په کابل پوهنتون کې د هیواد د علمي او کلتوري شخصیتونو ارواښاد عبدالرحمن پژواک او میرمن حمېدې د زوکړې سلمې کلیزې په ویاړ نمانځغونډه جوړه شوه

ارواښاد عبدالرحمن پژواک او ارواښاده مېرمن حميده د سید شمس الدین مجروح کشره خور او د استاد سید بهاوالدین مجروح عمه زمونږ د هیواد د نوموتو شاعرانو، فرهنګیانو او ادبیانو څخه وو، چې د خپل ژوند په دوران کې یې بې شمېره علمي، کلتوري او ادبي کړنې تر سره کړي او له ځانه یې زیات لیکلي اثار تر شاه پریښي. کابل پوهنتون او د خوشحال کلتوري دفتر، چې د هیواد په کچه یو علمي او کلتوري بنسټ دی، د پوهانو او عالمانو د کړنو د نمانځنې په لړ کې یې دا ځل کابل پوهنتون کې د هیواد د دوه شخصیتونو او نوموتو څېرو نمانځنه وکړه.

دا علمي او کلتوري برنامه د روان ۱۳۹۸ کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چینائي څانګه کې جوړه شوې وه، په دې برنامه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، استادانو، د هیواد د یو شمېر پوهنتونونو څېړونکو او د افغانستان علومو اکاډمي غړو او د هیواد یو شمېر سیاسي او کلتوري شخصیتونو ګډون کړی وو.

د برنامې په پیل کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد او د خوشحال کلتوري بنسټ رییس ښاغلي پوهنوال دکتور بریالي باجوړي د ټولو ګډونوالو راتګ ته ښه راغلاست وویل او د دې دوه علمي څېرو په شخصیت او کارنامو خبرې وکړې او د هغوی علمي، کلتوري او ادبي فعالیتونه یې د ارزښت او ستاینې وړ وبلل.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې علمي بنسټ له لوري د دې برنامې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د دې سمینار ټولو جوړوونکو څخه یې مننې او ستاینې تر څنګ  یې خپلې نيکې هیلې او مبارکي يې د هیواد د ویاړلو لویو شخصیتونو د نمانځنې په پار څرګندې کړې. ښاغلي فاروقي د دې تر څنګ یې، چې د دې دوه لویو علمي پوهانو د کارونو او فعالیتونو په باره کې خبرې وکړې او د هیواد د کلتوري، ادبي، علمي او سیاسي برخو کې یې د هغوی کړنې او هڅې اغېزمنې یادې کړې.

د ښاغلي فاروقي په وینا ارواښاد پژواک او مرحومه مېرمن حميده د هیواد نوموتي مبارزين، سیاستمداران او شاعران وو، چې له هغوی څخه زیات لیکلي اثار پاتې دي او د کابل پوهنتون او علمي-کلتوري بنسټونو مسوولیت دی، چې د هغوی د اثارو د روڼتیا او ملاتړ او د کارونو د نمانځنې په موخه همدارنګه کلتوري او علمي برنامې په لاره واچوي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې کابل پوهنتون به په ټول توان او امکاناتو د دې پوهانو د کارونو د پیاوړتیا څخه ملاتړ او د اثارو او تالیفونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه چټک ګاموه پورته او نورو ادارو سره په خوا کې د هغو په غوړېدا کې اقدام کوي.

په همدې حال د سر څېړونکي زلمي هیوادمل په ګدون د هیواد یو شمېر استادانو، څېړونکو او پوهانو هم د ارواښاد عبدالرحمن پژواک او ارواښادې مېرمن حمېدې شخصي ژوند او علمي - کلتوري کارونو په مختلفو اړخونو خبرې وکړې او هغوی یې د هیواد کلتوري، ادبي، شاعر، وطندوست، دلسوز، مبتکر او سیاستمدار شخصیتونه یاد کړل، چې له هغوی څخه په ادب او کلتور برخو کې په ملي ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي ژبو زیات چاپي او غیر چاپي اثار پاتې دي.