د هیواد د خپلواکي د سلمې کلیزې په ویاړ د هوا د ککړتيا مخنیوي په موخه علمي کنفرانس جوړ شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون سره په همغږي او همکاري د هیواد د ازادي د سلمې کلیزې په ویاړ د ککړې هوا د مخنیوي په موخه د روان ۱۳۹۸ کابل د غبرګولي میاشتې په ۲۵ نېټه د کابل پوهنتون په مرکزي ایدیتوریم کې علمي کنفرانس جوړ کړ.

پدې علمي کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او اوسرپرست ښاغلي پوهنمل ديپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزي، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ښاغلي سید عبدالوحید قتالي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس ښاغلي شاه زمان میوندي، د جمهوري ریاست لوی سلاکار محمد یوسف پښتون، د اړوندو ادارو مرستیالانو او رییسانو، د کابل پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلینو شتون درلود.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل دیپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت استازيتوب یې د کنفرانس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د چاپېریال د ککړتیا د عواملو تر څنګ یې هغه د ټولنې او بشر لپاره جدي ګواښ په توګه یاد کړ. ښآغلي بالاکرزي د هوا د ککړتیا او چاپېریال ساتنې ستونزو په برخه کې د کاربن مونو اکساید او ټول کیمیاوي مضر موادو ته اشاره وکړه او د هوا د ککړتیا د دې سرچینو پېژندنه یې د ځمکې د کرې د بشر د ژوند د بقا لپاره یې اړینې او د کاري لومړیتوب په توګه یې یاد کړ.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په هیواد کې د ککړې هوا عوامل او سرچینې یې د زړو او له کاره لویدلي موټر او نور بې کیفیته سون توکي یاد کړل، له دې ستونزو سره مقابله د علمي بنسټونو او اړوندو ادارو له لوري وشي او د دې ستونزو د له منځه وړلو په موخه ښوونیزې برنامې تر سره شي. همدارنګه بالاکرزي د هیواد د علمي بنستونو او موسسو همکاري د چاپېریال ساتنې ستونرو سره د مبارزې په برخه کې همکاري اعلان کړه، ویې ویل علمي څېړنې او ښوونیز پرګرامونه کولای شي اغېزمنې برنامې په مخکې ونیسي او پایلې یې له دولت او ټولنې سره شریکې کړي.

نوموړي د هوا د ککړتیا د کمولو او له منځه وړلو په برخه کې د علمي کنفرانسونو جوړول مهم یاد کړل، وعده یې وکړه، هغوی د علمي مسوولینو په توګه له دولت او خلکو سره به د هوا ککړتیا د زیاتېدو د مخنیوي، روغتیايي، ټولنیزې او اجتماعي برخه کې په ټولنه کې دوامداره هڅې تر سره کړي.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د دې برنامې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د چاپېریال ساتنې موضوع حیاتي او د ارزښت وړ یاده کړه، چې اوس وخت کې د دولت، خلکو او علمي بنسټونو د پاملرنې په محراق کې ځای لري، ټولنیزې، اقتصادي، روغتیايي او سیاسي تخریب مخنیوی به په راتلونکې کې ناممکن او یا ناوخته وي.

د ښاغلي فاروقي په وینا د هوا ککړتیا او چاپېریال ساتنه د ځمکې له ګرمي، د ګلخانه يي ګازونو وتل، د اورښت د رژیم بدلون، اقلیمي بدلونونو، وچکاليو سره نږدې اړیکه لري او د چاپېریالي ستونزو، بېماریو او د دولتونو د کړکېچ د ستونزو د ښکارېدو سبب کیږي. نوموړي د اکاډمیکې ټولنې او علمي بنسټونو رول یې له اړوندو ادارو سره په خوا کې د چاپېریال ساتنې او ځوان نسل د روزنې، د چاپېریال ساتنې وضعیت تشخیص، د هوا ککړتیا، په ټولنیز ژوند د دې ککړتیا د اغېز څېړنه او مطالعه، د خلکو په اقتصادي، روغتیايي او سیاسي برخه کې یې مهم وباله، د چاپېریال شرایط د ښه والي او د هوا د ککړتیا په موخه په ټولنه کې د اړوندو ادارو او خلکو څخه په ګټه اخیستنه تاکید درلود.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په لړ کې د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې څخه د دې علمي کنفرانس د جوړونې په موخه مننه او ستایتنه وکړه او په راتلونکې کې یې د ککړې هوا د معضل د هواري په موخه د ورته علمي کنفرانسونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس ښاغلي شاه زمان میوندي د دې کنفرانس جوړونې د څرنګوالي تر څنګ یې د افغانستان د ازادي د سلمې کلیزې د نمانځنې په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رهبري د لارښوونې پر بنسټ د دولتي ادارو د فعالیتونو په چوکاټ کې جوړ شو او موخه یې د چاپېریال ککړتیا د کمولو سره مبارزه ده.

له بل لوري د جمهوري ریاست د چارو ادارې  لوی رییس ښاغلي سید عبدالوحید قتالي، د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي معین ښاغلي انجنیر عزت الله صدیقي او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي دکتور احمد سیر مهجور هم په هیواد کې د چاپېریال ساتنې عواملو باندې خبرې وکړې، نفوسو له اندازې زیاتوالی، د نقلیه وسایطو زیاتوالی، د ډبرو سکرو کارول، د لېږد وسایلو د جوړونې کارځایونو څخه ګټه اخیستنه او د بې کیفیته موادو سون، تیل، پلاستیک او نور موارد یې په کابل ښار او هیواد کې د هوا د ککړتیا د عواملو د سبب زیاتوالي په توګه یاد کړل.

وروسته د چاپېریال ساتنې او زمکپېژندنې یو شمېر استادانو او مختصصینو په پنل کې حضور پیدا کړ د مقالا د لوستلو تر څنګ یې د ازادي او سالم چاپېریال په اړه یې خپل معلومات شریک او د ګډون کوونکو له لوري پوښتل شوې سوالونو ته ځواب ووایه. همدرانګه د پنل غړو او ګډون کوونکو د چاپېریال د معضل په هکله خپل مشخص وړاندیزونه یې مسوولینو او د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د دې په پام کې نیولو سره زمونږ د ټولنې او چاپېریال یوه اندازه ستونزې له منځه ځي.

د یادونې وړ ده، چې د نن ورځې کنفرانس د افغانستان اسلامي دولت د رهبري د لارښوونې پر بنست د افغانستان د ازادي د سلمې کلیزې په ویاړ د دولتي ادارو د فعالیت په چوکاټ کې جوړ شوی وو. پدې توګه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل پوهنتون او لوو زده کړو وزارت  سره په همکاري او همغږي د دې لویې ورځې او همدارنګه د چاپېریال ساتنې د اوونۍ د رارسېدو دا علمي برنامه ( ازادي مو عزت، پاکه هوا مو روغتیا ) تر شعار لاندې په لاره واچول شوه.

په پای کې هغو کسانو ته، چې د دې برنامې په جوړولو کې یې فعاله برخه اخیستې وه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري ستاینلیکونه پام کې نیول شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت، د کابل پوهنتون د رهبري او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري ورکړل شول.