د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د چین او جنوبي اسیا هیوادونو د همکاریو دوهم اجلاس کې د ګډون په موخه چین ته لاړ

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقي د ۲۰۱۹ جون میاشتې په ۸ نېټه د یو هئیت په مشري چین هیواد د یونان Yunnan ولایت په یوشي YuXi ښار کې د چین-جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو او فقر د کمولو په دوهم فورم کې د ګډون په موخه چین هیواد ته روان شو؛ تر رسېدو وروسته د هغه هیواد د مسوولینو له لوري ورته ښه راغلاست وویل شو.

د همدې میاشتې (جون) په ۱۰ نېټه افغاني پلاوي د چين-جنوبي اسیا د همکاریو په دوهم فورم ګډون وکړ، چې د دې فورم رسمي پرانیسته د یونان ولایت د مرستیال والي له لوري وشوه او ورپسې د افغانستان او جنوبي اسیا بنګلدیش، نیپال، مالدیف، هند، میانمار، سریلنکا، مالي او پاکستان هیوادونو استازو په خپل وار سره خبرې وکړې او د هر هیواد استازي د تېر کال اقتصادي او سوداګري غوړېدا او لاسته راوړنو باندې رڼا واچوله او په راتلونکې کال کې د لا زیاتو پرمختګونو هیله وښوده.

د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې په ۱۱ نېټه افغاني هئیت د یونان مرستیال والي سره وکتل، په پیل کې د یونان مرستیال والي ښاغلي Yu Dingcheng  افغاني هئيت ته ښه راغلاست وویل او د یونان ولایت د اقتصادي حالت، د فقر د کمولو او یونان ولایت د طبعیت او ښکلا په هکله یې هر اړخیزې خبرې وکړې او هیله یې وښوده، چې د یونان اقتصاد د لا غوړېدا په لوري روان دی. نوموړي همدارنګه په چین په ځانګړې توګه د یونان ولایت په پوهنتون کې افغان محصلینو په زده کړې او د محصلینو په تبادلې او افغان محصلینو ته په سکالرشیفونو خبرې وکړې او دا یې یو فرصت وشمېره، چې افغانستان او چین باید د محصلینو، استادانو او کارمندانو تبادله همداسې جاري وساتي او لایې قوي کړي. همدارنګه نوموړي له اقتصادي اړخه افغانستان د سرشاره طبعي زېرمو څخه یو ډک هیواد وباله او پدې برخه کې یې د همکاریو وعده وکړه.

وروسته د افغانستان په استازیتوب د سوداګري او صنایعو وزیر ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د چین-جنوبي اسیا د همکاریو فورم یو فرصت وباله او لدې څخه باید ګټه پورته شي او د افغانستان کرنې او کانونو سکتورونه یې د افغانستان او چین هیواد لپاره مهم یاد کړل.

همدارنګه د همدې ورځې تر غرمې وروسته افغاني هئیت د چین-جنوبي اسیا د فقر د کمولو فورم کې ګډون وکړ او د دې فورم پرانیسته د یونان ولایت مرستیال ښاغلي Yu Dingcheng  له لوري وشوه او نومړي د دې فورم د جوړېدو په موخو او پرمختګونو خبرې وکړې.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په اوس وخت کې د فقر موضوع ډېره مهمه ده او افغانستان یې هم د جنوبي اسیا د هیوادونو له ډلې څخه یاد کړ، چې له فقر څخه یې زیات وګړي زوریږي. نوموړي زیاته کړه « زیات سکتوري وزارتونه د فقر په کمولو کې هڅې کړي دي او سربېره په هغه هم د تپل شوې څلوېښت کلنې جګړې او ناخوالو په وجه مونږه په افغانستان کې د فقر په کمولو او د وضعیت په بدلون راوستو نه یو توانېدلي».

همدارنګه ښاغلي فاروقي وویل، د فقر د کمولو اصلي کیلي غوړېدلای اقتصاد او سوداګري ده او همدارنګه یې د فقر په کمولو کې روغتیا، د خوړو امنیت او ښوونه او روزنه هم زیات مهم وبلل.

د جون میاشتې په ۱۲ نېټه افغاني پلاوي د یونان ولایت د کیونمنګ Kunming ښار په نړۍ وال نندارتون په پرانیسته کې ګډون وکړ، چې تقریبآ پدې نندارتون کې د ۷۷ هیوادونو ډول-ډول توکي نندارې ته ايښودل شوي وو، چې په یاد نندارتون کې د افغان تولیدي او زینتي توکو ۱۱۸ غرفې هم وي او د افغانستان هیئت لدې افغاني غرفو څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه د همدې ورځې تر غرمې وروسته افغاني هئیت د چین- سهیل او سهیل ختیځې اسیا انجمن په اوومې ناسته کې ګډون وکړ. دا علمي ناسته، چې د چین د ټولنیزو علومو اکاډمي له لوري په لاره اچول شوې وه، د غړو هیوادونو د پوهانو او نړۍ والو متخصصینو له لوري تر لسو زیاتې مقالې ولوستل شوې. زیاتې لوستل شوې مقالې د یوې همغږې ټولنې او ګډې راتلونکې د اړتیاوو ته د رسېدو او د دې حوزې د ملتونو او هیوادونو تر منځ د همغږي او همیاري د تامین څرنګوالي ته ځانګړې شوې وې، چې د ګډونکوونکو د خوښې او علاقې وګرځېدې.  یاده ناسته د مازیګر په شپږو بجو پای ته ورسېده او افغاني هئیت په هغې ماښامنۍ کې ګډون وکړ، چې د یاد انجمن رهبري او د هغه ولایت د سیمه ییز حکومت له لوري د ګډون کوونکو هیوادونو پلاوو ته جوړه شوې وه.

د جون میاشتې په ۱۳ نېټه افغاني هئیت د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقي په مشري د Sunny Road & bridge  له کمپنۍ څخه لیدنه وکړه، په پیل کې د Sunny Road & Bridge  کمپنۍ مدیر ښاغلي Ping Yuying  افغاني هئیت ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د همکارانو معرفي او په هغو هیوادونو کې، چې دا کمپنۍ پروژې لري رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې زمونږ شرکت یو نړۍ وال شرکت دی او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د سړک جوړونې، هوايي میدانونو او پلونو په جوړونې بوخت یو او د نمونې په توګه یې په لاووس او پاکستان هیواد کې د خپلو کمپنیو د روانو پروژو په هکله خبرې وکړې.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د مننې تر څنګ یې په افغانستان کې د چین خلق هیواد د همکاریو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اوس هم په کابل پوهنتون کې د دوست چین هیواد تر ۲۰۰ انجنیران او کارکوونکي په فعالیت بوخت دي او د وی کارونه د ستاینې وړ دي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، افغانستان په تېرو ۴۰ کلنو کې زیات خراب شوی او په تېرو ۱۸ کالو کې د نړۍ د ګڼو هیوادونو په څېر زمونږ دوست او ګاونډی چین خلق هیواد هم د افغانستان په بیا رغونه کې خپلې مرستې او همکاري تر سره کړي دي، هیله ده یوه ورځ ستاسو کمپنۍ هم په افغانستان کې د بیارغونې په کارونو کې ووینو ځکه زمونږ هوايي ډګرونه، لویې لارې او پلونه بیارغونې او جوړېدنې ته اړتیا لري.

په پای کې د دې لیدنو په اوږدو کې د دواړو لوريو له اړخه په پام کې نیول شوې تحفې یو بل ته ورکړل شوې او افغاني هئیت د روان ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې په ۱۴ نېټه کابل ته راستون شو.