د کابل پوهنتون د ریاست له لوري د قرانکریم نزول په هکله غونډه جوړه شوه

د روژې مبارکې میاشتې او د قرآن کریم نزول لسییزې په ویاړ د کابل پوهنتون ریاست او د دې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له لوري د قران کریم ختم وشو. دا باعظمته برنامه د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۱ نېټه د شنبې په ورځ، چې د روژې مبارکې میاشتې په ۲۷ نېټه د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چاروکې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د شرعیاتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل حفیظ الله حفیظ، د پوهنځیو رییسانو او د دې علمي بنسټ استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د قصر ګلها صالون کې جوړ او ګډون کوونکو د دې مبارکې میاشتې په ویاړ په ختم کې برخه واخیسته.

د قرانکریم ختم کې ویناوې وشوې، چې د هغې ډلې څخه د شرعیاتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل حفیظ الله حفیظ میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د روژې مبارکې میاشتې په فضیلت او د بشر د لارښوونې په هکله د قرآن کریم په نزول خبرې وکړې. د شرعیاتو پوهنځي رییس وویل، دا پوهنځی خپل مسوولیت ګڼي، چې هر کال د دې مبارکې میاشتې او د قرآن کریم نزول څخه لمانځنه کوي او د ختم تر څنګ  ویناوال او پوهان هم د دې مبارکې میاشتې په فضیلت او لوی والي خبرې کوي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون په استازیتوب دې باعظمته برنامې ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست وویل او د روژې مبارکې او بابرکتې میاشتې او د قران پاک د نزول په اړه خبرې وکړې، قرانکریم د لوی الله عظیمه شانه کتاب دی، چې د بشر د نجات او نیکمرغي او له بدبختي څخه د خلاصون لپاره نازل شوی دی او بشر له هغه څخه په پیروي او اطاعت ملزم دی.

د ښاغلي فاروقي په وینا د ټولنې زیاتې ستونزې د قرآن کریم د احکامو او لارښوونو او د پیغمبر ص له لارښوونو بې خبري ده، چې پر هغه په سمه توګه نه پوهېدل او پر هغو عمل نکول ستونزې او بدبختي راولاړې کړي دي. په همدې توګه ښاغلي فاروقي زیاته کړه، قرآن کریم علم او سعادت د انسانانو لارې بنسټ یاد کړی، د بشر لپاره یې خپله لومړنۍ لارښونه یې له همدې ځایه شروع کړې او ټول یې لوستلو ته دعوت کړي دي نوموړي زیاته کړه، قرآن کریم د الله ج  وروستي، پوره او جامع کتاب دی، چې د بشر د ژوند د ټولو اړخونو له اعتقادي، اخلاقي، سیاسي، قضائي، کورني او ټول هغه څه د بشر په ژوند کې ورته اړتیا ده په مختلفو ډولونو یې لارښوونه شوې او بشر یې په پیروي کولو مکلف دی.

په پای کې د کابل پوهنتون رییس د دې ډول متبرکو او با فضیلتو برنامو څخه استقبال وکړ او د شرعیاتو پوهنځي او د دې برنامې د ټولو همکارانو له ابتکار یې مننه او درناوی وکړ.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو ښاغلي پوهندوی دکتور عبدالجلیل فقیه، ښاغلي پوهنیار شریف الله عمرزي او ښاغلي پوهنمل محمد معروف حنیف په خپل وار د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت او د عبادت داهمیت په هکله خبرې وکړې، له مسلمانانو څخه یې وغوښتل، چې قرآن کریم د بشر د لارښوونې یواځینۍ کتاب دی، چې د ژوند په برنامې کې ځای ورکړي تر څو په دنیا او اخرت کې کامیابه شي.

یاده برنامه د خیر د دعا او روژه ماتي په کولو سره پایته ورسېده.