په کابل پوهنتون کې د ملي کانکور او ولایتونو متفرقه وروستی ازموینه واخیستل شوه

د ۱۳۹۸ کال  د هیواد د ولایتونو متفرقه کانکور ازموینه د جمعې په ورځ د چنګاښ میاشتې په ۷ نېټه له نږدې پنځه زره داوطلبانو (نجونو او هلکانو) او د کابل ښار د دولسمو ټولګیو او د هیواد د یو شمېر ولایتونو څخه په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.

د دې ازموینې پرانیسته د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې وشوه او په هغه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي دیپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزی، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د ازموینو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي پوهاند عبدالقدیر خموش او د کابل پوهنتون یو شمېر رییسانو او استادانو شتون درلود.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او سرپرست ښاغلي پوهنمل دیپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزي د ۱۳۹۸ کال د کانکور ازموینه په بریالیتوب سره پایته رسېدنه یې د افغانستان، د هیواد علمي ټولنې او د کانکور ملي ازموینې ادارې لویه لاسته راوړنه وبلله، د کانکور ملي ادارې او هغو ټولو همکارو ادارو، چې د دې ازموینې په نظم، انضباط او روڼتیا کې برخه درلوده مننه او ستاینه وکړه. د لوړو زده کړو د دې کال د کانکور متفرقه ازموینه او د هیواد په لوړو زده کړو بنسټونو او موسسو کې د هغوی د جذب په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د ۱۳۹۸ کال ازموینې ۸۰ سلنه داوطلبان به د خپلې خوښې رشتې ته لاره پیدا کړي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د لوړو زده کړو وزارت او کانکور ملي ادارې څخه په بریالی توګه د روان کال د کانکور ازموینې پایته رسېدو په خاطر مننه وکړه او پدې ملي پروسه کې د روڼتتیا او تنظیم په برخه کې د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو رول ګټور یاد کړ. د کابل پوهنتون رییس د دولت رهبري او د هیواد د لوړو زده کړو سکتور څخه، چې پدې وروستیو کلونو کې د کانکور ملي پروسې لپاره د مناسبو شرایطو تامین، چې د هغې په واسطه د هیواد غوره استعدادونه او زحمتکشه اولادونه به په قطعي ډول د لوړ زده کړو بنسټونو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کیفي وضعیت ښه کړی او د لوړ زده کړو سکتور په وړاندې د ټولنې لید ته بدلون ورکوي او ورکړی.

د کانکور ملي ادارې لوی رییس هم په بریالی توګه د روان کال د کانکور ازموینې څخه یادونه وکړه او د روان کال د چنګاښ میاشتې تر ۲۰ یې د هغو پایلو د اعلام څخه خبر ورکړ.

وروسته لدې، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، د کابل پوهنتون رییس او د ازموینو ملي ادارې لوی رییس له لوري په رسمي ډول د پوښتنو صندوق پرانیستل شو، په رسمي ډول ازموینه پیل شوه او د ازموینې له جریان څخه لیدنه وشوه. د بیالیدنې په بهیر کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په راڼه ډول په ازموینې تاکید کاوه، د کانکور ازموینې داوطلبانو د بریالیتوب هیلې تر څنګ یې استادانو او د ازموینې اخیستو غړو ته لازمې لارښوونې وکړې.