د کابل پوهنتون علمي شورا ناسته جوړه شوه

 

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي تر ریاست لاندې د پوهنتون مرستیالانو او د دې شورا د غړو په ګډون د روان ۱۳۹۸ چنګاښ میاشتې په ۴ نېټه د سهار ۹:۳۰ بجې د دې علمي بنسټ د علمي شورا په تالار کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د علمي شورا د غړو له راتګ څخه مننه وکړه او د علمي شورا نویو غړو «د پوهنځیو نوي مقرر شوي ښاغلي رییسان» راتګ ته یې ښه راغلاست وویل.

د کابل پوهنتون رییس د خپلو خبرو په دوام علمي او پوهنتوني موضوعاتو ته هم اشاره وکړه، د دې بنسټ د پوهنځیو مخکینیو رییسانو له هڅو او زحمتونو څخه، چې د علمي شورا غړیتوب یې هم درلود او پدې وروستیو کې د هغوی پر ځای نوې څېرې معرفي شوي دي او هغوی د استادي په دندو ګمارل شوي، مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي د پوهنځیو رییسانو، استادانو او ټولو همکارانو، چې د کانکور ملي ازموینو کې د سالم مدیریت او فعاله ګډون له امله، چې تېره اوونۍ واخیستل شوه، ستاینه وکړه او د دې پوهنتون د پسرلني سمسټر ازموینو تاریخ یې د چنګاښ میاشتې ۲۲ نېټه پښنهاد کړه، چې د ناستې د غړو د تائید وړ وګرځېده.

سربېره پردې نوموړي د هیواد په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د ګډون وروستۍ ملي او متفرقه ازموینې د اخیستو په اړه په لازمو تدابیرو هم خبرې وکړې، په سمه او غوره توګه د دې ازموینې د ترسره کېدو په خاطر د دې پوهنتون پوهنځیو رییسانو او استادانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

وروسته د علمي شورا غړو په خپل وار سره د موضوع په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه له جلسې سره شریک کړل او د هغو د عملي او پلي کولو لپاره یې د پوهنتون رهبري ته ډاډ ورکړو.

په پای کې د ناستې د رییس له لوري د پرانیستي تر خبرو وروسته، د علمي شورا منشي په اجنډا کې شاملو «۴۸» د ترفیع، د علمي رتبو تثبیت، د پوهنتونونو استادانو په مقررېدو او منفکي موضوعاتو په اړه کلي مرور وکړ او د علمي شورا د بحث او نظرونو ورکړې وروسته یې په اړه لازم او اړین تصمیم ونیول شو. همدارنګه علمي شورا یو شمېر شاملو متفرقه مسایلو او راغلو عریضو ته نظر وکړ، تر لازمو بحثونو وروسته په اړوندو مواردو یې لازم تصمیم ونیوه.

د علمي شورا ناسته په هیواد کې د خیر او ښیګڼې دعا په کولو سره تر غرمې وروسته ۲:۳۰ پای ته ورسېده.