د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند دکتور محمد اسماعیل يون «نيمه پېړۍ یون» کلیاتو مخ کتنه وشوه

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد ښاغلي پوهاند دکتور محمد اسماعيل یون تلپاتې کلیات، چې د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د درې لسیزو علمي-کلتوري او ادبي کار او هڅو محصول دی او په «۱۴» جلا- جلا ټوکونو کې چاپ او د هغو په لیکلو کې له مختلفو سرچینو څخه ګټه پورته شوې ده؛ نن د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۵ نېټه د چهار شنبې په ورځ یې مخ کتنه وشوه.

یاد اثر د ژبو او ادبیاتو، کلتور او تېرو څو لسیزو کې د تر سره شوو پېښو په  هکله محصلانو، لوستونکو او څېړونکو لپاره یوه ښه سرچینه ده، چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترکي څانګې تالار کې په جوړه شوې غونډه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد او د ولسمشر سلاکار ښاغلي پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس، د هیواد یو شمېر علمي، کلتوري، ادبي او سیاسي شخصیتونو، د لوړو زده کړو وزارت او نورو ادارو یو شمېر رییسانو، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، د دې پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو شتون درلود.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون په استازیتوب د دې برنامې ټولو ګ‌ډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد ښاغلي پوهاند دکتور محمد اسماعیل يون د تخلیق شوي اثر د ځانګړنو د یادونې تر څنګ یې د دې اثر چاپ او خپرېدل یې ښاغلي استاد، ګرانو محصلینو او د هیواد علمي ټولنې ته مبارک ووایه.

ښاغلي فاروقي په پښتو ژبه او ادب کې لیکل او تالیف شوی اثر د اهمیت وړ وباله او هیله یې وښوده، چې لوستونکي، څېړونکي، محصلین او د ادب مینه وال د هغه په مطالعه او علمي نقد کې ورڅخه زیاته علمي ګټه پورته کړي. د کابل پوهنتون رییس، ښاغلی پوهاند دکتور محمد اسماعیل یون د هیواد یو علمي او کلتوري شخصیت یاد کړ، چې نوموړي تل د لوړو زده کړو، خلکو او هیواد علمي او کلتوري ارزښتونو د لوړوالي لپاره هڅه کوي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، د کابل پوهنتون ریاست د استادانو او څېړونکو علمی فعالیتونو برنامو په جوړېدو ویاړي او له نورو استادانو څخه هم هیله کوي، چې تر څو دوی هم نوي کتابونه تخلیق، ولیکي او چاپ کړي.

پدې برنامه کې د جمهوري ریاست سلاکار پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد ښاغلي پوهاند دکتور سیداکرام الدین حصاریان، ښاغلي ډاکټر فیض محمد ځلاند، د جمهوري ریاست کلتوري سلاکار ښاغلي محمد زرین انځور، اغلې ماریا توتاخېل، ښاغلي محبوب الله محبوب، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد ښاغلي پوهنیار محمود مرهون او یو شمېر نورو هم د محتوا، صحافت او طراحي له نظره په دې باارزښته کلیاتو خبرې وکړې، د دې باارزښته اثر چاپ او خپرېدل یې د دې علمي کتاب لیکوال ته مبارک ووایه.

همدارنګه ویناوالو د علم او مطالعې د اهمیت په هکله هم خبرې وکړې، د علم او پوهې له مینه والو یې وغوښتل، چې دا باارزشته او د اهمیت وړ کتاب مطالعه کړي. نوموړو د دې تخلیق او چاپ شوي کلیاتو له لیکوال څخه مننه او ستاینه وکړه

په پای کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد او د دې اثر لیکوال ښاغلي پوهاند دکتور محمد اسماعیل یون د کلیاتو په چاپ او لیکلو یې خبرې وکړې، هیله یې وښوده، چې د لوستونکو لپاره غوره سرچینه وګرځي او نوموړي د کابل پوهنتون ریاست، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او نورو علمي- کلتوري بنسټونو او موسسو څخه د دې برنامې د جوړېدو په هکله مننه وکړه.