د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ټولنې په نوښت «د ځوانانو په اصلاح کې د قرآنکریم رول» لومړی علمي سمینار جوړ شو

قرآنکریم غوره او تلپاتې آسماني کتاب دی، چې الله ج د بشر د لارښوونې لپاره په غوره زړه او خپل شریفه مخلوق(محمد "ص") نازل کړی دی. د شرعیاتو پوهنځي او د هغه پوهنځي د محصلینو ټولنې لومړنۍ علمي کنفرانس « د ځوانانو په اصلاح کې د قران کریم رول» تر نوم لاندې خپل لومړنۍ کنفرانس د علم او ټکنالوژي د کشف په رڼا کې، د اسلامي او انساني ارزښتونو ته د ځوانانو نژدې کېدلو لپاره د محصلینو د ظرفیت لوړولو او د سرتړلو انګېزو د بیا راژوندي کولو په موخه  د قرآن کریم، کلتور او ادب لوړو موخو ته د ځوانانو نژدې کېدلو او د معاصرې نړۍ پر اړتیاوو بریالي کېدلو لپاره یاد علمي سمینار د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړ شو.

دا درې ورځینۍ سمینار د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱ نېټه د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل حفیظ الله حفیظ، ، د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون پدې علمي بنسټ کې جوړ شوی وو.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې سمینار په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې، د شرعیاتو پوهنځي ریاست، د هغه پوهنځي له ټولنې او نورو همکارو ادارو څخه مننه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس په هیواد کې د قراني علومو په برخه کې د دې ډول علمي او اکاډمیکو غونډو  جوړول اړین وبلل، ویې ویل، چې د دې اصلي موخه د اسلامي نظام په رڼا کې د علومو او پراختیا او پرمختیا او د محصلینو د ظرفیت لوړول دي او په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځی تر نورو مخکې او غوره بنسټ په توګه پدې برخه کې تر نورو زیات مسوولیت او رسالت لري.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، قران کریم د هدایت او لارښوونې کتاب دی، چې د ټولنې وګړي مستقیمې لارې ته هدایت کوي، چې د دنیا او اخرت نیکمرغیو ته رسیږي. له همدې لوري پر مونږه ده، چې تر څو قرانکریم او د پیغمبر"ص"  سنت د خپلې لارې او ژوند سرمشق کړو او د خپل ژوند په چارو کې دستور او لارښوونې پلې او عملي کړو. د دې تر څنګ د عدالت تامین، دیني او اسلامي ارزښتونو ته درناوی یې زمونږ د اسلامي ټولنې د وګړو لوی مسوولیتونه وشمېرل، له خلکو او د دې کنفرانس له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپله پوهه لوړه او ځان په پوهه او دیني مقدساتو ښایسته کړي.

په همدې حال کې ښاغلي فاروقي په هیواد کې افراط ګرايي څخه هم یادونه وکړه، افراط ګرايي او دیني تاوتریخوالی یې یوه وېروونکي پدیده یاده کړه، چې په اوس وخت کې یې نړۍ په ځانګړې توګه زمونږ هیواد افغانستان تر جدي تاثیر لاندې راوستی دی او ورځ تر ورځې خلکو او ټولنې ته ستونزې پیدا کوي. په دې اړه د کابل پوهنتون رییس د شرعیاتو پوهنځي له محصلینو، د هغه پوهنځي له استادانو او د ناستې د نورو حاضرو دینو علماوو څخه وغوښتل تر څو سنتي او معتدل اسلامي ارزښتونه، چې د یو استثنائي او فوق العاده ارزښت په توګه زمونږ اسلامي هیواد د ټولو اسلامي هیوادونو او ټولنو تر منځ زمونږ د ملت د ویاړ موجب دی او تل زمونږ د بحثونو باعث وو، د تاوتریخوالي او مذهبي افراطګرايي سره مبارزه کړې، زمونږ باعزت ملت او ټولنه یې کلتوري اعتدال، سهولت او مرستې ته هڅوي،  مه پرېږدی، یو شمېر هڅه کوي زمونږ مقدس او دیني ارزښتونه د خپلو سیاسي نامشروع هیلو د ترلاسه کولو لپاره کاروي او د افراط ګرايي او خشونت سره وصل کیږي، چې تر دې زیات د اسلام مقدس دین او زمونږ دیني ارزښتونه په خپلو بدو کړنو سره خدای مکړه بدنامه کړي.

په پای کې د کابل پوهنتون رییس د دې علمي او تاریخي بنسټ له لوري د دې کنفرانس ټولو حاضرینو ته ښه راغلاست وویل او له جوړوونکو څخه یې مننه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو ښاغلي پوهندوی دکتور محمد ایاز نیازي او ښاغلي دکتور سلیمان ناصري د موضوع په هکله خبرې وکړې، د دې برنامې جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ یې په دوامداره توګه د دې ډول برنامو په جوړولو تاکید وکړ.