د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو ته د عامه پوهاوي برنامه جوړه شوه

 

د کابل پوهنتون په همکاري او همغږي د اقتصاد محترم وزارت او د افغانستان د زیربنايي روڼتیا ابتکار محترمې ادارې د زیربنايي پروژو د حساب ورکوونې او روڼتیا کې د خلکو د ګډون په هکله د عامه پوهاوي برنامه د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي احمد جواد عثماني، د کابل پوهنتون یو شمېر رییسانو، استادانو او محصلینو او د اقتصاد وزارت کارمندانو په ګډون د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې برنامې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د اقتصاد وزارت او همکارو ادارو څخه یې د دې برنامې د جوړولو په هکله مننه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس د روڼتیا او د هیواد په زیربنايي پروژو کې د روڼتیا په هکله بحث  او خبرې وکړې او زمونږ هیواد افغانستان یې د یو داسې هیواد په توګه یاد کړ، چې د جګړو په لسییزو کې یې خپل اقتصادي او تخنیکي بنسټونه په پوره توګه له لاسه ورکړي او ړنګ شوي دي. د فاروقي په وینا افغانستان له ۱۳۸۱ کال راهیسي خپل زیربنايي تآمین او جوړېدو باندې پیل کړی او په مختلفو سکټورونو کې یې زیاتې هڅې کړي دي، چې مسوول بنسټونه، خلک او نړۍ وال بنسټونو په سخاوتمندانه مرستو په کولو سره پدې برخه کې همکار او زیات ګټور وو.

ښاغلي فاروقي د یو شمېر لوړو زده کړو، ښوونځیو او د هیواد د محصلینو او زده کوونکو او نورو زیربنايي جوړښتونو شمېرې د تېرو کلونو له هغو سره په پرتلیز ډول یادې کړې، د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې او نورو بنسټیزو سکټورونو پراختیا او پرمختیا یې د تېرو وختونو په پرتله فوق العاده وښوده.

همدارنګه ښاغلي فاروقي د دې برنامې جوړېدل یې د خلکو او مسوولو وګړو د هغې له ډلې د پوهنتونونو د استادانو او محصلینو د ظرفیت او پوهې کچې په لوړولو کې ګټوره یاده کړه، د پوهنتونونو د استادانو او محصلینو رول یې د دې تر څنګ، چې د ښوونې او څېړنې برنامې پر مخ وړي، ملي او ټولنیز مسوولیتونه تر سره کوې، داغېزمن یې یاد کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د ټولنې له مسوولیتونو او واقعیتونو څخه پوره پوهاوی تر لاسه کړي او د خپلې مدني دندې د ترسره کولو په برخه کې ځواب ویینې او تعهد په برخه کې پوره هڅه وکړي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیا ښاغلي دکتور احمد جواد عثماني او د افغانستان د انجینرانو ټولنې د رهبري بورد غړی ښاغلي انجنیر ولید هویدا د هیواد زیربنايي او اساسي جوړښتونو ته د اشارې تر څنګ یې د موضوع په هکله خبرې وکړې او د دې برنامې د جوړېدو څخه یې موخه په مختلفو ټولنیزو، مدني او زیربنايي جوړښتونو په برخو کې د وګړو د عامه پوهاوي کچې لوړول وښودل. وروسته د افغانستان زیربنايي روڼتیا ابتکار، له پروژو څخه د وګړو څارنې او د کاسټ یا د افغانستان د زیربنايي روڼتیا ابتکار بنسټ د نورو غړو هیوادونو تجربو په هکله پرزېنټشن جوړ کړی وو، چې د افغانستان د زیربنايي روڼتیا ابتکار بنسټ د اړیکو متخصص ښاغلي غلام رضا میرزايي له لوري د برنامې ګډونوالو ته وړاندې شو.