کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د جندر او د ښځو مطالعاتو ماسټري برنامې د دوهمې دورې فراغت جشن جوړ شو

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د جندر او ښځو مطالعاتو ماسټري برنامې د دویمې دورې فراغت جشن د روان ۱۳۹۸ کال د غبرګولي میاشتې په ۲۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په کابل سټار هوټل کې جوړ او په هغه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د ښځو چارو وزیرې اغلې دلبر نظري، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي دکتور احمد سیر مهجور، په افغانستان کې د کوریا سفیر ښاغلي ري ژا هیونګ Rhee Zha Hyoung، د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي، د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې سرپرست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري مرستیال ښاغلي پوهاند غلام رسول باوري او د ځوانانو چارو مرستیال ښاغلي اجمل شاه پور، د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، استادانو، د یاد پوهنځي د ماسټري برنامې فارغینو، د فارغینو کورینو او د یو شمېر دولتي او نړۍ والو ادارو لوړ پوړو میلمنو شتون درلود.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د ټولنیزو علومو پوهنځي د جندر او د ښځو مطالعاتو ماسټري برنامې څخه د محصلینو فراغت یې لومړی دوی، د دوی کورنیو او د هیواد علمي ټولنې ته مبارک ووایه.

ښاغلي فاروقي خوښي وښوده او زیاته یې کړه، کابل پوهنتون ویاړ لري، چې د ټولنیزو علومو د پوهنځي د جندر او ښځو مطالعاتو ماسټري د دویمې دورې د فراغت په جشن کې یې ګډون کړی او د هغه شاهد دی، چې د محصلینو، استادانو، د پوهنځي د ادارې زحمتونو او د همکارو بنسټونو په مالي او تخنیکي مرسته د کابل پوهنتون دا دوره فارغین ټولنې ته وړاندې کوي. د کابل پوهنتون رییس وویل، د دې لپاره، چې يوه ټولنه تل پاتې پراختیا ته ورسیږي، د شته پوهې او وړتیا ترڅنګ د ماسټري برنامې پروګرامونو په جوړولو کولای شي د تلپاتې پراختیا او د تخصصي پوهې د زیاتوالي لپاره کار وکړي.

په همدې حال ښاغلي فاروقي د جندر او ښځو مطالعاتو ماسټري برنامه او د دې علمي بنسټ د ماسټري نورې برنامې یې د يوې مطلوبې او قانونمندې ټولنې په جوړولو کې د ښځو او نرانو د پوهې او وړتیاوو په زیاتولو کې یې ښه زمینه یاده کړه او ویې ویل، د ماسټري برنامو اصلي موخه  د ټولنې په مختلفو برخو کې د پراختیا لپاره د مثبتو بدلونو لپاره زمینه برابرول دي. نوموړي ویل، چې د جندر علمي مطالعات کولای شي د یوې ټولنې جوړښتي واقعیتونه له ټولنیز، کلتوري، سیاسي او اقتصادي نظره څرګند کړي او نه پرېږدي د جوړښټ ډول او ټولنیز او کلتوري لیدلوری له جنسیتي اړخه د قابلیتونو او وړتیاوو د رشد مانع لامل شي.

د کابل پوهنتون رییس په ټولنه کې د ښځو او نرانو په ټولنیز رول خبرې وکړې اوسنۍ لاسته راغلی فرصت یې د هغوی لپاره د تحصیلي سویې او مسلکي مهارتونو او همدارنګه د ټولنې او خلکو لپاره خدمت کول یې د ستاینې وړ وبلل.

له بل لوري نوموړي د کابل پوهنتون د برنامو او علمي او تخنیکي امکاناتو باندې هم خبرې وکړې ویې ویل، د هیواد د علمي ټولنې د اړتیاوو او علمي پراختیا اړتیاوو ته په کتو د جندر او ښځو د مطالعاتو ماسټري برنامې په لومړی دوره کې ۲۱ تنه خپل فارغان یې ټولنې ته وړاندې کړل او په دوهمه دوره کې، چې نن یې د فراغت د جشن شاهدان یو ۲۸ تنه د ماسټري په کچه فارغین یې تولنې ته وړاندې کړل، چې له دې  ډلې څخه یې ۶ تنه نارینه او ۲۲ تنه یې ښځينه دي.

په پای کې د کابل پوهنتون رییس د دې تر څنګ، چې فارغین یې د پوهې او علم لوړو درجو د تر لاسه کولو ته وهڅول، هغوی یې د خطر ډکو ملي او مسلکي دندو او مسوولیتونو ته متوجه کړل او له ټولو ملي او نړۍ ادارو څخه، چې په مالي او تخنیکي برخه کې یې همکاري کړې مننه او ستاینه وکړه.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي دکتور احمد سیر مهجور هم د ټولنیزو علومو پوهنځي د جندر او ښځو مطالعاتو ماسټري برنامې فارغینو ته مبارکي ووویله  زیاته یې کړه، په وروستیو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت په مختلفو برخو  په لوړو زده کړو بنسټونو کې د ښځو د ګډون د پیاوړتیا په برخه کې ګټور اقدامات تر سره کړي او د لایحو، طرزالعملونو او مقرراتو ته په کتو اغېزمن اقدامات یې تر سره کړې، چې په ښه توګه تر سترګو کیږي.

ښاغلي مهجور وویل، د لوړو زده کړو وزارت د ښځینه وو محصلینو لپاره په لوړو زده کړو او علمي بنسټونو کې زیاته د ګتې اخیستنې زمینه برابره کړې او د خوښي ځای دی، چې پدې وروستیو کې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښځو د ګډون په مثبت ډول زیات شوی دی. نوموړي وویل، چې خلک نور په لوړو زده کړو په ځانګړي توګه په لویو ښارونو کې مخالفت نه کوي او تل د لورګانو د زده کړو په برخه کې تشویق کوونکي او همکار په ډول دي.

پدې برنامه کې د ښځو وزیرې اغلې دلبر نظري، په افغانستان کې د جنوبي کوریا سفير ښاغلي Rhee Zha- Hyoung د UNDP سمیه ييز استازي او د دفتر رییس ښاغلي عبدالله الدر داري هم د ټولنیزو علومو پوهنځي د جندر او ښځو مطالعاتو ماسټري برنامې فارغینو ته مبارکي ورکړه او هر یو په خپل وار سره د هیواد په ټولو برخو کې د ښځو په ښوونېز او روزنېز رول زیات مهم او د ارزښت وړ وباله.

همدرانګه د ټولیزو علومو پوهنځي د ماسټري برنامې دوه تنو فارغینو د نورو فارغینو په استازیتوب خبرې وکړې، له ټولو استادانو، د کابل پوهنتون رهبري او د لوړو زده کړو وزارت څخه د مننې او درناوي ترڅنګ یې وعده وکړه، چې د هیواد او خلکو ته په ريښتیني ډول خدمت کولو په برخه کې د جنسیتي پراختیا او مساوات لپاره به هم هڅه کوي.

د ماسټري برنامې دوهمې دورې فارغینو محفل د تصدیق نامو په ورکړه او ډلییز عکس په اخیستو پای ته ورسېده.