د افغانستان د لوړو زده کړو سکتور په یوه غونډه کې د یوې لسیزې زیاتو لاسته راوړنو څخه یادونه وشوه

د افغانستان د لوړو زده کړو سکتور لاسته راوړنو څخه یادونه او بیاکتنه وشوه او د هیواد د لوړو زده کړو مسوولینو په يوه غونډه کې، چې د روان ۱۳۹۸ کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰ نېټه د کورنۍ روغتیا نړۍ والې ادارې ((FHI360 په نوښت په کابل سرینا هوتل کې جوړه شوې وه، تر غور لاندې ونیول شوې. د کورنۍ روغتیا نړۍ والې ادارې په تېرو لسو کالو کې د پوهنتونونو ملاتړ او بشري ځواک پرمختیا (USWDP) برنامې په چوکاټ کې په کابل پوهنتون کې د ماسټري برنامو له رامنځته کولو څخه ملاتړ، د ظرفیت لوړولو برنامو تنظیم، د سکالرشيپونو ورکړه، د مهارتونو وړاندې کولو مرکز (Career Center) جوړول، د کتابتونونو د پیاوړتیا لپاره همکاري او د پوهنتونونو د ټکنالوژي اړتیاوو تامین د امریکا متحده ایالاتو همکاريو ادارې (USAID) د کمکونو په چوکاټ کې پلي شوي دي.

پدې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي ديپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزي د غونډې په پرانیسته کې په خپلو خبرو کې د نړۍ والو همکارانو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو او (USAID) برنامې څخه مننه او قدردانې وکړه او د لوړو زده کړو وزارت د مالي او تخنیکي مرستو په جذب یې هر اړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي بالاکرزي له هغوی څخه وغوښتل، چې راتلونکې برنامې د لوړو زده کړو وزارت اساسي لومړیتوبونو ته په کتو برابرې کړي تر څو ورڅخه ښې پایلې تر لاسه شي.

د لوړو زده کړو وزیر وویل، د افغانستان اړتیاوو ته کتو په پروژو کې ځانګړې پاملرنه وشي او د برنامو د لومړیتوبونو وروسته په یوې نژدې همغږي کې په سیسټم کې داسې ځای پرځای شي، چې په راتلونکي کې افغانان وکولای شي هغې ته دوام ورکړي.

په دې اړه د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي هم د خپلو خبرو په لړ کې د افغانستان او نړۍ د لوړو زده کړو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د لوړو زده کړو نظام په څرنګوالي، د وروستیو کلونو لاسته راوړنو او پدې وروستیو کلونو کې د افغانستان د لوړو زده کړو سکتور کې د نړۍ والو همکارانو د پرژو په هکله خبرې وکړې.

نوموړي په داسې حال کې، چې له کمي اړخه یې د لوړو زده کړو سکتور لاسته راوړنې یې د ستاینې وړ وبللې او له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو پراختیايي ادارې د پوهنتونونو ملاتړ او بشري ځواک پرمختیا (USWDP) تر برنامې لاندې او ملاتړ څخه مننه وکړه. ښاغلي فاروقي د لوړو زده کړو نظام حالت په ځانګړي توګه د پوهنتونونو او لوړو زده کړو کیفیتي وضعیت یې د قناعت وړ ونه باله او د اکاډمیکو بنسټونو د کیفي وضعیت په ښه کېدو یې تاکید وکړ.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو متمرکز سیسټم، د منابعو محدودیت او د لوړو زده کړو بنسټونه صلاحیت د پوهنتونونو د کیفي پراختیا توقع لپاره ځواب ویوونکې نده او اړینه ده، چې د پوهې او علم د پراختیاوي حرکت سره د همګامه کېدو لپاره د ورځې اړتیا ته په کتو دقیق لید ولرو. پدې موخه د امکاناتو او صلاحیتونو ورکړې په منظور د پوهنتون د استقلالیت برنامې له لارې په ځان بسیاینې د تامین لپاره د لوړو زده کړو سکتور لپاره طرح او عملي شي.

د (FHI360) نړۍ والې ادارې، چې په لوړو زده کړو سکټور کې د (USWDP) برنامو پلي کولو مسوولیت په غاړه درلود، د کابل پوهنتون د هغوی د همکاریو او په بریالي او هر اړخیز ډول له هغوی سره په ګډه د پروژو پلي کولو په موخه یې هغوی په یوه ستاینلیک سره وستایل او د (FHI360) دفتر مسوولینو ښاغلي دکتور استیفن اهر نبرګ او ښاغلي دکتور جو برګر په کابل پوهنتون کې په بریالي ډول د پروژو تر سره کولو کې همکاري په موخه د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي ته په پام کې نیول شوی ستاینلیک ورکړ، چې د پوهنتون د رییس له لوري په مننې سره ومنل شو.

د یادونې وړ ده، چې FHI360 یوه نړۍ واله اداره ده او د نړۍ تر شپېتو زیاتو هیوادونو کې فعالیت کوي؛ دا اداره د ښوونې او روزنې، روغتیا، ډیجیټلي حل لارو، اقتصادي او مدني ټولنو برخو کې د پروژو مدیریت په غاړه لري. په افغانستان کې د دې ادارې او د لوړو زده کړو د پرمختیایي برنامې کارکوونکي تر یوې لسیزې زیاته همکاري کړې ده.