د کابل پوهنتون او « UNHCR» بنسټ تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون او په کډوالو چارو  کې د ملګرو ملتونو « UNHCR» بنسټ د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱ نېټه د سې شنبې په ورځ د ګډوالو او راستنېدونکو محصلینو د ظرفیت لوړېدو او له هغوی سره د مرستې په موخه د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.  دا هوکړه لیک د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي او د « UNHCR» دفتر عمومي رییسې اغلې کرولاین ون بیورن تر منځ لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک مراسم، چې د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي امریت په تالار کې جوړ شوي وو د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر، د « UNHCR» محترمې ادارې عمومي رییسې، د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي او د کابل پوهنتون یو شمېر کارکوونکو او په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر یو شمېر کار کوونکو هم شتون درلود.

په یادو مراسمو کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي کابل پوهنتون ته د « UNHCR» محترم بنسټ عمومي رییسې او مل هئیت ته ښه راغلاست وویل او د لوړو زده کړو سکتور او نورو برخو کې یې د هغې ادارې همیشنیو بشردوستانه مرستو څخه مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون د څېړنې او تدریسي چارو په تشکیلاتو او فعالیتونو د خبرو تر څنګ یې د «UNHCR» بنسټ یې د افغانستان او کابل پوهنتون د ښو همکارانو له ډلې څخه یاد کړ. همدارنګه نوموړي تر لاسه شوی فرصت غنیمت وشمېره د علمي-څېړنیزو مطلوبه موخو ته د رسېدو، کډوال او بېځایه شوي او بېوزله محصلینو سره د مرستې په خاطر د یاد هوکړه لیک په لاسلیک خوښي وښوده.

د  « UNHCR» بنسټ عمومي رییسې اغلې کرولاین ون بیورن کډوالو او بې ځایه شوو سره د مرستې په موخه د کړنو راپور وړاندې کړ او د کابل پوهنتون او « UNHCR» بنسټ تر منځ د ګډ کار د زمینې په رامنځته کولو باندې یې خوښي وښوده. نوموړې ښوونه او روزنه یو اصل یاد کړ او له کابل پوهنتون سره د مرستونو او همکاریو او د محصلینو د ظرفیت په لوړولو کې یې د یاد هوکړه لیک په لاسلیک خوښي وښوده.

په پای کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر ښاغلي سلاکار وزیر او په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر«UNHCR » اغلې عمومي رییسې  تر منځ هوکړه لیک لاسلیک او دواړو لورو د همکاریو په دوام تاکید وکړ.

دا هوکړه لیک افغانستان ته د ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د بې وزله محصلینو د راتګ لپاره د مرستو د تامین زمینه برابروي او د UNHCR  بنسټ هغوی ته د ښوونې او روزنې په برخه کې د زمینې برابرولو په برخه کې همکاري کوي. د کابل پوهنتون محصلینو لپاره د یادې ادارې له لوري ۱۵ پایې مرسته شوي کمپيوټرونه د معلوماتي ټکنالوژي امریت په یوه خونه کې تنظیم او محصلین د خپلو څېړنو لپاره کولای شي له هغو ګټه پورته کړي.

کمپیوټر لب په رسمي ډول د کابل پوهنتون د رهبري او په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر له لوري پرانیستل شو. د دې تر څنګ UNHCR دفتر کابل پوهنتون «۴۰» تنو مستحقو راستنو شوو محصلینو ته په میاشتني ډول یوه اندازه نغدي پیسې ځانګړي کړي، چې د شرایطو په  پام کې نیولو سره به هغوی ته ورکړل شي.