د کابل پوهنتون د اروا پوهنې او روزنیزو علومو په پوهنځي کې د « درملني هیپنوتیزم» په اړه سیمینار جوړ شو

 

د «درملني هيپنوتیزم» سیمینار د کابل پوهنتون د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي، استادانو او محصلینو په شتون کې د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړ شو.

هیپنوتیزم د ارواپوهنې یوه څانګه ده، د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي وغوښتل، چې د درملني  برنامو په لړ کې داځلې د «هیپنوتیزم» تر عنوان لاندې د یاد پوهنځي د زده کړیالانو لپاره سیمنار جوړ تر څو محصلین وکولای شي زیات د هیپنوتیزم درملنې مسائلو سره اشنايي تر لاسه کړي.

د برنامې په پیل کې د کابل پوهنتون د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي د دې سیمنار ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د هیپنوتیزم او په ټولنه یې اغېز باندې خبرې وکړې. ښاغلي صدیقي د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي محصلینو د عملي کارونو د تر سره کولو او بلدتیا په موخه د داسې زده کړه ییزو او درملني برنامو جوړول مهم یادکړل او د دې ډول برنامو په دوام یې تاکید وکړ.

وروسته د « نوع ادمي» موسسې مسوول ښاغلي استاد محمد علیزاده د هیپنوتیزم په اړه جوړ شوي سیمنار په وړاندې کولو پیل وکړ او په تالار کې یې له شته محصلینو سره کلي معلومات شریک کړل. همدارنګه محصلینو د سیمنار موضوع اړوند په عملي کارونو پیل وکړ او پدې هوکړه وشوه، چې روانه اونۍ به د هیپنوتیزم په واسطه درملنه، پورې تړلي مسایل محصلینو ته وړاندې شي.

د برنامې په پای کې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او تربیتي علومو پوهنځي رییس له استاد محمد عليزاده څخه د سیمنار په وړاندې کولو او د هیپنوتیزم موضوع اړوند معلوماتو شریکولو په اړه مننه وکړه.