په کابل پوهنتون کې د ګوېته انستیتوت رییس ابراهیم هوتک له کلتوري او هنري کارونو څخه ستاینه وشوه

د کابل پوهنتون ریاست او د دې بنسټ د ښکلو هنرونو پوهنځي د هیواد د نوموتو شخصیتونو له کارونو څخه د ستاینې او ملاتړ په لړ کې پنځمه دوره یې د ګويته انستیوت رییس ښاغلي ابراهیم هوتک له کتوري فعالیتونو څخه په یوې غونډه کې ستاینه وکړه. دا غونډه د روان ۱۳۹۸ د چنګاښ میاشتې په ۴ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل سمیع الله نبي، لیکوال، شاعر او په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغانستان سفیر ښاغلي عبدالغفور لېوال، يو شمېر شاعرانو، لیکوالانو، د هیواد فلم جوړوونکو او کلتوریانو، د ښکلو هنرونو پوهنځي استادانو او محصلینو په ګډون د یاد پوهنځي په تالار کې جوړه شوه.

د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل سمیع الله نبي پور پدې مراسمو کې ټولو میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د دې برنامې د جوړولو په څرنګوالي یې معلومات ورکړل. نوموړي وویل له ۱۳۹۵ کال راهیسي د ښکلو هنرونو پوهنځي د هیواد د شخصیتونو له لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه د ستاینې برنامې جوړې او پیل کړې او د کال په هره ربع کې د نما رسانه، افغان فلم، د فرانسې انستیوت او نورو همکارو موسسو په مرسته دا ډول برنامې جوړوي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقی د ښکلو هنرونو پوهنځي له ادارې د دا ډول کلتوري او ارزښتي برنامو د جوړېدو په خاطر او د کابل پوهنتون همیشنۍ اغېزمن همکار د هیواد کلتوري او کلتور دوسته شخصیت او د ګويته انستیتوت رییس ښاغلي ابراهیم هوتک د فعالیتونو څخه د ستاینې او له نورو برناموڅخه مننه وکړه او د دې ډول مراسمو جوړول یې د ژوند په دوران کې د خدمتګارانو د ستاینې کلتور د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن او د اهمیت وړ وباله.

ښاغلي فاروقي د ستاینې او تقدیر کلتور یې د هیواد د اصیل کلتور یوه برخه ونوموله او هغه یې د نورو مواردو تر څنګ د ټولنې د ستاینې او تادیبي اصولو او ځانګړنو په برخه کې مهم یاد کړ. د نوموړي په وینا د نړۍ مختلفو سیمو ناسم کلتورونو زمونږ د هیواد کلتورونو مختلفې زاویې یې تر سوال لاندې راوستي دي او دا د فرهنګیانو مسوولیت دی ترڅو زمونږ د هیواد د کلتور په بیا راژوندي کولو کې زیاته هڅه وکړي. ښاغلي زیاته کړه، دولت، بنسټونه او موسسې باید د هیواد کلتوري، ادبي او علمي يېژندل شوو شخصیتونو د ستاینې او درناوي په  خاطر ګڼې برنامې، چې تل یې هیواد او هیوادالو ته کارونه تر سره کړي، جوړې او کارونو ته یې درناوی وکړي

د کابل پوهنتون رییس د ښاغلي هوتک د شخصیت او کارنامو د یادونې ترڅنګ یې په هیواد کې د هغه د کلتوري فعالیتونو په خاطر صمیمانه مبارکي ورکړه، له کابل پوهنتون سره د همیشنیو همکاریو او مرستو څخه  د ستاینې تر څنګ یې د هنر او کلتور په برخه کې له لاسته راوړنو څخه هم یادونه وکړه.

وروسته د هیواد د پېژندل شويو شاعرانو، لیکوالو او هنرمندانو له ډلې، شاعر، لیکوال او په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغانستان سفیر ښاغلي عبدالغفور لیوال، ښاغلي محب زغم، ښاغلي نجیب منلي، ښاغلي انجنیر لطیف احمدي هم د ښاغلي هوتک کلتوري او ادبي شخصیت په اړه خبرې وکړې، د کابل پوهنتون له  ریاست او ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه یې د دې برنامې د جوړولو په خاطر مننه وکړه.

د ګوته انستیتوت رییس ښاغلي ابراهیم هوتک هیواد یې د مور او پلار په توګه  عنوان کړ، هیواد او هیوادوالو ته خدمت کول یې خپله دیني او ملي دنده یاده کړه.

نوموړي د کابل پوهنتون ریاست او ښکلو هنرونو پوهنځي څخه د دې برنامې د ترتیب او جوړېدو په خاطر مننه وکړه او زیاته یې کړه هغه تل هڅه کوي، چې په فرهنګي ډول دهیواد د کلتور د پیاوړتیا لپاره له نورو بنسټونو سره په ګډه کار وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د تقدیر او ستاینې برنامه د مولانا د شعر له ویلو سره مل وه.

ابراهیم هوتک د مرحوم نیازمحمد هوتک زوی دی. نوموړي تر ماسټري کچې پورې زده کړې لري او اوس د ګوېته انستیوت کلتوري بنسټ عمومي مسوول په توګه دنده تر سره کوي. تر یوې لسیزې زیاته موده  کیږي، چې نوموړی د افغانستان کلتوري او هنري بیارغونه کې مهم رول درلوده. له  همدې امله د کابل پوهنتون ریاست او د ښکلو هنرونو پوهنځي د خپلو تقدیري برنامو په لړ کې لکه د نورو علمي، کلتوري او ادبي شخصیتونو په پنځمې دوره کې د نوموړي د شخصیت او کارونو څخه ستاینه او تقدیر وکړ، د کابل پوهنتون او ښکلو هنرونو پوهنځي له لوري، چې تندیس او تحفې په نظر کې نیول شوې ورته ورکړل شوې.