د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرانو جرګې له لوري وستایل شو

د افغانستان د مشرانو جرګې دیني، کلتوري، لوړو زده کړو، پوهنې او علمي څېړنو چارو کمیسیون د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقي د ښو خدمتونو او کړنو څخه ستاینه وکړه، ستاینلیک او د افغانستان د اسلامي دولت د مشرانو جرګې نښان یې د ستاینې په توګه نوموړي ته ورکړل.

هغه ناسته، چې د روان ۱۳۹۸ کال د غبرګولي میاشتې په ۲۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ په مشرانو جرګه کې جوړه شوې وه، د مشرانو جرګې لومړي نائب ښاغلي الحاج محمد علم ایزدیار په داسې حال کې، چې د مشرانو ګې منشي ښاغلي مولوي عبدالله قرلق، د تخار ولایت سناتور ښاغلي مولوي عرفان، د بدخشان ولایت سناتور ښاغلي کامل بیک حسیني او د هرات ولایت سناتورې اغلې امنې افضلي هم حضور درلود، د هیواد د علمي او تحصیلي موضوعاتو تر څنګ یې د کابل پوهنتون اکاډمیک او تحصیلي معیارونو ساتنه او حفظ یې په اوسنیو شرایطو کې د ستاینې او توصیف وړ وباله.

ښاغلي ایزدیار د مشرانو جرګې د نورو غړو په استازیتوب د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر کارونه او په مختلفو برخو کې یې سالم مدیریت د هغې ډلې څخه د ځوان نسل ښوونه او روزنه، د علم او معرفت کسب او رسول او د هیواد علمي اعتلا یې زیاته د ارزښت وړ وبلله او د ښآغلي فاروقي خدمتونه یې د یو علمي، ملي، ټولنیز او سیاسي شخصیت په توګه د لوړو زده کړو او کابل پوهنتون رهبري په برخه کې د تقدیر وړ یاد کړل.

د ښاغلي ایزدیار ترڅنګ په مجلس کې حاضرو سناتورانو هم په کابل پوهنتون کې د تدریسي نظام د معیاري کولو په برخه کې یې له ښاغلي فارقي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، ویې ویل په کابل پوهنتون کې اکاډمیک بدلون د ښاغلي فاروقي په وخت کې د تقدیر وړ دی، مونږ د نوموړي په څنګ کې یو او هېڅ ډول همکاري به ونه سپموو.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د ستاینلیک او تمجید په خاطر یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مشرانو جرګې له غړو څخه مننه وکړه او د ښو او د غوره او علمي معیاري خدمتونو د تر سره کولو ډاډ یې ورکړ.

د کابل پوهنتون رییس په کابل پوهنتون کې شته ستونزې ومنلې او د هغو د حل په موخه یې د هڅو خبر ورکړ. هغه همدارنګه د لوړو زده کړو اوسنۍ نظام یې د اوسنیو ننګونو د له منځه وړلو لپاره سم ونه وباله او د کابل پوهنتون د استقلالیت د طرحې د ایجاد، چې د هغه پر بنسټ د کابل پوهنتون د برنامو په معیاري کولو کې د مستقلې بودجې څخه به پکې ګټه اخیستل کیږي، هم خبرې وکړې.

د مشرانو جرګې لومړي نائب د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د اغېزمنو فعالیتونو ستاینه یې خپله دنده او مسوولیت یاد کړ، ښاغلي فاروقي ته یې د کیفي او نورو اړوندو برخو کې د بدلونونو په راوستو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.