په لومړي ځل په کابل پوهنتون کې د سیرت النبي "ص" ستوريو پېژندنې برنامه جوړه شوه

د سیرت النبي "ص" ستورو پېژندنې لومړنۍ برنامه د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دوکتورې تفسیرې هاشمي، د پوهنځیو یو شمېر رییسانو، د کابل پوهنتون یو زیات شمېر استادانو، پوهانو، محصلینو او کارکوونکو په ګډون د دې پوهنتون په مرکزي ايډیټوریم کې جوړه شوه.

دا لویه برنامه د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په لومړی نېټه د کابل پوهنتون او د دې علمي بنسټ د نوښت او ابتکار مرکز له لوري په لاره اچول شوې وه. د برنامې په پیل کې د کابل پوهنتون د نوښت او ابتکار مرکز رییس ښاغلي حشمت الله توخي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، پدې برنامه پورې اړوندو موضوعاتو تر څنګ یې د دې برنامې په جوړلو کې یې د کابل پوهنتون له هر اړخېز ملاتړ څخه مننه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې تفسیرې هاشمي پدې برنامه کې ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او د دې برنامې د جوړولو په څرنګوالي او اهمیت یې خبرې وکړې او له هر بل وخته یې د دې برنامو په جوړولو تاکید وکړ. د محصلینو مرستیالې وویل، کابل پوهنتون د مختلفو علمي او کلتوري برنامو او فعالیتونو د منسجم کولو په موخه یې د محصلینو اتحادیه، د نوښت او ابتکار او نور بنسټونه یې د دې ادارې په چوکاټ کې تشکیل کړي دي، تر څو د هغو غړي د نوښتي فکر په وسیله داسې لویې برنامې جوړې کړي.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي دکتور عبدالله حقیار، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد اغلې فرهیخته او د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار عبدالولید سالک او یو شمېر نورو پوهانو او محصلینو د اسلام د ستر پیغمبر د لوی شخصیت د ژوند په مختلفو اړخونو هر اړخيزې خبرې وکړې او له ستونزو څخه د اسلامي امت د خلاصون لاره یې د پیغمبر "ص"   د سیرت الګو یاده کړه.

همدارنګه ویناوالو د دا ډول سیالیو جوړول د پیغمبر"ص"  له ژوند څخه د معلوماتو او پېژندنې په برخه کې د ستاینې وړ وبلله او د ټولنې وګړي یې د نبي کریم "ص"  له سیرت څخه الګو اخیستنې ته وروبلل.

د یادونې وړ ده، چې د سیرت النبي سیالي لومړی دوره د کابل پوهنتون د نوښت او ابتکار مرکز له لوري د روژې میاشتې په لومړیو کې پیل او د روژې تر پایه یې دوام درلود. پدې دوره کې د ۵۰۷ تنو په شاوخوا کې محصلینو ګډون کړی وو. د کابل پوهنتونو د شرعیاتو پوهنځي استادانو د دوکتور محمد ایاز نیازي تر مشري لاندې ارزونه وکړه، چې د ګډون کوونکو له ډلې څخه پدې دوره کې ۴۰ تنه د جایزې مستحق وشمېرل شول او د کابل پوهنتون ریاست او د نوښت او خلاقیت مرکز له لوري په پام کې نیول شوې جایزې یې تر لاسه کړې.