کابل پوهنتون د هیواد د کورنیو محصولاتو څخه د ملاتړ او د کانکور ملي ازموینې داوطلبانو د وروستی دورې ازموینې کوربه، پدې علمي بنسټ کې د هندواڼې جشن جوړ کړ

د هیواد د تولیداتو، کروندګرو سره د مرستې او د ۱۳۹۸ کال د کانکور ملي ازموینې د وروستی دورې د داوطلبانو څخه د کوربه توب په موخه پدې علمي بنسټ کې د هندواڼو جشن جوړ شو او تر پنځه زره څخه د زیاتو هلکانو او نجونو داوطلبانو د مرکز او ولایتونو څخه پدې ازموینه کې ګډون کړی وو، د کابل پوهنتون د هلکانو او نجوني لیلیې محصلینو هم پدې بلنه کې ګډون کړی وو. دا برنامه د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۷ نېټه د جمعې په ورځ جوړه او پدې کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د سوداګري او صنایعو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونې سرپرست ښاغلي خانجان الکوزي د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنمل محمد نعیم عظیمي، د ازموینو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي پوهاند عبدالقدیر خموش، د هیواد یو شمېر کروندګر، د کابل پوهنتون د پوهنځیو یو شمېر رییسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون کړی وو.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې جشن د جوړېدو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، کابل پوهنتون د هیواد د کرنیز وضعیت د دقیق درک په خاطر د کروندګرو د هڅونې او داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه دا جشن جوړ کړ تر څو د خواخوږي او رواني لحاظه د دې قدیمترین اکاډمیک بنسټ د استادانو، کارمندانو او محصلینو پیام د هیواد کروندګرو او تولید کوونکو ته ورسوي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه کابل پوهنتون تصمیم ونیوه، چې د هیواد د کرونیزو تولیداتو څخه د ملاتړ او کروندګرو د تشویق او د استادانو، کارمندانو، د محصلینو اتحادیې او نورو اړوندو ادارو سره د ګډې همکاري په موخه دا جشن جوړ کړ تر څو زمونږ د هیواد کروندګر د راتلونکو کلونو تولیداتو لپاره زیاته اماده ګي ولري. د ښآغلي فاروقي په وینا د کرنې او کرنیزو محصولاتو تولید، چې د هیواد اقتصادي بنسټ جوړوي او د دې سبب کیږي تر څو کروندګر په پوره علاقمندي خپل تولید او سوداګري لپاره زیاته هڅه وکړي.

نوموړي د سکتوري ادارو مسوولینو او خلکو څخه وغوښتل، چې د کورنیو تولیدکوونکو او کروندګرو د ملاتړ په خاطر کوښښ وکړي او پدې برخه کې جدي هڅې ولري.

په همدې حال کې د سوداګري او صنایعو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي او د هیواد د سوداګري او صنایعو خوني سرپرست ښاغلي خانجان الکوزي هم د دې جشن په هکله خبرې وکړې او د کابل پوهنتون څخه یې د دې ابتکار او د دې برنامې جوړېدو په موخه مننه او ستاینه وکړه. هغوی د هیواد اقتصاد په کورنیو تولیداتو تړلی وبوله او د خپلو سکتورونو په استازیتوب یې د هیواد له کروندګرو او تولیداتو څخه د همکاري په موخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د هیواد د سوداګري او صنایعو وزارت مالي او اداري مرستیال  او د سوداګري او صنایعو خونې مرستیال د دولت له نظره د خصوصي سکتور په تولید او پیاوړتیا هم خبرې وکړې او پدې وروستیو ورځو کې یې اذربایجان هیواد ته د «۵۰» ټنو هندواڼو د صادراتو خبر ورکړ.

کابل پوهنتون د موجوده وضعیت د دقیق درک او د هیواد تولیدات او کرنې څرنګوالي په موخه د کابل پوهنتون رهبري هئیت، د پوهنځیو رهبري او استادانو په ملاتړ او مالي مرستې د هندواڼو جشن جوړ کړ تر څو د هیواد له محصولاتو او کروندګرو ملاتړ وشي، همدارنګه د دې کال د وروستی دورې د کانکور ازموینې له داوطلبانو په غوره ډول کوربه توب په غاړه ولري.