په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې نړۍ والې ورځې څخه نمانځنه وشوه

د پښتو ژبې نړۍ والې ورځ د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۸ نېټه د شنبه په ورځ د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، د هیواد یو شمېر کلتوري او علمي شخصیتونو، د کابل پوهنتون، مرکز او ولایتونو پوهنتونونو، د افغانستان د علومو اکاډمي غړو، د کابل پوهنتون کارمندانو او محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون مرکزي ایډیټوریم کې ونمانځل شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د پښتو ژبې نړۍ واله ورځ یې ټول افغان ملت ته مبارک وویله، ژبه د پېژندنې او د اړیکو د جوړېدو بنسټيزه وسیله، د ملي هویت او پوهېدو او پوهولو وسیله ده او کابل پوهنتون د پښتو ژبې د دودولو لپاره تل چټک ګامونه پورته کړي دي.

د ښاغلي فاروقي په وینا د پښتو ژبې د قدامت او تاریخي اهمیت ته په کتو تر اوسه دې ملي ژبې د پراختیا لپاره لکه څرنګه، چې لازمي ده کار ندی شوی، هیله ده استادان، څېړونکي او پوهان د دې ملي ژبې د پراختیا لپاره خپل مسوولیت او رسالت تر سره کړي او د هغه پراختیا او پیاوړتیا لپاره له دولت سره په ګډه زیات کار وکړي.

د کابل پوهنتون رییس د پښتو او دري ژبې د پراختیا او ملاتړ په موخه د سیمو هیوادونو چین او ایران سره په هوکړه لیکونو خبرې وکړې زیاته یې کړه، په وروستیو کلونو کې دې پوهنتون د خپلو ملي او رسمو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا  په خاطر د هغو هیوادونو د یو شمېر پوهنتونونو مسوولانو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي تر څو د ملي ژبو ( پښتو او دري) د افغاني استادانو اوڅېړنکو په مرسته او همکاري د هغو پوهنتونونو په چوکاټ کې جوړ او  له هغې لارې وکولای شو د ژبو اړیکو د پراختیا او د ژبو پیاوړتیا لپاره  هڅه وکړو.

ښاغلي فاروقي د پښتو او دري ملي ژبو د پراختیا په برخه کې تر سره شوې کړنې کمې او لږې یادې کړې له ټولو ښکېلو کسانو او د دې برنامې له جوړوونکو څخه یې د دې تاریخي ورځې د نمانځنې په خاطر مننه وکړه.

وروسته د ژبو او ادبیانو پوهنځي استادانو ښاغلي پوهاند بریالي باجوړي، ښاغلي پوهاند دکتور محمد اسماعیل یون، لیکوال او شاعر هر یو ښاغلي استاد محمد اصف صمیم او ښاغلي نجیب الله منلي او یو شمېر نورو څېړوونکو او استادانو  د موضوع په هکله خبرې وکړې او پښتو ژبه یې د یو کلتوري بنسټ، قانون او د ژوند لاره یاده کړه. ویناوالو د پښتو ژبې نړۍ والې ورځې نمانځنه لازمي وګڼله او د پښتو ژبې په بډاینې، پراختیا او پیاوړتیا تاکید وکړ.

د یادونې وړ ده، چې پښتو ژبه زمونږ د هیواد افغانستان یوه ملي او رسمي ژبه ده او هر کال په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې نړۍ والې ورځې څخه نمانځنه کیږي.