روغتیا وزارت د وینې بانک رییس ښاغلي ډاکټر عنایت الله هاشمي د وینې ورکړې په اهمیت او ګټو خبرې وکړې او د کابل پوهنتون له محصلینو یې وغوښتل، چې اړمنو او د افغانستان دفاعي او امنیتي ساتونکو ته وینه ورکړي. ښاغلي هاشمي د وینې بانک او د هغه د فعالیتونو په هکله یې معلومات ورکړل او هغه یې یواځینۍ مرجع یاده کړه، چې د هیواد بېړنیو او غیر بېړنیو اړمنو ته وینه برابروي.

نوموړي د وینې ورکړې له داوطلبانو او ورکوونکو څخه هم یادونه وکړه، ویې ویل په روان کال کې د ۲۰۰ زرو تنو په شاوخوا کې د شرایطو وړ کسانو د وینې بانک ته د وینې ورکړې لپاره راغلي، چې د هغوی له ډلې څخه ۸۲ زرو تنو په داوطلبه او رضاکارانه ډول ګډون کړی دی. پدې برنامه کې د اسا ټولنیز بنسټ رییسې اغلې مېرمن رستمي د خپلې ټولنې پر کړنو او د دې برنامې د جوړېدو په اړه خبرې وکړي او د علمي او کلتوري برنامو په اړه یې د کابل پوهنتون له همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړه.

د یادونې وړه ده، چې دا کمپاین په کابل پوهنتون کې د یوې ورځې لپاره وو او په هغه کې د کابل ښار د وروستی پېښې د اړمنو او ټپیانو سره د مرستې او کمک په خاطر او د هیواد امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه «۲۶۵۰۰» سي سي وینه راټوله شوه.