د هندوستان د کلتوري اړیکو شورا ( ICCR) د غوره فارغ التحصیل لپاره د ستاینې محفل جوړ شو

کابل پوهنتون د ستاینې د برنامو په لړ کې دا ځلي د سوداګري او صنایعو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، چې په دې وروستیو کې د هندوستان کلتوري اړیکو شورا نړۍ واله جایزه تر لاسه کړې ده، په يوه غونډه کې وستایل شو.

دا برنامه د روان ۱۳۹۸ د چنګاښ میاشتې په ۶ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د لسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د سوداګري او صنایعو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، د مشرانو جرګې مرستیال ښاغلي محمد اصف صدیقي، د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د دولتي او خصوصي ادارو یو شمېر مسوولینو، د لوړو زده کړو وزارت د یو شمېر ادارو رییسانو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل دکتور محمد اسلم نسیمي، د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو او یو شمېر د سوداګري او صنایعو وزارت کارکوونکو په ګډون د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترکي څانګې په تالار کې جوړه شوه.

د برنامې په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون په استازيتوب د دې محفل ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه، کابل پوهنتون د هیواد د قدیمي پوهنتون په توګه ویاړ لري او تل د هغو شخصیتونو او ځوانانو له کارونو او لاسته راوړنو څخه، چې تل یې هیواد او خلکو ته ویاړونه راوړي ستاینه او قدر کړی. د کابل پوهنتون رییس زیاته کړه، کابل پوهنتون خپله دنده او مسوولیت ګڼي، چې د تدریسي فعالیتونو تر څنګ علمي څېړنې او تحصیلي خدمات وړاندې کول او له هغو خلکو څخه ستاینه او نمانځنه کوي، چې تل یې یو لوی ویاړ ترلاسه او په تاریخ او خپلو کارنامو کې یې ثبت او هغوی، چې د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې په پوره تعهد او مسوولانه توګه عمل کوي، ملي او نړۍ وال ویاړونه د ځان، بنسټ او هیواد لپاره تر لاسه کوي ستاینه او تقدیر کړی.

ښاغلي فاروقي د دا ډول محفلونو جوړول د جنګ او مصیبت ځپلې ټولنې د رواني او ذهني حالت د قناعت کولو لپاره د هغوی د کارونو څخه د ستاینې په برخه کې اغېزمن او اړین یاد کړ، د شخصیتونو د لاسته راوړنو او هڅو د ستاینې په موخه د دا ډول برنامو په جوړولو یې تاکید وکړ. نوموړي په  پای کې خپلې پېرزونې او مبارکي د سوداګري او صنایعو وزارت مالي او اداري مرستیال ته، چې پدې وروستیو کې یې د هندوستان کلتوري اړیکو شورا ( ICCR) نړۍ واله جایزه د نړۍ د ۱۶۳ هیوادونو د فارغانو او محصلینو په منځ کې، د هغه هیواد له تحصیلي بنسټونو څخه فارغ شوي دي، تر لاسه کړې مبارکي ورکړه او له دوست هندوستان هیواد څخه زمونږ د هیواد ځوانانو لپاره د علم او پوهې زمینې برابرولو په خاطر مننه وکړه.

په دې حال کې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسیو تنظیم رییس ښاغلي سید عالم رحمتي هم د لوړو زده  کړو وزارت د رهبري هئیت مبارکي ښاغلي عبدالرحیمزي ته ورکړې، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو او نړۍ والو اړیکو ته د اشارې تر څنګ د بورسیو او بورسیه ورکوونکو او همکارو هیوادونو په هکله معلومات ورکړل. 

وروسته د سوداګري او صنایعو وزارت مالي او اداري مرستیا ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د دې برنامې  جوړېدو په خاطر یې د کابل پوهنتون څخه مننه وکړه، جایزه او لاسته راوړنه یې د هیواد ټول ملت پورې اړونده وبلله.

نوموړي افغانانو ته د هندوستان د بورسیو د ورکړې څخه مننه وکړه، د هندوستان هیواد هر کال تر لس زره سیټه زیات بورسونه په مختلفو تحصیلي برخو کې افغانستان ته ورکوي او زمونږ ځوانان له دې لارې په هغه هیواد کې لوړو زده کړو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده د هندوستان هیواد د هندوستان کلتوري شورا ( ICCR)  نړۍ واله جایزه، د نړۍ د ۱۶۳ هیوادونو د لس زره فارغینو تر منځ  د سوداګري او صنایعو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي ته ورکړه. یاده جایزه هغو فارغینو ته ورکول کیږي، چې تر فراغت وروسته اغېزمنې لاسته  راوړنې او فعالیتونه ولري. ښاغلی عبدالرحیمزی په ۱۳۹۱ کال کې د هندوستان د عثمانیه پوهنتون له ماسټري څخه فارغ شوی دی او له هغه مهال راهیسي په مختلفو دولتي پوستونو کې دندې تر سره کړي دي او د پام وړ لاسته راوړنې یې خپلو ادارو کې تر سره کړي وي.

د کابل پوهنتون ریاست د عبدالرحیمزي د با ارزښته خدمتونو او د هندوستان کلتوري اړیکو شورا ( ICCR) نړۍ واله جایزه تر لاسه کولو په خاطر ستاینلیک په نظر کې نیول شوی وو، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي له لوري ورکړل شو.